• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اټکل له مخې؛ سږکال به په ننګرهار کې ۶۷۰ مټریک ټنه د ځمکنیو توتانو حاصلات ترلاسه شي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱

په ننګرهارکې د طالبانو د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، سږ کال د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو سره رود، دره نور، کوټ او خوږیاڼو کې پر ۴۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي چې ۶۷۰ مټریک ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال په ننګرهار کې په ۳۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو چې شاوخوا ۵۸۷ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو. د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې تېرکال په افغانستان کې د ځمکنيو توتانو تولید ۹ سلنه زیات شوی و.
د دغه وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې په ۱۴۰۴کال کې په ټول افغانستان کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې تېرکال په ټولیز ډول پر ۱۰۸۱ هکټاره ځمکه په شپږو ولایتونو کې ځمکني توتان کرل شوي او د بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونه د یادې مېوې د ډېرو حاصلاتو له امله په لومړي کتار کې راځي.
د یاد وزارت په وینا؛ د بلخ، هرات او ننګرهار ترڅنګ د بدخشان، پنجشېر او دایکندي ولایتونو بزګرانو هم دغه مېوه کرلې ده.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱
یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي
100%

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سي‌ډبلیو‌اېس‌اې موسسې د بامیان په یکه‌ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې پنځم پړاو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۲,۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر یادو کورنیو ټولټال دوه میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.

له دې سره سم، په یاده سیمه کې بې‌وزلې کورنۍ دغه مرستې بسیا نه‌بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه لري.

ایرانی ډيپلوماټ: د میلک بندر باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱
ایرانی ډيپلوماټ: د میلک بندر باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي
100%

په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي محمد رضا نفر ویلي، د میلک سرحدي دروازه باید د بندر عباس او چابهار بندر په کچه پیاوړې شي. میلک په نیمروز کې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز بندر دی.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي د ایران د سیستان او بلوچستان له مسوولینو او د میلک سیمې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د میلک بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده او باید پراختیا ومومي.

هغه زیاته کړې: «د ایران او افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوې مهمې لارې په توګه د میلک پولې فعالیت باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي».

تر دې مخکې ایران اعلان کړی وو، چې په دې پوله کې د نوې ځمکنۍ لارې په پرانېستلو سره به د بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ زیات شي.

د یادونې وړ ده، چې د میلک- زرنج لاره د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان بلوچستان ترمنځ موقعیت لري او افغانستان ته د ایران د تېلو او نورو توکو د صادراتو مهمه دروازه بلل کېږي او همداراز افغان کډوال هم پرې را اړول کېږي.

اوچا: اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د بېړنیو پېښو د مهال لپاره ۷۳،۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
اوچا: اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د بېړنیو پېښو د مهال لپاره ۷۳،۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي چې د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵کال کې د بیړنیو پیښو او اوږدمهاله بشري اړتیاوو د حل لپاره اټکلي ۷۳،۵ ملیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې اوچا وویل چې دا صندوق په ۲۰۲۵کال کې ۳،۵ملیون خلکو ته رسېدنه کړې، چې په کې بیرته راستنیدونکي او هغه ټولنې شاملې دي چې د زلزلې، وچکالۍ او پراخو بحرانونو څخه اغیزمن شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې دې تخصیصونو په ټول افغانستان کې ملیونونو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره لاره هواره کړې، په ځانګړي ډول د هغو خلکو په اړه چې د بې ځایه کیدو، اقلیمي پیښو او طبیعي پیښو څخه ډیر اغیزمن شوي دي.

اوچا وویل چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۲ملیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګري ملتونه د دوی د مرستې لپاره د ۱،۷ملیارد ډالرو غوښتنه کوي.

ضیاالحق امرخېل: د ایرانیانو د بریالیتوب یو مهم راز د ښځو فعاله ونډه ده

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
ضیاالحق امرخېل: د ایرانیانو د بریالیتوب یو مهم راز د ښځو فعاله ونډه ده
100%

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، د راپورونو له‌مخې، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي. د هغه په وینا، د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي، د تېر نظام د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه بولي.

ضیاالحق امرخېل د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د راپورونو پر بنسټ، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي او همداراز هر کال د کانکور له ګډونوالو څخه تر ۶۰ سلنه زیاتې نجونې جوړوي.

امرخېل د ښځو پر زده‌کړو له ټینګار سربېره وايي: «هغه ملتونه به تل د بریا لوړو پوړیو ته رسېږي چې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځو ته هم د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي او د هېواد په ودانولو کې د ونډې او فرصت ډګر ورته برابر کړي».

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

له دې سربېره همدا دوه ورځې مخکې (د جمعې په ورځ) طالبانو له نجونو فارغانو پرته د طب له ۷ زره فارغانو ایګزېټ ازموینه واخیسته او د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي.

د یوناما سیاسي استازي: د خصوصي سکټور ستونزې به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
د یوناما سیاسي استازي: د خصوصي سکټور ستونزې به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي
100%

د یوناما سیاسي استازي کارل پاول زینتک د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له مشر سره په کتنه کې د خصوصي سکټور د ستونزو په تړاو خبرې وکړې او همداراز یې ژمنه وکړه، چې د خصوصي سکټور ستونزې به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي او د حل‌لارو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د یادې خونې رييس احمد نبي‌زاده د صنعتکارانو او کان ‌کیندونکو مهمې ستونزې، په ځانګړې توګه د خامو موادو کمښت، پورونو ته محدود لاسرسی، د ترانسپورټ ستونزې او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ اړتیاوې یادې کړې.

نبي‌زاده د سیمې د وروستي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، صنعتکاران به له جدي ننګونو سره مخ شي».

هغه له یوناما وغوښتل، چې د سیاسي همغږیو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیټي لارو د پرانېستلو، د خصوصي سکټورلپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخوکې همکاري وکړي.

د دغې خونې د صنعت مرستیال خان محمد وردګ ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د صنعت ودې ته جدي پاملرنه وکړي او همداراز د کانونو مرستیال عبدالوهاب خوګیاڼي بیا له یوناما وغوښتل، چې نړیوالې مرستې دې زیاتې او د خصوصي سکتور له لارې تطبیق شي، څو د بې‌کارۍ کچه راکمه او اقتصادي وضعیت ښه شي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د یوناما سیاسي استازي ژمنه وکړه، چې د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي او د اغېزناکو حل‌لارو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.