• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ وړې تخنیکي مسالې به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې د سفارت له سرپرست سادین ایلدز سره په لیدنه کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د چین په اورمچي ښار کې د شویو خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي. متقي هیله ښودلې چې وړې ستونزې به د خبرو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او د ترکیې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې یې ارزښتناکې یادې کړې.

نوموړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو خبرو اترو په اړه ویلي چې تر دې دمه خبرې مثبتې روانې دي او هیله یې څرګنده کړې چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله، د ترکیې د سفارت سرپرست ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړیکې د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري او زیاته کړې یې ده چې ترکیه به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

۵

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د هوايي حریم له لارې د تلونکو الوتکو پیلوټان الوتنې پخپله همغږې کوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د ایران او امریکا او اسرییل ترمنځ د شخړو له امله اروپايي هوايي شرکتونه، په ځانګړي ډول د سویس هوايي شرکت، اړ شوي چې د اسیا پر لور د الوتنو لپاره د افغانستان هوايي حریم وکاروي. خو پیلوټان الوتنې پخپله همغږې کوي او طالبان د هرې الوتنې پر سر ۷۰۰ ډالره فیس اخلي.

د سویسي رسنیو د رپوټ له مخې، د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته هوايي شرکتونو ته یوازې دوه لارې پاتې شوې، چې یوه د عربي ټاپووزمې له لارې الوتنې وې او بله د افغانستان له لارې. ډېری شرکتونه اوس د افغانستان مسیر کاروي.

د افغانستان هوايي حریم چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، له دودیزې هوايي څارنې (کنټرول ټاور) پرته دی.

سره له دې، طالبان د هرې الوتنې په بدل کې شاوخوا ۷۰۰ ډالره فیس اخلي.

د هوايي کنټرول د نشتوالي له امله، پیلوټان اړ دي چې خپله له یو بل سره مستقیمه همغږي وکړي او د الوتنې لوړوالی، موقعیت او واټن پخپله تنظیم کړي. همدارنګه، الوتکې باید لږ تر لږه ۱۵ دقیقې فاصله وساتي.

هوايي شرکتونه وایي چې پیلوټان د دې ځانګړو شرایطو لپاره روزل کېږي او الوتکو ته اضافي تېل هم ورکول کېږي څو د بیړني حالت مخه ونیول شي.

د سویس هوايي شرکت منلې چې ځینې الوتنې یې لکه له زوریخ څخه ممبی ته له همدې لارې تېرېږي، خو وایي نور بدیل مسیرونه هم لري.

که څه هم پیلوټان دا الوتنې ډېری خوندي بولي، ځکه په لوړه ارتفاع کې کېږي، خو بیا هم د اضافي مسوولیت او خطر احساس موجود دی.

په همدې حال کې، د منځني ختیځ جګړې د تېلو بیې لوړې کړې دي، چې له امله یې د ټکټونو بیې هم زیاتې شوې دي.

د ازبکستان د ۱۱۰ سوداګرو پلاوي د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د ازبکستان د اندیجان ولایت د ۱۱۰ سوداګرو یو پلاوي د یاد ولایت د والي او سوداګرۍ خونې د رییس په مشرۍ د افغانستان د بازارونو د ارزونې او اقتصادي همکاریو پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی دی. یاد پلاوي د طالبانو د اوبو او کرنې وزارت له وزیر سره کتلي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت د ۱۱۰ سوداګرو پلاوی افغانستان ته رسېدلی او د طالبانو د کرنې، اوبو او مالدارۍ له وزیر مولوي عطا‌الله عمري سره یې لیدلي دي.

په پلاوي کې د اندیجان ولایت والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمانوف او ګڼ نور سوداګر شامل دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لوریو ټینګار کړی چې د سوداګریزو اړیکو پراخول او د کرنیزو محصولاتو د تبادلې زیاتوالی د افغانستان او ازبکستان اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کولی شي.

په دې ناسته کې د پانګونې فرصتونو، تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو پروژو د ملاتړ په اړه هم بحث شوی دی.

یاد ازبک پلاوی هرات ولایت ته هم سفر کوي او هلته به له افغان سوداګرو سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په هرات کې د یوه سوداګریز مرکز د پرانیستلو په تړاو خبرې وکړي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت د سوداګرو د دغه سفر موخه د افغانستان د بازارونو ارزونه، د صادراتو د کچې لوړول او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د دوامداره اړیکو رامنځته کول ښودل شوي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۰ تنه مړه او لسګونه نور زیانمن شوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د یادې ادارې د ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د دیوالونو نړېدو او د غرونو ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دیادی ادارې د راپور له مخې، ۱۰۵ کورونه وران شوي چې له دې ډلې ۱۹ کورونه په بشپړ او پاتې نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د دغو پېښو له امله ۲۷۲۴ جریبه کرنیزه ځمکه او د باغونو حاصلات له منځه تللي دي.

همدارنګه، شاوخوا ۳۶۸۰ ونې له منځه تللې او ۱۰ څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړې اداره وایي، دا شمېرې لومړنۍ دي او ښایي بدلې شي.

د خاص کونړ قومي مشران وايي محلي چارواکي د کلیو د حریم په اړه د هبت الله حکم نه پلی کوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د کونړ د خاص کونړ قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ځايي چارواکي د کلیو د حریم په تړاو د خپلې ډلې د مشر هبت الله حکم نه عملي کوي. دوی نیوکه کوی، چې د طالبانو کور او ښار جوړونې وزیر ملا نجیب الله حقاني د حکم خلاف په خاص کونړ ولسوالۍ کې ځمکې پر خپلوانو وېشلې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په یوه سند کې، چې په ۱۴۰۳ کال کې محکمو ته د کلیو او ځمکو د حریم د مساحت په اړه د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ لېږل شوی، راغلي چې د «مرعي» یا د حریم د مساحت ټاکل د علماوو د نظر له مخې تایید شوی او باید ټولو اړوندو ادارو ته په رسمي ډول واستول شي.

په دغه سند کې د حریم مساحت یو نیم شرعي میل ټاکل شوی، چې له شاوخوا شپږ زره شرعي ګزونو، درې زره دودیزو ګزونو یا نږدې ۲۷۰۰ مترو سره مساوي ګڼل کېږي.

د خاص کونړ یو شمېر قومي مشران وایي چې د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر ملا نجیب الله حقاني په دې سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره پر شاوخوا ۳۷۴ جریبه ځمکه یو ښارګوټی پرانیستی، خو په دې برخه کې د ملاهبت الله د حریم د مساحت په اړه حکم په سمه توګه نه دی عملي شوی.

د دوی په وینا، د کلیو او کورونو حریمونه تر پښو لاندې شوي او ځمکې د ځايي خلکو له لاسه وتلې دي.

قومي مشران ادعا کوي چې د طالبانو د ښار جوړونې وزارت ځینې نږدې کسان او ملګري د کلیو د ځمکو حریمونه په خپل منځ کې وېشي او بیا یې په پیسو پر نورو کسانو پلوري.

د دوی په وینا، یوازې د کونړ د یوې جهادي مدرسې مشر شاوخوا ۳۲ نومرې ځان ته اخیستې دي.

قومي مشران زیاتوي چې دوی خپل شکایتونه د طالبانو مشر ملاهبت الله او نورو اړوندو چارواکو ته رسولي او د ښار جوړونې وزارت، د کونړ ښار جوړونې ادارې او د ځمکو د غصب د مخنیوي ادارو ته یې عریضې هم کړې دي، خو تر اوسه کومه عملي پایله نه ده ترلاسه شوې.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې دغه موضوع جدي وڅیړي او د خلکو د حقونو خوندیتوب تضمین کړي.

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر ملا نجیب الله حقاني، چې د کونړ اوسېدونکی دی، له دې مخکې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر هم پاتې شوی دی.

د طالبانو د چارواکو د درغلیو په اړه وخت ناوخت راپورونه خپرېږي، خو طالبان ډېری دا ډول ادعاوې ردوي او په ځینو مواردو کې یې دوسیې پټې ساتي.

په برلین کې د «ملي مرکې» تر سرلیک لاندې د افغان نجونو د وضعیت په اړه ناسته ترسره شوه

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۱

په برلین کې د افغانستان تر ۶۰ زیاتو علمي، سیاسي او ټولنیزو څېرو په ګډون د «ملي مرکې» تر سرلیک لاندې ناسته ترسره شوه. د ناستې ګډونوالو د طالبانو له لوري په تېرو څو کلونو کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز «ستر ظلم او د ملي ګټو لپاره نه جبرانېدونکی زیان» بللی دی.

د هغه خبرپاڼې له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د یادې ناستې ګډونوالو د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) د طالبانو له لوري د نجونو د زده‌کړو پر محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې.

د خبرپاڼې له مخې؛دا تر یاد سرلیک لاندې دویمه جوړه شوې ناسته وه او ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د افغان نجونو غږ به پورته کړي او د دغه بې‌عدالتۍ پر ضد به مبارزه وکړي. په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د «اجازه ورکړئ افغانې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي» تر شعار لاندې به یو ملي کمپاین هم پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د «ملي مرکې» تر سرلیک لاندې د دوی پخوانۍ غونډه هم تېر کال په جرمني او نورو هېوادونو کې ترسره شوې وه. ټولنیز عدالت، زغم، د یو بل منل او د ښځو د حقونو رول د افغانستان د پرمختګ او دوامداره ثبات لپاره هغه نور مهم موضوعات وو چې ګډونوالو پرې خبرې وکړې.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه او د هغوی د ملاتړ لپاره د ملي کمپاین د پیل پرېکړه په داسې حال کې ده، چې نږدې پنځه کاله کېږي طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي. سربېره پر دې د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو دروازې هم د ښځو او نجونو پر مخ تړلې پاتې دي.