طالبان غواړي له ازبکستان سره د غوښې صادرات زیات او کرنیزې همکارۍ پیاوړې کړي

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبکستان له چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په موخه ناسته کړې ده. د یاد وزارت په وینا؛ په کابل کې د ازبکستان سفیر، د اندیجان ولایت والي او یوشمېر سوداګرو د طالبانو د کرنې وزیر عبدالله عمري سره کتلي دي.
