د طالبانو د سترې محکمې په یوه سند کې، چې په ۱۴۰۳ کال کې محکمو ته د کلیو او ځمکو د حریم د مساحت په اړه د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ لېږل شوی، راغلي چې د «مرعي» یا د حریم د مساحت ټاکل د علماوو د نظر له مخې تایید شوی او باید ټولو اړوندو ادارو ته په رسمي ډول واستول شي.
په دغه سند کې د حریم مساحت یو نیم شرعي میل ټاکل شوی، چې له شاوخوا شپږ زره شرعي ګزونو، درې زره دودیزو ګزونو یا نږدې ۲۷۰۰ مترو سره مساوي ګڼل کېږي.
د خاص کونړ یو شمېر قومي مشران وایي چې د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر ملا نجیب الله حقاني په دې سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره پر شاوخوا ۳۷۴ جریبه ځمکه یو ښارګوټی پرانیستی، خو په دې برخه کې د ملاهبت الله د حریم د مساحت په اړه حکم په سمه توګه نه دی عملي شوی.
د دوی په وینا، د کلیو او کورونو حریمونه تر پښو لاندې شوي او ځمکې د ځايي خلکو له لاسه وتلې دي.
قومي مشران ادعا کوي چې د طالبانو د ښار جوړونې وزارت ځینې نږدې کسان او ملګري د کلیو د ځمکو حریمونه په خپل منځ کې وېشي او بیا یې په پیسو پر نورو کسانو پلوري.
د دوی په وینا، یوازې د کونړ د یوې جهادي مدرسې مشر شاوخوا ۳۲ نومرې ځان ته اخیستې دي.
قومي مشران زیاتوي چې دوی خپل شکایتونه د طالبانو مشر ملاهبت الله او نورو اړوندو چارواکو ته رسولي او د ښار جوړونې وزارت، د کونړ ښار جوړونې ادارې او د ځمکو د غصب د مخنیوي ادارو ته یې عریضې هم کړې دي، خو تر اوسه کومه عملي پایله نه ده ترلاسه شوې.
دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې دغه موضوع جدي وڅیړي او د خلکو د حقونو خوندیتوب تضمین کړي.
د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر ملا نجیب الله حقاني، چې د کونړ اوسېدونکی دی، له دې مخکې د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر هم پاتې شوی دی.
د طالبانو د چارواکو د درغلیو په اړه وخت ناوخت راپورونه خپرېږي، خو طالبان ډېری دا ډول ادعاوې ردوي او په ځینو مواردو کې یې دوسیې پټې ساتي.