• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان نه ستانه شوي کډوال وایي په لنډي کوتل پنډغالي کې ترې پرېمانه بډې اخیستل کېدې

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۹ GMT+۱

له پاکستان نه تازه ستانه شوي افغان کډوال وایي، چې د لنډي کوتل په حمزه پنډغالي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. دوی وایي، د یادو ستونزو له امله اړ وو چې د اداري لړۍ د بشپړېدو لپاره په ساعتونو انتظار وباسي او پاکستاني مامورینو د اداري چارو د چټکتیا په بدل کې له خلکو پیسې اخیستې.

دغه کډوالو زیاته کړې، چې په یاد پنډغالي کې بندپاتې کسان له ډېرې ګڼې ګوڼې او ناوړه وضعیت سره مخ دي. دوی د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د بې‌نظمۍ له امله پولیس ان ښځې او ماشومان وهي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې پنډغالي مخې ته د اسانتیاوو د کمښت او اداري بې‌نظمۍ له امله افغان کډوالو لاریون هم کړی و. د افغان کډوالو لپاره د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې مېشت هغه افغانان چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه دي افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي، د اسانتیاوو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نه‌لري او په ورځ کې یوازې یو ځل اوبه ترلاسه کوي.
دغه کډوال وایي، د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو کمښت هم د دوی ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال له نړۍوالو بنسټونو، د پاکستان له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوي، چې په دواړو خواوو کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. څو ورځې وړاندې هم په دغه پڼډغالي کې مېشتو افغانانو د اسانتیاوو د کمښت او اداري بې‌نظمۍ له امله لاریون کړی و.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفارت یوه پلاوي په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
 د طالبانو سفارت یوه پلاوي په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی
100%

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت او په پېښور کې ددې ډلې د کونسلګرۍ یو ګډ پلاوي د اپرېل پر ۱۱مه او ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی دی.

د طالبانو سفارت ویلي، چې پلاوي د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ، په یو ځايي کالج کې جوړ موقتي تمځای، د پېښور له ناصر باغ او مسکین کمپ څخه لیدنه کړې ده.

پلاوي هلته له افغان کډوالو او کارګرو سره مخامخ خبرې کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.

سفارت زیاتوي چې له غو لیدنو وروسته، یاد پلاوي د پاکستان د ملي اسمبلۍ له غړي اقبال اپریدي، امنیتي چارواکو، مرستیال کمیشنر، د نادرا او ایف ای اې له استازو او د کمپونو له مسوولانو سره هم کتلي دي.

د سفارت په وینا، په دغو ناستو کې د افغان کډوالو ستونزې شریکې شوې او د هغو د ژر حل غوښتنه شوې ده.

پلاوي یو شمېر وړاندیزونه هم کړي، چې د ثبت سیستم پراخول، کمپونو ته د ګرځنده ثبت ټیمونو لېږل، د کارکوونکو شمېر زیاتول، د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړول او په لارو کې د پولیسو له لوري د کډوالو د ځورونې مخنیوی پکې شامل دي.

سفارت همداراز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې د خیبر ولسوالۍ د ټرانسپورټرانو، استادانو، زده‌کوونکو او نورو کارګرو ستونزې شریکې شوې دي.

اپریدي یادونه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې ګڼ شمېر پاکستانی پاسپورټ لرونکي کسان خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په لارښوونه په حمزه بابا کمپ کې د ثبت کاونټرونه له ۲۲ څخه ۴۰ ته لوړ شوي دي. سربېره پر دې، په یاد کمپ کې د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړ شوي، د ثبت بهیر کاري وخت غځېدلی او په ناصر باغ کمپ کې د ثبت پروسه بیا پیل شوې ده.

وروستي پرمختګونه دا هم ښيي چې د اپرېل په ۱۳مه د نوښار په اضاخیلو سیمه کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو( یو این ایچ سي ار) دفتر د ارزونې مرکز بېرته فعال شوی او د پاکستان د احصایې یا نادرا ګرځنده ټیمونه هریپور، صوابۍ او کوهاټ سیمو ته استول شوي دي.

د طالبانو سفارت ټینګار کړی چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د وضعیت څارنه او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې تر هغه دوام ومومي، چې ټول کډوال په عزت او خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

په خیبر ولسوالۍ کې د ستنېدو لپاره منتظر افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ددغو ستونزو په پایله کې ناروغان شوي او یو شمېر نورو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
100%

په کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د جوړولو، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او سوداګریزو ناستو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان پراخ کرنیز محصولات او غني معدني سرچینې لري او ازبکستان له پرمختللي صنعت څخه برخمن دی، نو دواړه هېوادونه کولای شي اغیزناکې اقتصادي اړیکې ولري.

هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې طالبان په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت، به د داسې ناستو او د افغانستان د خصوصي سکتور له فعالیتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستاني پانګوالو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یادې هوکړې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو، د پنبې د پروسس، په افغانستان کې د سمنټو تولید، د چرګانو د نسل د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

یادې خونې دا هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او وايي، دغه هوکړه لیکونه د صنعت، انرژۍ، کرنې، تولید او سوداګرۍ په سکتورونو کې د ګډ کار او پانګونې لپاره زمینه برابروي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده چې له دغه سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې د دوی د سفر هدف یوازې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو زیاتول نه دي، بلکې دوی چمتو دي د افغانستان د پنبې د پروسس فابریکې جوړولو، د فرنیچر او موبل تولید، د چرمي بوټانو جوړولو، د درملو او طبي وسایلو تولید، ودانیزو توکو او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.

د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ازبکستان پانګه‌والو ته بلنه ورکړه چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو استازو هم د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

طالبانو له ازبکستان سره د چرګانو د تولید برخه کې د ۲ مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
طالبانو له ازبکستان سره د چرګانو د تولید برخه کې د ۲ مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسوولینو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې له یاد هېواد سره د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې؛ دواړه شرکتونه به د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو د تبادلې په برخه کې همکاري کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې تر ډېره بریده ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی؛ خو لاهم د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو په برخه کې وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا؛ دغه ډول تړونونه کولای شي یاده اړتیا کمه کړي.

همدارنګه ویل شوي، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍ‌ ورکوونکو چرګانو لپاره د نطفه‌لرونکو هګیو تولید د چرګانو د صنعت په پراختیا کې مهم رول لري.

وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي
100%

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وایي، چې وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو د دغه ولایت تاریخي سیمو او ابداتو ته زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د دغه زیانونو اصلي لاملونه سخت بارانونه او په ۲۰۱۳کال کې د تاریخي ودانیو نامعیاري بیارغونه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په غزني ښار کې د بالاحصار کلا د ورښتونو له امله ډېره زیانمنه شوې او د هغې بڼه هم بدله شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ د دغه کلا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۳۰ متره احاطوي دېوال نړېدلی دی.

حمیدالله نثار ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په غزني ښار کې تر شلو ډېرې تاریخي سیمې او ابدات رغول شوي؛ خو لا هم اته نور تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري.

بلخوا د غزني اوسېدونکي له طالبانو غوښتي، چې په دغه ولایت کې دې د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. تر دې وړاندي طالب چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ سړکونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، مدرسې، کورونه او کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱
په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي
100%

د کندهار په عینومېنه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو او پوځي مسوولینو خلکو ته سپارښتنې کړې، چې ښځې دې د ځیرک ټېلیفون په کارولو کې احتياط وکړي او د کورنۍ انځورونه او ویډيوګانې دي نه ثبتوي. دوی ویلي، چې دغه کړنې ستونزې، ګواښونه او د پیسو غوښتنې زیاتې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو، د حج او اوقافو ریاست استازو او پوځي مسوولینو د عینومېنې له یوشمېر مشرانو او ولسي شورا له غړو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې ښځې دې په «بشپړ ډول شرعي حجاب» مراعت کړي.

د عینومېنې د ولسي شورا د غړو په خبره؛ طالبانو په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې خلک دې جوماتونو ته پر وخت حاضر شي او نوي ځوانان دې د وسايطو، موسیقۍ او نورو ناسمو کړنو څخه را وګرځول شي.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو د یادو ادارو استازو سوداګرو، هټۍوالو، د ښادیو او د ودونو د صالونونو مسوولینو ته په ټینګار سپارښتنه کړې، چې د مصنوعي ټکانونو «پټاقیو» کارول په بشپړه توګه بند دي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د طالبانو د عینومېنې د امربالمعروف ریاست یو مسوول د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د ښادیو او سفرونو پر مهال دې هره کورنۍ خپل د ساحې امنیتي مسوولین په جریان کې واچوي؛ ترڅو د کورونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وشي».

طالبانو خلکو ته ویلي، چې یادې سپارښتنې او خبرداری یې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د هدایت له مخې کړې او په جدي توګه به یې عملي کوي. طالبانو په کندهار کې تر بل هر ځای پراخ بندیزونه لګولي او خلک وايي د محدودیتونو دغه لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.