تاجکستان د افغان کارګرو د جذب لپاره ځانګړې ونډه اعلان کړه

د تاجکستان حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان د کډوالو کارګرو د جذب لپاره یې ځانګړې ونډه (کوټه) ټاکلې ده.

د تاجکستان حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان د کډوالو کارګرو د جذب لپاره یې ځانګړې ونډه (کوټه) ټاکلې ده.
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد د روان میلادي کال لپاره د ۵۲۰افغان کارګرو د ګمارنې پرېکړه تصویب کړې ده.
د معلوماتو له مخې، له دې شمېر څخه به ۴۲۰تنه په پلازمېنه دوشنبه کې په کار بوخت شي.
تر دې وړاندې، د تاجکستان چارواکو ویلي وو چې دا هېواد په ټولیز ډول د شاوخوا ۵۵۰۰ بهرنیو کارګرو د جذب پلان لري.
د حکومت د پرېکړې له مخې، له دې کارګرو څخه به له ۳۲۰۰ډېر کسان دوشنبه ته، نږدې ۱۲۰۰تنه د مرکزي ادارې اړوندو سیمو ته، له ۷۰۰ډېر کسان د سغد ولایت ته، ۳۱۰تنه ختلان ته او ۶۰تنه بدخشان ته واستول شي.
چارواکو ویلي، دا ګام د کار د بازار اړتیاوو پوره کولو او د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره اخیستل شوی دی.

د افغانستان د مخېکني اسلامي جمهوريت د ډيپلوماتيکو او قونسلګريو د استازوليو د همغږۍ شورا په هرات ولايت کې پر شيعه وګړو وروستی بريد په کلکه غندلی دی. یادې شورا په یوې اعلامیه کې له ملګروملتونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د دې پېښې په تړاو دې رڼې پلټنې وکړي.
دې بنسټ د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره دا پېښه په افغانستان کې د مذهبي لږکيو پر وړاندې د تاوتريخوالي د اندېښمن کوونکي بهير برخه بللې ده. شورا خبرداری ورکړی چې دا ډول بريدونه په ټولنه کې وېره، ناامنۍ او بېلتون ته لاره هواروي. په اعلاميه کې دا هم ټينګار شوی هغه تګلارې او روايتونه چې د شيعه ټولنې ګوښه کېدو ته لار هواروي، کولای شي د لا زيات تبعيض او تاوتريخوالي لامل شي.
د همغږۍ شورا دا بريد په کلکه غندلی او دا يې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده، په ځانګړي ډول د ژوند حق او د دين او عقيدې د ازادۍ حق په برخه کې یې دا برید ګواښوونکی بللی دی. شورا د دې ترڅنګ د مذهبي ځايونو د خونديتوب او د عبادت کوونکو د امنيت د ټينګښت لپاره د بېړنيو ګامونو غوښتنه کړې ده.
په اعلاميه کې له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د دې پېښې په اړه روڼ، خپلواک او بې پرې پلټنه ترسره کړي او د پېښې عاملين او ملاتړي يې د قانون منګولو ته وسپاري. د اعلاميې په پای کې، شورا د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې د ژر رغېدو هيله ښودلې ده.
څو ورځې وړاندې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې ناڅرګنده وسلهوالو یوولس کسان په ډزو ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل. طالبانو هم دا پېښه منلې او په تړاو یې د یو شکمن کس د نیول کېدو یادونه هم کړې ده، خو د پېښې په تړاو یې نور جزییات له رسنیو او خلکو سره نه دي شریک کړي.
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې پاکستان یو ځل بیا په کڅۍ کلي باندې توغندیز بریدونه کړي دي. ځايي اوسېدونکي وایي، پاکستاني عسکرو نن شپه له ۸بجو څخه د شپې تر ۹نیمو بجو پورې د اسعداباد اړوند کڅۍ سیمه باندې بېشمېره توغندي وېشتي.
سرچینو زیاته کړې چې د دغو توغندیزو بریدونو له کبله د کونړ د مرکز اړوند د کڅۍ، شهباز او کړه مار کلي اوسېدونکي له خپلو کورونو څخه وتلي دي. سرچینو زیاته کړې چې پاکستاني پوځيانو ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه وړمه شپه ۱۲بجې هم ورته غوندیز بریدونه کړي دي.
تر دې مخکې هم پاکستان د کونړ پر یادو کلیو باندې توغندیز بریدونه کړي چې له کبله یې د اسعداباد اوسېدونکي اړ شوي، څو خپل کلي پرېږدي او نورو سیمو ته کډې وکړي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ طالبانو او پاکستان د چین په ارومچي کې سره مذاکرات وکړل. د طالبانو او پاکستان تر کنټرول لاندې رسنیو دغه خبرې اترې مثبتې وبللې، خو اسلاماباد او پر کابل واکمنو بیا په رسمي ډول د دغو مذاکراتو په تړاو هېڅ نه دي ویلي.
په کابل کې د تهران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ کال له پېل راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې له ۱۰۰۰ ټنو د ډېرو توکو لېږد رالېږد ترسره شوی دی. هغه دا څرګندونې له روزنک بندر څخه د لیدنې پر مهال په یوه ویډیویي پیغام کې کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د لېږد رالېږد په برخه کې د جګړې پر مهال ستونزې وې، خو بیا هم سوداګري پراخه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري نوره هم پراخه شي.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۵ کال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري په بېسارې توګه زیاته شي او په دې برخه کې به دواړه هېوادونه د پرمختګ شاهدان وي. له ایران سره د افغانستان سوداګري داسې مهال پراخېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو له کبله پر ډیورنډ کرښې سوداګریزې لارې ټولې له تېرو څه باندې شپږو میاشتو راهیسې تړل شوې دي.
همدا راز د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي چې له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړي او پر بدیلو لارو چارو دې غور وکړي. اوس مهال افغان سوداګر د طالبانو د دغو محدودیتونو له کبله اړ شوي چې د صادراتو او وارداتو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون ایران ته مخه کړي.
د طالبانو حکومت هم د منځنۍ اسیا په هېوادونو او ایران باندې خپله سوداګریزه تکیه ډېره کړې او هممهاله یې ورسره اړیکې هم پراخې کړې دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، چې په دې ولايت کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، لومړۍ پېښه نن سهار (دوشنبه، د وري ۲۴مه) په اببند ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه مېرمنې مړې شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د طالبانو د غزني امنیې قومندانۍ په وينا، دغه پېښه د يو موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
بل خوا، دويمه پېښه تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې، چې له امله يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپي شوی دی.
طالب چارواکي وايي، دا پېښه د يو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او د دغو پېښو اصلي لامل یې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار په دغه ولایت کې پر شیعه وګړو د وروستي مرګوني برید پر ضد د یوې غونډې او لاریون مخه نیولې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو والي د وري پر ۲۴مه د دوشنبې په سهار یو شمېر شیعه عالمان او مشران خپل دفتر ته وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې لاریون لغوه کړي.
لاریون کوونکو پلان درلود، چې د وري پر ۲۵مه د سې شنبې په ورځ خپل لاریون وکړي او د پلان له مخې به د برید د قربانیانو جسدونه د هرات ښار په مرکز کې له صادقیه جومات څخه د سلطان اغا زیارت ته یوسي.
د قربانیانو جنازې به د انجیل ولسوالۍ په ده میري کلي کې د لاریون په بڼه هم ترسره شي.
سرچینې وايي، سنيانو هم غوښتل، چې له شیعه هېوادوالو سره یوځای په لاریون کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې ځینو کسبکرو اعلان وکړ، چې د دوی کار به د سې شنبې په ورځ په دې مناسبت تړلی وي.
خو دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو د والي له مخنیوي وروسته به هم لاریونوال لاریون وکړي او کنه.
د هرات لپاره د طالبانو والي ویلي چې یوازې د تدفین مراسم به د سلطان میر عبدالواحد په زیارت کې ترسره شي چې د "سلطان آغا" په نوم پیژندل کیږي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د اسلام جار له ټینګار سره سره دا لاریون ممکن لهپلان سره سم وشي خو د طالبانو والي خبرداری ورکړی چې د ډلې ځواکونه به یې د لاریون کوونکو امنیت چمتو نه کړي.
یاده پېښه د جمعې په ورځ، د وري پر ۲۱مه وشوه. څلورو وسله والو کسانو ۱۳ شیعه زیارت کوونکي چې د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي کې زیارت ته تللي وو، په ډزو ووژل.
دې پیښې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
تر اوسه پورې، د داعش په ګډون هیڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت داعش منلی و.