• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د مدافعینو فډراسیون د هرات د وروستۍ پېښې د رڼو څېړنو غوښتنه کړې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فډراسیون د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د وسله‌وال برید په تړاو خپله ژوره انېښنه څرګنده کړې او د یادې پېښې د رڼو څېړنو غوښتنه یې کړې.

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فډراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ولسي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی د بشري حقونو او انساني کرامت له اساسي اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه فډراسیون زیاته کړې: «د دغه ډول پېښو دوام، په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو د اندېښمنونکي وضعیت ښکارندويي کوي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري».

د بشري حقونو اړوند دغه فډراسیون د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې د رڼې څېړنې، عاملینو ته یې تر پېژندنې وروسته د سزا ورکړې او همداراز د ولسي وګړو د خوندینې لپاره د لازمو تابیاو د نیولو غوښتنه کړې ده.

فډراسیون له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د ورته پېښو مخنیوي ته باید په جدي توګه پام وکړي او له افغان ولس څخه د ملاتړ لپاره عملي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.

د بشري حقونو دغه بنسټ همداراز ویلي: «د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپتیا حل لاره نه‌ده، له انسانانو ساتنه یو ګډ مسوولیت دی».

طالبانو د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې د لږ تر لږه ۱۱ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپیان کېدو او همداراز د دې پېښې په تړاو د یوه مشکوک کس د نیول کېدو پخلی کړی دی. خو تر اوسه دې ډلې د یادې پېښې د عاملانو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندز او غزني کې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کندوز او غزني کې یې ۳ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي. د دغې محکمې په وینا، یاد کسان د اخلاقي فساد او غلا په تور له ۲۵ تر ۳۰ دُرو وهل شوي او همداراز له یو تر درېیو کلونو په بند هم محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کندز د قلعه‌زال ولسوالۍ ابتداییه محکمې ۲ کسان د اخلاقي فساد په تړاو پر سزاوو محکوم کړي او د یادې محکمې د پرېکړې له‌مخې یاد کسان نن (یکشنبه د وري ۲۳مه) یو یې ۲۵ دُرې او بل یې ۳۰ دُرې ووهل شول. له یادو کسانو یو یې په ۳ کاله او بل یې په یونیم کال بند هم محکوم شوي دي.

له دې سره سم، د غزني د ګيلان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ابتداییه محکمې د پرېکړې پر بنسټ هم يو کس د غلا په تړاو ۳۰ دُرې وهل شوی او همداراز پر یوه کال بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، یادې پرېکړې د دوی د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته تطبیق شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د قضایي بدني سزاګانو ورکړه، چې په وینا یې تش په نامه د «اخلاقي جرمونو» لپاره ورکول کېږي، د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د پولیو واکسین لومړنی کمپاین پیل شو

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د پولیو ضد لومړني سراسري کمپاین په ترڅ کې به په افغانستان کې ۱۲،۶ میلیونه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

یونیسف ویلي چې د پولیو واکسین یوازې دوه څاڅکي کولی شي یو ماشوم د تل لپاره له دې ګواښونکې ناروغۍ وساتي او ټینګار یې کړی چې پراخ واکسیناسیون د دې ناروغۍ د ختمېدو یوازینۍ لاره ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کمپاین د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ پیل شوی او درې ورځې به په ټول هېواد کې دوام وکړي.

د وزارت په وینا، په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله کمپاین ځنډول شوی او په غور کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د دې پروګرام په ترڅ کې به د پولیو واکسین تر څنګ، د ۶تر ۵۹میاشتو ماشومانو ته ویټامین «A» هم ورکړل شي، چې د معافیت سیستم پیاوړتیا او د سترګو او پوستکي د روغتیا لپاره مهم بلل کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، ویلي چې د دې کمپاین اصلي موخه د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی او په هېواد کې د دې ناروغۍ بشپړ له منځه وړل دي.

د نړیوال روغتیا سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴کال کې د پولیو ۲۵مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۵کال کې دا شمېر ۹ته راکم شوی چې د ۶۴سلنې کموالی ښيي.

یادې پېښې په بادغیس، نیمروز، هلمند، ارزګان، پکتیکا، پکتیا او کنر ولایتونو کې ثبت شوې دي، چې دا سیمې لا هم د جغرافیایي ستونزو او د روغتیايي امکاناتو د کمښت له امله له ننګونو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې پخوا د پولیو واکسین کمپاینونه کور په کور ترسره کېدل، خو طالبانو د تېر کال له سپتمبر راهیسې دا طریقه او د ښځو ګډون بند کړی او اوس واکسین یوازې په جوماتونو او روغتیايي مرکزونو کې ترسره کېږي.

چین واخان دهلیز ته څېرمه د «سینلینګ» په نامه نوی اداري واحد اعلان کړی

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

چین په سینکیانګ ایالت کې له پاکستاني کشمیر او افغانستان سره نږدې یوه نوې اداري سیمه جوړه کړې ده، چې د واخان دهلېز ته نږدې سیمه ګڼل کېږي. دا نوی اداري واحد چې «سینلینګ» نومېږي، قراقرم غرونو او هغې سرحدي سیمې ته نږدې دی چې سینکیانګ له پاکستاني کشمیر او افغانستان سره نښلوي.

دا په وروستي څه باندې یو کال کې درېیم اداري واحد دی، چې په دې سیمه کې جوړیږي.

د سینکیانګ د اویغور سیمې حکومت د مارچ پر۲۶مه د سینلینګ د جوړېدو اعلان کړی دی.

دا سیمه به د کاشغر ولایت تر ادارې لاندې وي. د راپور له مخې، د دې سیمې دقیق اداري حدود لا نه دي اعلان شوي.

کاشغر چې دا نوی واحد به ترې اداره کېږي، د لرغونې ورېښمو لارې په مسیرونو کې موقعیت لري او د چین-پاکستان له اقتصادي دهلېزسره هم تړاو لري.

د سینکیانګ لوېدیزو سرحدي سیمو او افغانستان پورې اړوندې امنیتي اندېښنې هم د دغه اقدام تر شا موجودې دي.

چین مخکې هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې په ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) پورې تړلي وسله‌وال د واخان دهلېز له لارې سینکیانګ ته د ننوتلو هڅه کوي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د رپوټ له مخې، د فودان پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو انستیتوت پروفیسور لین منوانګ ویلي چې دا اقدام «د دې سیمې د ستراتیژیک اهمیت ښيي».

هغه زیاتوي چې د واخان دهلېز د دې پرېکړې په ستراتیژۍ کې مهم رول لري.

د سټیمسن مرکز لوړپوړې څېړونکې یون سن ویلي چې دا نوی اداري واحد د «سیمه‌ییزې کچې د حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره یو ګام دی، څو کنټرول زیات شي».

د نورستان قومي مشران: په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې خلک له قحطۍ سره مخ دي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که د هوا له لارې خوراکي توکي ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو نن یکشنبه، د وري پر ۲۳مه وویل چې ددغو ولسوالیو لارې له شاوخوا دوه میاشتو راهسې د خلکو پر مخ تړل شوې دي خو لا تر اوسه طالبانو ددې لارې د پرانېستلو لپاره کومه هڅه نه ده کړې او د بدیلو لارو د جوړېدو ژمنې کوي.

دوی زیاتوی، چې د لارو د تړل کېدو له امله د اوړو په ګډون ټول خوراک توکي خلاص شوي دي او په کلینیکونو کې درمل نه پیدا کېږي.

یو قومي مشر وویل:« د خوراکي توکو د خلاصېد ترڅنګ په کلینیکونو کې درمل نشه او که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي، نو یو انساني مرګونی ناروین په لاره دی.»

د قومي مشرانو په وینا، څو ورځې وړاندې څو تنو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو له لوري د بدیلو لارو جوړېدو د ژمنو په غبرګون کې د نورستان قومي مشران وايي، چې د بدیلو لارو په اوږدو کې واورې دي او ددې لارې جوړېدل میاشتې وخت نیسي.

دوی وړاندیز وکړ، چې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ له لارې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته د غځېدلې لارې د بېرته پرانېستلو لپاره د طالبانو درې امنیتي پوستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو راډیو تېره ورځ د وري پر ۲۲مه ویلي، چې د نورستان والي زين العابدين عابد سپارښتنه کړې، چې د سړک د رغونې چارې ژر پيل شي، څو د کامدېش او برګمټال د ولسونو ستونزې زر اوارې شي.

د نورستان د کامدېش او برګمټال ولسوالیو قومي مشرانو د وري پر ۲۱مه افغانستان ته انټرنشنل ته وویل، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او پرګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره له دوو میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» هم تایید کړې چې د سیمې اوسېدونکي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او لاره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د ډزو له امله د ملکي وګړو او مرستندویه بنسټونو پر مخ تړلې ده.

طالبان وايي قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱

په کابل کې د قزاقستان سفیر د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ، د وري ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف د دې ډلې د ریاست الوزرا د دفتر له رییس عبدالواسع سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هېواد پانګونې ته چمتووالی ښودلی او همدارنګه دغه هېواد غواړي چې د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

د تورغونډۍ - هرات-کندهار- سپین بولدک په رېل پټلۍ کې قزاقستان له دې وړاندې هم د پانګونې اعلان کړی و.

د طالبانو د ارګ په وینا، د قزاقستان سفیر ویلي، چې د اقتصادي شریک په توګه یې افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو اجازه ورکړې او دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا پراخه کړي.