• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د ۱۷کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال په کافا جام سیالیو کې درېیمه ماتې وخوړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ جام سیالیو پر دوام د تاجکستان پر وړاندې د ۳–۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه. دا په یادو سیالیو کې د افغانستان درېیمه ماته وه. افغان لوبډلې تراوسه یوازې یوه لوبه مساوي کړې او د یو امتیاز په لرلو سره د جدول په پای کې ده.

په دغه لوبه کې د تاجکستان لوبډلې چې د جدول په سر کې وه، په لومړۍ نیمایي کې د دوو ګولونو په وهلو سره لوبه په بریا پای ته ورسوله.

په دویمه نیمایي کې د افغانستان لوبغاړو د پام وړ هڅه وکړه او وتوانېدل چې پایله برابره کړي؛ لومړی یې د پنالټي له لارې یو ګول وواهه او بیا یې بل ګول هم وکړ؛ څو لوبه ۲–۲ مساوي کړي. خو وروسته د تاجکستان لوبډلې درېیم ګول هم وواهه. د تاجکستان لوبډلې د افغانستان د دروازه ساتونکي له تېروتنې ګټه واخیسته او د بریا ګول یې ترسره کړ.

100%
100%

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د زرو لوبغاړو په ګډون پيل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
کابل کې د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د زرو لوبغاړو په ګډون پيل شوې
100%

د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د کابل ښار له څه باندې ۱۰۰ کلپونو څخه د نږدې ۱۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون د رزمي ورزشونو فدراسیون په نوښت د بدني روزنې په ۵۰۰ کسیز سالون کې پيل شوې دي. په دې سياليو کې د بېلابېلو رزمي سبکونو لوبغاړي له يو بل سره سيالۍ کوي.

دا سيالۍ په څلورو عمري کټګوريو کې ترسره کېږي، چې ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان او لويان په‌کې شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې دغه سيالۍ د همدې مياشتې تر ۳۰ نېټې پورې دوام وکړي.

مسوولين وايي، دا سيالۍ د رزمي ورزشونو د ودې او پراختيا او همدارنګه د ورزشکارانو د مهارتونو او تجربو د کچې د لوړولو په موخه تنظيم شوې دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی مشر روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی دی. پایبس د غوراوي کمېټې، نړیوال کرېکټ، کورني کرېکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز د مسوولینو ترڅنګ له دواړو لوبډلمشرانو سره هم کتلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو، پلانونو او په ځانګړي ډول د تمریناتي کمپ د پیل او مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې اترې شوې دي.

100%

د افغانستان د کرېکټ بورډ د پلان له‌مخې، د ظرفیت لوړونې مرکز تر مستقیمې څارنې لاندې او د نوي مشر روزونکي په حضور کې، د نږدې ۴۰ افغان لوبغاړو لپاره یو میاشتنی تمریناتي کمپ سبا (یکشنبه) پیل او د مې تر ۱۶مې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې موده کې به افغان اتلان د هند پر وړاندې راتلونکې ټېسټ لوبې او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته پوره او هراړخیز چمتووالی ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې کابل ته دا د ریچارډ پایبس لومړنی سفر دی.

علي یاسر ناصح د پاکستاني سیال په ماتولو سره خپل د اتلولۍ کمربند وساته

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
علي یاسر ناصح د پاکستاني سیال په ماتولو سره خپل د اتلولۍ کمربند وساته
100%

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د مسلکي سوک‌وهنې په سیالیو کې افغان سوک وهونکي علي یاسر ناصح وتوانېده، چې خپل د اتلولۍ کمربند وساتي. هغه خپل پاکستانی سیال د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د تخنیکي ناک‌اوت (TKO) له لارې مات کړ.

د دغه لوبغاړي روزونکي او په پاکستان کې د فجر سوک وهنې اکاډمۍ مشر بسم‌الله ناصح ویلي، چې علي یاسر تراوسه پورې په ۱۵ اماتور او مسلکي سیالیو کې کومه ماته نه‌ده خوړلې. د هغه په وینا؛ علي یاسر د ۱۴۰۵کال (د وري ۲۱مه) د پاکستان اکرم خان پر وړاندې داسې مهال بریا خپله کړه، چې د عمر او تجربې له پلوه پاکستانی سیال ترې په نسبتاً ښه حالت کې و.

100%
100%

یو کوچني افغان ورزشکار د امریکا د کېک‌بوکسېنګ ملي لوبډلې ته لار موندلې

۲۱ وری ۱۴۰۵ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱
یو کوچني افغان ورزشکار د امریکا د کېک‌بوکسېنګ ملي لوبډلې ته لار موندلې
100%

یو کوچنی افغان ورزشکار عثمان ملک‌زاده د کېک‌بوکسېنګ په بېلابېلو سیالیو کې له کلونو ځلېدو وروسته وتوانېده، چې د امریکا د کېک‌بوکسېنګ لوبډلې ته لار ومومي. دغه تنکي ځوان د امریکا د بېلابېلو ایالتونو ترمنځ په ۲۱ ملي سیالیو کې د بریا ترلاسه کولو سره دغه لاسته راوړنه خپله کړه.

هغه په دغه موده کې وتوانېده، چې له خپلو مهارتونو او استعداد سره د غوره کسانو په ډله کې راشي. عثمان ملک‌زاده په ۲۰۱۴کال کې په پنجشېر ولایت کې زېږېدلی او په درې کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.

هغه له کوچنیوالي د رزمي لوبو په ځانګړي ډول کېک‌بوکسېنګ سره مینه لرله او خپله مسلکي لاره یې د ټېکساس ایالت په یوه کلب کې پیل کړه. هغه ډېر ژر پرمختګ وکړ او وتوانېده، چې ځان د یوه پیاوړي لوبغاړي په توګه وپېژني.

عثمان ملک‌زاده ته نږدې کسان هغه د یوه هڅانده لوبغاړي په توګه یادوي او باور لري، چې هغه به په نږدې راتلونکې کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو لپاره په ځانګړي ډول په امریکا کې د افغان کډوالو ترمنځ یو الهام‌بښونکې بېلګه شي.

د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
د سلو چاپ اندازانو په ګډون بدخشان کې د بزکشۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
100%

د بدخشان د بزکشۍ فدراسیون د اعلان له مخې، د دې ولایت د خاش په ولسوالۍ کې د څلور ورځنیو بزکشۍ سیالۍ، چې پکې سل چاپ‌اندازانو برخه اخیستې وه، پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ارګو، بهارک، جرم او خاش ولسوالیو چاپ‌اندازانو ګډون کړی وو.

د فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه په زړه پورې او له هیجانه ډکې سیالۍ په پای کې د فرهاد مختار په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د سیالیو په وروستیو «اوغلاقونو» کې، پهلوان نجیب مختار او پهلوان فرهاد مختار وتوانېدل، چې اوغلاق د حلال دایرې ته ورسوي او د سیالیو جایزې خپلې کړي.

نجیب‌الله مختار، چې د هېواد له پېژندل شوو او نومیالیو چاپ‌اندازانو څخه شمېرل کېږي، د «قزیل» په نوم د هغه آس پر مټ، چې د معراج‌بای راغي اړوند و، لومړی مقام خپل کړ او د شلو زرو افغانیو نغدي جایزه یې وګټله.

د راپور له مخې، پهلوان فرهاد مختار، چې له نجیب‌الله مختار وروسته د عبدالعزیز‌بای ارګو اړوند د «سمند» آس په سپرلۍ کې ښه ځلېدلی و، د دغو سیالیو ځانګړې جایزه، چې یو تېزرفتاره موټر و، ترلاسه کړه.