په خیبر پښتونخوا کې په څلورو جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي، چې پهکې د فاروق په نوم د سولې کمېټې یو غړی هم شامل دی. پولیس وایي، چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې د فاروق په نوم د سولې کمېټې دغه غړی وژل شوی دی.
