طالبان وایي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۳۳ کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په لسو ولایتونو کې ۳۳ کسان د «غلا، ناقانونه وسلو د لېږد» او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ کسان په بلخ، ۳ په هلمند، ۲ فراه، ۳ غزني، ۲ نیمروز او ۴ په هرات ولایت کې د غلا په تور نیول شوي دي.
