طالبان: سږکال په لغمان کې د بادرنګو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

په لغمان کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال د دغه ولایت په شنوخونو کې د کرل شویو بادرنګو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ریاست په وینا، تېر کال شاوخوا ۴زره ټنه بادرنګ راټول کړل شوي وو؛ خو سږکال دغه کچه ۵۱۶۰ ټنو ته رسېدلې ده.
