طالبان وایي په ننګرهار کې ۱۶کسان پاکستان ته د تېلو د قاچاق په تور نیول شوي

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې یې پاکستان ته د یو ټانکر او ۱۸۲ بوشکو تېلو د قاچاق مخه نیولې ده. د هغه په وینا؛ په دې تړاو ۱۶کسان نیول شوي دي.
