پاکستان کې «ناموسي» وژنې؛ بلوچستان کې یو کس خپله مېرمن د «نامشروع اړیکو» په تور وژلې ده

د پاکستان د بلوچستان ایالت بارکهان ولسوالۍ اړوند ګولو دامن سیمه کې د قادر بخش په نوم یو کس هغه مهال خپله مېرمنه سکینه بيبي وژلې، چې په هغې يې تور ولګاوه چې د نوموړي د تره زوی شبل خان سره «نامشروع اړيکې» لري. هغه تر خپلې مېرمنې وروسته د خپل ورور په مرسته شبل خان هم په ډزو وواژه.
