• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱

په کابل کې د قزاقستان سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ، د وري ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دې ډلې د ریاست الوزرا د دفتر له رییس عبدالواسع سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هېواد پانګونې ته چمتووالی ښودلی او همدارنګه دغه هېواد غواړي چې د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د تورغونډۍ - هرات-کندهار- سپین بولدک په رېل پټلۍ کې قزاقستان له دې وړاندې هم د پانګونې اعلان کړی و.

د طالبانو د ارګ په وینا، د قزاقستان سفیر ویلي، چې د اقتصادي شریک په توګه یې افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو اجازه ورکړې او دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا پراخه کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو امربالمعروف له محتسبانو غوښتي چې د کوکنارو اړولو لپاره دې کورونو ته نه ننوځي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کندهار امربالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې له محتسبانو پکې د ملاهبت الله د یو فرمان پر بنسټ د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو په موخه کورونو او باغچو ته د نه ننوتلو، غوښتنه شوې.

د طالبانو د کندهار د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست په یوه رسمي مکتوب کې، چې د وري میاشتې پر۱۶مه صادر شوی، خپلو محتسبانو او دیني عالمانو ته لارښوونه کړې چې د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په مکتوب کې ویل شوي چې دا لارښوونې د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ دي او ټینګار شوی چې د محتسبانو مسوولیت یوازې تبلیغ او پوهاوی دی.

یاد ریاست ویلي چې محتسبان او اړوند کسان د خلکو کورونو او باغچو ته د تلاشي په موخه نه شي ورتلای.

د مکتوب له مخې، د طالبانو د امربالمعروف قانون د لسمې مادې د څلورم بند پر بنسټ، هېڅوک نه شي کولی چې د خلکو شخصي حریم ته ننوځي او نه هم دا حق لري چې یوازې یا د نورو ادارو په همغږۍ د چا کور یا باغچه وپلټي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت منع اعلان کړی، خو راپورونه ښيي چې په ځینو جنوبي او شمالي ولایتونو کې لا هم یو شمېر خلک په خپلو کورونو او باغچو کې کوکنار کري.

د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې د طالبانو محتسبان او مسوولان د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال د خلکو له مقاومت سره مخ شوي، چې یونیم ځل مرګ‌ژوبله شوې ده.

که څه هم طالبان د کوکنارو لپاره د بدیل کښت خبره کوي، خو بزګران وایي چې تر اوسه ورته عملي او وړ بدیل نه دی برابر شوی.

طالبانو له ازبکستان نه افغان سوداګرو ته د ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر له ازبکستاني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې له ازبکستان سره په ګډه کرنیز محصولات تولید او پروسس کړي او د سیمې بازارونو ته یې صادر کړي. نوموړي افغان سوداګرو ته د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې عطاالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له سفیر اوبیک عثمانوف او د دغه هېواد له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پرمهال له افغانستان څخه د غوښې صادراتو، د ازبکستان له لوري د کرنیزو وسایلو برابرولو، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د چرګوړو او هګیو وارداتو، اصلاح شويو تخمونو، د حیرتان په بندر کې د قرنطین مرکز جوړولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او له دغه هېواد څخه یې د سوداګرو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د اندیجان والي له افغانستان څخه ازبکستان ته د غوښې د صادراتو د پیل کېدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د طالبانو او ازبکستان د چارواکو او سوداګرو ترمنځ دا لیدنه پرداسې مهال شوې، چې تېره اونۍ د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د فرغانې په ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه هوکړه لیک لاسلیک شوی.

د طالبانو د پوهنې وزیر وايي چې دوی «د افغانستان اصلي وارثـان او مالکان» دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او له شپږم پورته ښوونځیو دروازې تړل شوې، د طالبانو د پوهنې وزیر وايي، باید د هېواد دننه د علم او پوهې د کچې لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي. نوموړي ویلي، چې دوی «د افغانستان اصلي وارثان او مالکان» دي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا زیاته کړې چې دوی «د افغانستان اصلی وارثان او مالکان دي» او د هېواد د پرمختګ لپاره د نظام ساتنه، د امیر اطاعت او د ولس خدمت اړین دي.

هغه ټینګار کړی چې د علم له لارې هېواد ځان‌بسيا کولی شي او باید کدرونه و روزل شي، چې پرمختللي وسایل او ماشینري جوړه کړای شي.

بلخوا، د طالبانو د چارو د سمون ادارې مشر نورالحق انور هم د علم او پوهې پر کیفیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې علم رڼا راولي او پوهه د ټولنې د اصلاح وسیله ده، نو باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د طالبانو د ازموینو عمومي رییس عبدالباقي حقاني ویلي چې د هېواد ځوانان حق لري «افغاني او اسلامي نظریه ور انتقال شي او د بهرنیو نظریو مخنیوی وشي».

نوموړي د پخواني نظام یادونه کړې او ویلي یې دي چې په هغه وخت کې ځوانانو ته بهرني نظریات رسېدل، خو د دیني اړخ اړتیاوې نه پوره کېدې، چې دده په وینا، دغه وضعیت د ټول هېواد لپاره سر خوږی جوړ کړې و.

طالبانو له شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې او ښځې او نجونې یې له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې کړې دي.

په کوردننه او بهر پر طالبانو نیوکې کیږي، چې په ادارو کې د خپلې ډلې افرادو ته ځای ور کوي او مسلکي کاردونه او لوستي خلک یې په کور کښېناستلو او یا بهر ته په تګ اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو استازځي د هرات پېښې په تړاو له طالبانو نه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د جمعې ورځې د ډزو پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواشیني ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او ډاډمنه کړي، چې ټول وګړي له وسله وال تاوتریخوالي خوندي دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د اپرېل پر ۱۰مه، نامعلومو وسله والو د هرات ولایت د انجیل او زنده‌جان ولسوالیو ترمنځ د ده مري په سیمه کې، د یوه شیعه زیارت مخې ته د تفریح لپاره پر راغونډو شویو خلکو ډزې وکړې.

یوناما تایید کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یوناما سرپرستې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جیوټې ګانګن وویل:«موږ د دې وحشتناک جرم له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله لرو.»

هغې له طالبانو غوښتنه کړې، چې په دې اړه یوه هر اړخیزه څېړنه و کړي او ډاډمنه کړي، چې په ټول افغانستان کې ټولې ټولنې له وسله وال تاوتریخوالي خوندي دي.

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین د څلورم لاټ سړک رغنیزې چارې پیل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲،۳ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د کابل – غزني دویم لین سړک چې ټولټال ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ، درېیمې او پنځمې برخې د رغولو چارې تېر کال پیل شوې وې.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن یکشنبه، د وري ۲۳مه ویلي، چې د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک د رغولو چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي چې دا مهال یې چارې پیل دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد سړک په اوږدو کې د ۲ لویو پلونو، ۱۷۴ پلګوټو، ۱۱۷۷ متره ډبرینو دېوالونو او ۱۹۹۰ متره اوسپنیزو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

دوی زیاتوي، چې دا مهال دیادې پروژې د ۱۰ کیلومتره سړک د اوارولو، ډکولو، د ۲۰ پلګوټو د کیندلو او د سید اباد ولسوالۍ د ستر پله د کیندلو چارې روانې دي او همدا رنګه ۱۲ پلګوټي د کانکریټ اچونې لپاره چمتو دي، چې چارې به یې پیل شي.

طالبانو ددې پروژې د مودې، تمویل او لګښت په اړه معلومات نه دي ورکړي.