• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د پولیسو پر موټر ډزو کې درې پولیس وژل شوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د ګلګت بلتستان ایالت د دیامر ولسوالۍ اړوند چېلاس سیمه کې وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې کړې دي او درې پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو د پولیسو پر هغه ټیم ډزې وکړې چې د نیول شویو نشه‌یي توکو د له منځه وړلو په عملیاتو بوخت وو.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې د پولیسو یو لوړپوړی افسر هم شامل دی. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي چې سیمې ته د پولیسو زیات ځواک استول شوی او د برید کوونکو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي.

د پاکستاني سرچینو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي او تر اوسه د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دیامر کې د وسله والو مختلفې ډلې فعالې دي، چې یوه پکې د ټي ټي پي د پنجابي طالبانو د پخواني مشر عصمت الله معاویه جنود حفصه ډله ده.

ترویج لرونکی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي
۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي

۲

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۳

تاجکستان د افغان کارګرو د جذب لپاره ځانګړې ونډه اعلان کړه

۴

چین واخان دهلیز ته څېرمه د «سینلینګ» په نامه نوی اداري واحد اعلان کړی

۵

د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۱

ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي، چې دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې د اعدام تر ټولو ستر شمېر بلل شوی. د بشري حقونو دوو سازمانونو په خپل ګډ رپوټ کې خبرداری ورکړی چې که اوسنی کړکېچ وغځیږي او حکومت پر ځای پاتې شي، امکان شته چې اعدام لا ډېر د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي.

د اعدامونو دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د ۹۷۵ کسانو په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې کې ۴۸ ښځې هم شاملې دي چې اعدام شوې دي. رپوټ وايي چې دا شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه ډېر اعدامونه په رسمي رسنیو کې نه خپرېږي او د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن وي.

د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې هره ورځ په منځني ډول له څلورو څخه تر پنځو کسانو پورې اعدام شوي دي.

دا هم ویل شوي چې دا په ۲۰۰۸ کال کې د اعدامونو د ثبت له پیلولو راهیسې تر ټولو ستر شمېر دی او همدارنګه له ۱۹۸۹ کال وروسته تر ټولو ډېر رپوټ شوي اعدامونه دي.

رپوټ دا اندېښنه هم څرګندوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له اعتراضونو وروسته نیول شوي سلګونه کسان لا هم د مرګ له سزا سره مخ دي.

دغه اعتراضونه د حکومت له ځپونکو اقداماتو سره مخ شول، چې د بشري حقونو د ډلو په وینا، زرګونه کسان پکې ووژل شول او لسګونه زره نور ونیول شول.

د رپوټ له مخې، د اسلامي جمهوریت حکومت هڅه کړې چې د پرله پسې اعدامونو له لارې ویره خپره کړي، څو د نورو اعتراضونو مخه ونیسي او خپل واک وغځوي.

همدارنګه ویل شوي چې حتا د هغو شخړو پر مهال چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې پیل شوې او ایران له بهرنیو هېوادونو سره په جګړه کې ښکېل شوی، بیا هم څو کسان اعدام شوي دي. په دغو کسانو کې هغه افراد هم شامل دي چې د حکومت له مخالفو ډلو سره د تړاو او یا د جاسوسۍ په تورونو محکوم شوي وو.

رپوټ زیاتوي چې د اعدام سزا ډېری وخت د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي او قومي لږکي، په ځانګړي ډول کردان او بلوچان، تر ټولو ډېر هدف ګرځي.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې، دا ډلې چې اکثره د سني مذهب پیروان دي، د هېواد په لوېدیځ او سوېل ختیزو سیمو کې ژوند کوي او له تبعیض او سخت چلند سره مخ دي.

وېکټور اوربان د هنګري په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه او پیټر مادیار واک ته ورسېد

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د هنګري ښي اړخي لومړي وزیر وېکټور اوربان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله. په دې سره، په اروپا کې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین متحد له شپاړس کلونو واکمنۍ وروسته له واک څخه لرې کېږي.

دا ټاکنې چې د رای ورکوونکو له بې‌ساري ګډون سره مل وې، د پیټر مادیار په مشرۍ د «تیسا» ګوند د پرېکنده بریا لامل شوې. اوربان خپله ماتې ومنله او د ټاکنو پایلې یې دردونکې وبللې.

د لومړنیو پایلو پر بنسټ، د ۸۱ سلنه رایو په شمېرلو سره، «تیسا» ګوند تر اوسه د پارلمان له ۱۹۹ څوکیو څخه ۱۳۵ یې ګټلي دي. د اوربان په مشرۍ «فیدز» ګوند په دویم ځای کې راغلی دی.

اوربان د یکشنبې په ورځ د خپل ګوند ټاکنیز مرکز ته لاړ او هلته یې وویل: «د ټاکنو پایلې لا وروستۍ نه‌دي، خو وضعیت روښانه دی. پایله زموږ لپاره دردونکې، خو ښکاره ده.»

د راپورونو له‌مخې، په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۷۹ سلنې ته رسېدلی چې د څلورو کلونو وړاندې ټاکنو پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

پیټر مادیار د اورپا تر ټولو جنجالي څېره له واکه لرې کړه
100%
پیټر مادیار د اورپا تر ټولو جنجالي څېره له واکه لرې کړه

د «تیسا» ګوند بریا کولی شي د اروپایي ټولنې، اوکراین او ان د امریکا او روسیې د سیاستونو لپاره پراخې پایلې ولري. تمه کېږي، چې د هنګري او اروپایي ټولنې ترمنځ د مخالفتونو په پای ته رسېدو سره، اوکراین ته د ۹۰میلیارده یورو پور ورکولو او همدارنګه له هنګري سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د خلاصون لاره هواره شي.

اوربان په وار وار د اوکراین په اړه د مهمو پرېکړو په ویټو کولو سره د اروپایي ټولنې نظم ګډوډ کړی وو او دا اندېښنې یې راپارولې وې، چې هغه له دننه څخه د اروپایي ټولنې د پاشل کېدو په لټه کې دی.

دا پېښه به په ټوله نړۍ کې د سخت دریځو ښي اړخو خوځښتونو ترمنځ هم انعکاس ولري. دې ډلو، د امریکا په ګډون، اوربان ته د یوې داسې بېلګې په توګه کتل چې څنګه کېدای شي له ملي‌پال پاپولیزم څخه په کلتوري شخړو کې کار واخیستل شي او د دولتي ځواک له لارې مخالفین کمزوري شي.

د «تیسا» ګوند مشر، چې یو وخت د اوربان له وفادارو کسانو څخه وو، ژمنه کړې چې له فساد سره به مبارزه وکړي او د قضاییه قوې او نورو بنسټونو خپلواکي به بېرته احیا کړي.

اوربان چې د ښي اړخو سیاستونو د ملاتړ او له اوکراین څخه د اروپا پر ملاتړ د نیوکو له امله د پوتین او ټرمپ د حکومتونو د پام وړ ګرځېدلی وو، په دې وروستیو کلونو کې د اقتصادي رکود او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله له کورنیو نیوکو سره مخ وو. پیټر مادیار وتوانېد چې دا عامه ناخوښي د ځان په ګټه وکاروي.

په هنګري کې دا سیاسي بدلون نه یوازې د دغه هېواد د کورني قدرت جوړښت بدل کړی، بلکې له اروپایي ټولنې سره به یې پر مناسباتو او ان د روسیې او امریکا پر اړیکو هم اغېز ولري.

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوې ډیلی د چین له لوري پر هغو سیمو د «نوم ایښودنې» هره هڅه ردوي، چې د هند د خاورې برخه ګڼل کېږي.

جیسوال د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د چین دا ډول اقدامات، ناسمې ادعاوې او د بې‌بنسته روایتونو جوړول نه شي کولای چې شته او نه انکار کېدونکي واقعیتونه بدل کړي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د اروناچل پردېش په څېر سیمې د هند نه بېلېدونکې برخې دي او دا وضعیت به په تېر، اوس او راتلونکي کې هم بدلون ونه مومي.

هغه زیاته کړې، چې د چین دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو روانې هڅې کمزورې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له چین غوښتي، چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي او پر ځای یې د خبرو، تفاهم او ثبات لپاره ژمنتیا وښيي.

په هنګري کې پارلماني ټاکنې وشوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د هنګري خلکو د یکشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې، چې کولی شي د لومړي وزیر ویکتور اوربان ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسوي. اوربان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلک ملګری دی.

د هنګري د پارلمان د ۱۹۹ څوکیو لپاره رایه اچونه د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت سهار ۶ بجې پیل شوه او د ماښام تر ۷ بجو پورې به دوام وکړي.

د رویټرز په وینا، د اوربان واکمن فیدز ګوند د پیټر ماګیار په مشرۍ دله نوي مرکزي ښي اړخي تیسا ګوند څخه له ۷ تر ۹ سلنې پورې وروسته دی.

د راپور له مخې، د تیسا عامه ملاتړ له ۳۸ څخه تر ۴۱ سلنې پورې اټکل شوی دی.

پر یوه بازار د نایجریا د پوځ د الوتکو په برید کې د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو ویره ښودل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د نایجیریا د پوځ الوتکو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوبې ایالت په یوه کلي کې پر بازار برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو وېره ښودل شوې ده. ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي چې برید د شنبې په شپه د اسلامي وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو پرمهال شوی.

د نایجیریا هوايي ځواک ویلي چې په جیللي سیمه کې یې د بوکو حرام وسله‌وال وژلي دي، خو په رسمي اعلامیه کې یې د بازار د هدف ګرځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه ځواک د نورو پوښتنو ځواب هم نه دی ورکړی.

د سیمې د شورا یو غړي لوان زنا نور ګیدم ویلي چې دا برید د جیللي په بازار کې شوی او د ده په وینا تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. هغه ویلي چې ټپیان د یوبې او بورنو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، درې نورو اوسېدونکو او د یوې نړیوالې بشري مرستندویه ادارې یوه چارواکي هم د دې پېښې او د لوړو تلفاتو احتمال تایید کړی دی.