طالبان وايي تېرکال یې د پنجشېر تر ۱۱۱زره قیراطه ډېر زمرد پلورلي دي

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې یې د ۴مېلیونه او ۱۷۸زره ډالرو په ارزښت تر ۱۱۱زره قیراطه ډېر زمرد پلورلي دي. د هغه په وینا؛ د یاد ولایت دغه اندازه زمرد د ۲۳ ازاده داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.
