طالبانو په ۴ ولایتونو کې ۶ کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي، چې په کابل، بلخ، جوزجان او دایکنډي ولایتونو کې یې ۶ کوډګر نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، دغه کسان یې د خلکو تر پرلهپسې شکایتونو وروسته نیولي چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
