• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه وایي په کابل کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ادعا کړې، چې تېره شپه یې د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند په الوخېلو سیمه کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر برید کړی. یادې جبهې زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه برید په تړاو لاتراوسه طالبانو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

له ایران او پاکستان نه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱
 له ایران او پاکستان نه نږدې ۴زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۲۲مه) ۷۰۸ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۹۰۲ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۳۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۱کورنۍ د سپین بولدک له لارې، او ۱۲ کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ستنېدو په اړه نړۍوالو بنسټونو په وار، وار نیوکه کړې او د هغوی د خوندي ساتنې او باعزته لېږلو پر موضوع یې ټینګار کړی.
له بل پلوه د خيبر پښتونخوا سر وزیر سهيل اپریدی تېره ورځ د لنډي کوتل پنډغالي ته تللی او هلته يې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير او اسانتياوې ارزولې دي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې ایالتي حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابروي،؛ څو دغه بهير په باعزته او منظم ډول ترسره شي.

د بې‌ځایه شویو سازمان: د افغانستان کړکېچ د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت پورې تړلی دی

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان: د افغانستان کړکېچ د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت پورې تړلی دی
100%

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو سازمان مشر محمداشرف حیدري وایي، له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د هغو ټولنو اقتصادي مقاومت هم کمزوری کوي، چې لا له وړاندې له کړکېچن وضعیت سره مخ دي.

د هغه په وینا؛ د افغانستان کړکېچ د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو له وضعیت څخه جلا کېدای نه‌شي. نوموړي دغه څرګندونې د امریکا په بوسټون پوهنتون کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د بې‌ځایه کېدو مسله له عدالت، ټولنیز ګډون او سیاسي نظام له موضوعاتو سره نه بېلېدونکی تړاو لري او له دې اړخونو پرته د کډوالۍ ستونزې ته د دوامداره حل موندل ستونزمن کار دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د یاد سازمان د ښځو څانګې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې د یادې ډلې تګلاره ارزولې وه. د ارزونې پایلې ښيي، چې دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون سره په ټکر کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې نه یوازې نجونې او ښځې له زده‌کړو محرومې کړې دي؛ بلکې د هغوی پر ټولنیز حضور یې هم محدودیتونه لګولي او حتا د هغوی غږ او څېره یې هم «عورت» بللې ده.

طالبان وایي په لوګر کې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۱
طالبان وایي په لوګر کې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي
100%

په لوګر کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع‌الله زاهد خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز اړوند د اشنفور په سیمه کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي. د هغه په وینا؛ یاد ښارګوټی پر څه باندې ۲زره او ۱۴۳ جریبه ځمکه جوړېږي او د نقشې چارې یې هم پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ښارګوټي لپاره د ځمکې ټاکنه او لومړنۍ سروې ترسره شوې او په جوړېدو سره به یې سلګونه کډوالو او بېرته ستنېدونکو کورنیو ته د دایمي سرپناه اسانتیاوې برابرې شي.

په لوګر کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع‌الله زاهد ویلي، چې دا مهال په دغه ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي د خط اچونې چارې روانې دي او هرې ستنې شوې کورنۍ ته به ۵ بسوې ځمکه ورکړل شي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي، چې بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

رواداري بنسټ: په هرات کې پر شیعه‌ګانو ډزې «هدفي» برید وو

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
رواداري بنسټ: په هرات کې پر شیعه‌ګانو ډزې «هدفي» برید وو
100%

د رواداري بنسټ د شواهدو پر بنسټ ویلي، چې په هرات کې پر شیعه وګړو ترسره شوې ډزې یو هدفي او منظم برید وو. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې دا پېښه د نړیوالو معیارونو له‌مخې وڅېړي او په افغانستان کې د مذهبي لږکیو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي.

دې سازمان د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) په یوې خبرپاڼه کې د دې پېښې «هدفي» توب ته په اشارې ویلي، چې وسله‌والو بریدګرو د اوږدې مودې لپاره او د طالبانو امنیتي ځواکونو د ناوخته رسېدو له امله، نارینه له ښځو او ماشومانو جلا کړي او بیا یې پرې ډزې کړې دي.

رواداري بنسټ د طالبانو د حکومت د دې هېواد د وګړو د امنیت په ټینګښت کې کمزوريو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو د دې پېښې د قربانیانو د کره شمېر له خپرېدو مخنیوی کړی او معلوماتو ته یې د لاسرسي مخه نیولې ده.

طالبانو د دې پېښې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنه اعلان کړی، خو تر اوسه یې د بریدګرو د هویت په اړه هېڅ ډول جزییات نه‌دي ورکړي. رواداري سازمان دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دې سازمان د مذهبي لږکیو په نښه کول د بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د رواداري له مهمو غوښتنو څخه رڼې او بې‌پرې څېړنې، د عاملانو پېژندنه او سزا ورکول او د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د مذهبي لږکیو د امنیت ټینګښت دی.

طالبانو په خوست کې د یوې خصوصي راډيو تعلیمي خپرونې بندې کړې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
 طالبانو په خوست کې د یوې خصوصي راډيو تعلیمي خپرونې بندې کړې
100%

طالبانو په خوست کې د «لونګ» په نوم د یوې خصوصي راډیو خپرونې بندې کړې. د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغې چارې لامل د طالبانو د پوهنې وزارت له تعلیمي نصاب سره د یادې خپرونې ټکر بللی دی. د یادې راډيو مسوولینو بیا خبرداری ورکړی، که محدودیت دوام ومومي، نو خپل نشرات به وځنډوي.

په خوست کې د لونګ تعلیمي راډیو په فېسبوک‌پاڼه د خوست ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپاره شوي مکتوب کې د یادې راډیو ښوونیزې خپرونې د طالبانو د پوهنې وزارت له تعلیمي نصاب سره په ټکر کې بلل شوي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو په مکتوب کې لیکل شوي: «د دې لپاره چې ستاسو تعلیمي ښوونیزې خپرونې د پوهنې محترم وزارت له تعلیمي نصاب سره په ټکر کې دي، بناً تر څو پورې چې تاسو خپل مشکلات او ستونزې د پوهنې ریاست سره حل کړي نه‌وي، تر هغې پورې خپلې تعلیمي او ښوونیزې خپرونې بندې کړئ».

له دې سره سم، د لونګ تعلیمي راډیو مسوولینو په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د خوست ولایت لپاره د پوهنې ریاست په غوښتنه د اطلاعات او کلتور ریاست په مکتوبي امر خپلې ټولې درسي خپرونې قطع او تر هغې ځنډوي چې موضوع په هر اړخیز ډول بحث او وڅیړل شي.

دغې راډیو خبرداری ورکړی، که د طالبانو له لوري پرې محدودیتونه دوام ومومي، نو اړ کېږي چې خپل ټول نشرات وځنډوي.

د لونګ تعلیمي راډیو په فېسبوک‌پاڼه لیکل شوي: «دا چې لونګ راډیو په بشپړ ډول تعلیمي ده او ټول نشرات یې درسي خپرونې دي، ځکه نو دا یادونه هم کوو چې که محدودیت دوام پیدا کړي نو راډیو به هم خپل نشرات وځنډوي، ځکه چې په نشراتو کې له درسونو پرته نور څه لکه: خبرونه، تفرېح، تجارتي اعلانات او نورې معمولې خپرونې نه‌لرو».

تر دې مخکې هم په ډېریو ولایتونو کې د طالبانو د محدودیتونو له مله یو شمېر رسنیو خپلې چارې درولې دي.