• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو سازمان: په ايران کې افغان کډوال له شړلو او تبعيض سره مخ دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «هانا» په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په ايران کې مېشت افغان کډوال له زياتېدونکو فشارونو، جبري شړلو او سيستماتيک تبعيض سره مخامخ دي.

د راپور له مخې، دا وضعيت د وروستيو جګړو پر مهال او تر هغه وروسته لا پسې سخت شوی،که څه هم د شاوخوا ۴۰ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان شوی، خو د افغان کډوالو لپاره ګواښونه لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

راپور زياتوي، چې افغانان اوس هم د امنيتي فضا، د نيول کېدو له وېرې او د جبري ايستلو له اندېښنو سره ژوند کوي.

دغه بنسټ ټينګار کړی، چې د جګړې پر مهال ډېری افغان کډوال نه يوازې د سيمې له ناامنۍ اغېزمن شوي، بلکې د ايران دننه هم له پراخو پلټنو، تورونو او زياتېدونکو فشارونو سره مخ شوي، چې د دوی پر ورځني ژوند يې ژور اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د افغان کډوالو لپاره جګړه يوازې پوځي نښتې نه وې، بلکې هممهاله په کوربه هېواد کې له ټولنيزو او امنيتي فشارونو سره هم مل وه.

راپور همدارنګه د ځينو ډلو، په ځانګړي ډول د فاطمیون په تړاو د منفي فضا يادونه کړې او ويلي يې دي، چې دا چاره د افغانانو پر وړاندې د منفي ليد د زياتېدو لامل شوې ده.

خو ياد بنسټ ټينګار کوي، چې د يوې ځانګړې ډلې کړنې بايد د ميليونونو کډوالو پر وړاندې د فشار او يا هم د عمومي تورونو پلمه ونه ګرځي، او خبرداری يې ورکړی چې هېڅ ټولنه بايد د «ډله‌ييزې بدنامۍ» او جوړښتي تبعيض قرباني نه شي.

راپور دا هم يادونه کوي، چې د نړيوالو بشري حقونو له اصولو سره سم، جګړه‌ييز يا امنيتي شرايط د کډوالو د ډله‌ييز اخراج لپاره توجيه نه شي کېدای، او هېوادونه مکلف دي چې د جبري ستنولو د مخنيوي، د تبعيض د نه کولو او قانوني ملاتړ ته د لاسرسي اصول مراعات کړي.

بل خوا، د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د ايران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو د زياتېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دغو کسانو ته بېړنۍ بشري مرستې، ثبت او حقوقي خدماتو ته جدي اړتيا ده.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، له ميليونونو افغان کډوالو څخه شاوخوا ۱.۶۵ميليونه يې لږ تر لږه د استوګنې يو ډول سند لري، او نږدې ۹۹سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي.

راپور وايي، چې ډېری افغان کډوال د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، کرمان، فارس او قم په ولايتونو کې مېشت دي، او له همدې امله هر ډول امنيتي پېښه يا د ښاري خدمتونو ګډوډي کولای شي پر دوی ناانډوله اغېز وکړي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې آن د وروستيو نښتو څخه مخکې هم افغان کډوال په ايران کې د لوړې انفلاسيون، د ژوند د لګښتونو د زياتوالي، د کار محدود فرصتونو، د استوګنې سختو شرايطو او اخراجونو له ستونزو سره مخ وو.

د راپور له مخې، د بريدونو تر څنګ، په ايران کې د انټرنېټ پراخ بندښت هم د افغان کډوالو لپاره نوې ستونزې راولاړې کړې دي، ځکه په وروستيو اوونيو کې يې له خپلو کورنيو سره اړيکې نږدې ناممکنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پيل راهيسې تر اوسه ۸۶زره او ۲۵۳افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

مرستندويه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل به پر افغانستان، چې لا له وړاندې د اقتصادي بحران او د بنسټيزو خدمتونو له کمښت سره مخ دی، نور فشار هم زيات کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان د انديجان والي په کابل کې د اندیجان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې خبر ورکړ

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د ازبکستان د اندیجان والي عبدالرحمانوف او د دغه هېواد سفیر اویبیک عارف عثمانوف د کابل لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې په کابل کې د اندیجان د سوداګرۍ خونې له پرانېستې خبر ورکړ. دواړو لورو همداراز د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.

د اندیجان والي په دې کتنه کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او همداراز یې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د کابل او اندیجان ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا او په افغانستان کې د کانونو د اکتشاف او استخراج پر چارو ټینګار وکړ.

هغه وویل: «د ازبکستان د ولسمشر له لوري دنده ورسپارل شوې، څو له افغان ولس سره ښې او دوامدارې اړیکې ټینګې کړي».

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د ور ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د دوی د کابل والي امین‌الله عبید وویل، په افغانستان کې د سراسري امنیت له امله پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

امین‌الله عبید له ازبکستان څخه د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه او د سوداګرۍ، ترانسپورټ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو او په ځانګړې توګه د سوداګریزو چارو پر مخ د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو له بندېدو وروسته افغانستان هڅه کوي، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

رنګین دادفر سپنتا: په هرات کې د وژل شویو «یوازینی جرم» د دوی د مذهب توپیر و

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا ویلي، چې هرات ولايت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون۲۱ کسان د بېل مذهب د لرلو له امله په ډزو وژل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د دغو کسانو «يوازينی جرم» د دوی د مذهب توپير و.

سپنتا په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي:«دا ټول وحشت يوازې د هغې تاريخي بربريت له فکره سرچينه اخلي، چې نن زموږ پر هېواد واکمن شوی دی.»

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ موټرسایکل سپرو بريدګرو د هرات د انجيل ولسوالۍ د «ده‌ميري» کلي ته ورغلي او هغه ملکي وګړي يې په ډزو ويشتلي، چې د تفريح لپاره هلته تللي وو.

سرچينې وايي، چې وژل شوي ډېری کسان د شيعه مذهب پيروان وو.

بلخوا، طالبانو ادعا کړې چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. دې ډلې ويلي، چې د پېښې په تړاو يې يو شکمن کس هم نيولی دی.

تر اوسه کومې ډلې د هرات د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

په همدې حال کې، د طالبانو يو شمېر منتقدين وايي، چې دا بريد د طالبانو په همغږۍ ترسره شوی او دا ډله د نورو مذهبونو پر وړاندې د کرکې په خپرولو تورنه ده.

د بشري حقونو د مدافعینو فډراسیون د هرات د وروستۍ پېښې د رڼو څېړنو غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فډراسیون د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د وسله‌وال برید په تړاو خپله ژوره انېښنه څرګنده کړې او د یادې پېښې د رڼو څېړنو غوښتنه یې کړې.

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فډراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ولسي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی د بشري حقونو او انساني کرامت له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه فډراسیون زیاته کړې: «د دغه ډول پېښو دوام، په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو د اندېښمنونکي وضعیت ښکارندويي کوي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري».

د بشري حقونو اړوند دغه فډراسیون د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې د رڼې څېړنې، عاملینو ته یې تر پېژندنې وروسته د سزا ورکړې او همداراز د ولسي وګړو د خوندینې لپاره د لازمو تابیاو د نیولو غوښتنه کړې ده.

فډراسیون له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د ورته پېښو مخنیوي ته باید په جدي توګه پام وکړي او له افغان ولس څخه د ملاتړ لپاره عملي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.

د بشري حقونو دغه بنسټ همداراز ویلي: «د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا حل لاره نه‌ده، له انسانانو ساتنه یو ګډ مسوولیت دی».

طالبانو د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې د لږ تر لږه ۱۱ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپیان کېدو او همداراز د دې پېښې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پخلی کړی دی. خو تر اوسه دې ډلې د یادې پېښې د عاملانو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

طالبانو په کندز او غزني کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کندوز او غزني کې یې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي. د دغې محکمې په وینا، یاد کسان د اخلاقي فساد او غلا په تور له ۲۵ تر ۳۰ دُرو وهل شوي او همداراز له یو تر درېیو کلونو په بند هم محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کندز د قلعه‌زال ولسوالۍ ابتداییه محکمې ۲ کسان د اخلاقي فساد په تړاو پر سزاوو محکوم کړي او د یادې محکمې د پرېکړې له‌مخې یاد کسان نن (یکشنبه د وري ۲۳مه) یو یې ۲۵ دُرې او بل یې ۳۰ دُرې ووهل شول. له یادو کسانو یو یې په ۳ کاله او بل یې په یونیم کال بند هم محکوم شوي دي.

له دې سره سم، د غزني د ګيلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ابتداییه محکمې د پرېکړې پر بنسټ هم يو کس د غلا په تړاو ۳۰ دُرې وهل شوی او همداراز پر یوه کال بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، یادې پرېکړې د دوی د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته تطبیق شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د قضایي بدني سزاګانو ورکړه، چې په وینا یې تش په نامه د «اخلاقي جرمونو» لپاره ورکول کېږي، د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د پولیو واکسین لومړنی کمپاین پیل شو

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د پولیو ضد لومړني سراسري کمپاین په ترڅ کې به په افغانستان کې ۱۲،۶ میلیونه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

یونیسف ویلي چې د پولیو واکسین یوازې دوه څاڅکي کولی شي یو ماشوم د تل لپاره له دې ګواښونکې ناروغۍ وساتي او ټینګار یې کړی چې پراخ واکسیناسیون د دې ناروغۍ د ختمېدو یوازینۍ لاره ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ پیل شوی او درې ورځې به په ټول هېواد کې دوام وکړي.

د وزارت په وینا، په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله کمپاین ځنډول شوی او په غور کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د دې پروګرام په ترڅ کې به د پولیو واکسین تر څنګ، د ۶تر ۵۹میاشتو ماشومانو ته ویټامین «A» هم ورکړل شي، چې د معافیت سیستم پیاوړتیا او د سترګو او پوستکي د روغتیا لپاره مهم بلل کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، ویلي چې د دې کمپاین اصلي موخه د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی او په هېواد کې د دې ناروغۍ بشپړ له منځه وړل دي.

د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د پولیو ۲۵مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۵کال کې دا شمېر ۹ته راکم شوی چې د ۶۴سلنې کموالی ښيي.

یادې پېښې په بادغیس، نیمروز، هلمند، ارزګان، پکتیکا، پکتیا او کنر ولایتونو کې ثبت شوې دي، چې دا سیمې لا هم د جغرافیایي ستونزو او د روغتیايي امکاناتو د کمښت له امله له ننګونو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې پخوا د پولیو واکسین کمپاینونه کور په کور ترسره کېدل، خو طالبانو د تېر کال له سپتمبر راهیسې دا طریقه او د ښځو ګډون بند کړی او اوس واکسین یوازې په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې ترسره کېږي.