نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوې ډیلی د چین له لوري پر هغو سیمو د «نوم ایښودنې» هره هڅه ردوي، چې د هند د خاورې برخه ګڼل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوې ډیلی د چین له لوري پر هغو سیمو د «نوم ایښودنې» هره هڅه ردوي، چې د هند د خاورې برخه ګڼل کېږي.
جیسوال د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د چین دا ډول اقدامات، ناسمې ادعاوې او د بېبنسته روایتونو جوړول نه شي کولای چې شته او نه انکار کېدونکي واقعیتونه بدل کړي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د اروناچل پردېش په څېر سیمې د هند نه بېلېدونکې برخې دي او دا وضعیت به په تېر، اوس او راتلونکي کې هم بدلون ونه مومي.
هغه زیاته کړې، چې د چین دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو روانې هڅې کمزورې کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له چین غوښتي، چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي او پر ځای یې د خبرو، تفاهم او ثبات لپاره ژمنتیا وښيي.