د بېځایه شویو سازمان: د افغانستان کړکېچ د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت پورې تړلی دی

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو سازمان مشر محمداشرف حیدري وایي، له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي؛ بلکې د هغو ټولنو اقتصادي مقاومت هم کمزوری کوي، چې لا له وړاندې له کړکېچن وضعیت سره مخ دي.
