طالبانو په زابل کې ۵ درملتونونه له روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلي

په زابل کې د طالبانو د روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څار او پلټنې ادارې ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې یې پنځه درملتونونه له روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله تړلي دي. دوی ويلي، چې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل یې هم راټول کړي دي.
