په نیمروز کې د طالبانو د کرنې رییس په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی

د طالبانو د کرنې وزارت یکشنبه (د وري۲۳مه) منلې، چې په نیمروز ولایت کې د یادې ډلې د کرنې رییس نیازمحمد وهاج په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی. د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې شوې ده.
