طالبان وایي په تېر یو کال کې یې په هرات کې ۲۱ کوډګر نیولي دي

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس عزیز الرحمان المهاجر وايي، چې په دغه ولایت کې یې د یوه کال په لړ کې ۲۱ کوډګر او «غیر شرعي» تعویذ لیکونکي نیولي دي. د هغه په وینا؛ دغه کسان تر پلټنو وروسته نیول شوي او یوشمېر قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي هم دي.
