• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په میدان وردګ او زابل کې پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد او د زابل ولایت په شاجوی ولسوالیو کې پنځه تنه د غلا او «اخلاقي فساد» په تور په ۳۹–۳۹ درو سزا او له دوو تر درې کلونو تنفیذي بند محکوم او سزاوې پرې عملي شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور دوه ـ دوه کاله بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.

بلخوا، په زابل ولایت کې هم د شاه جوی ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته د غلا په تور درې کاله بند او ۳۹ دُرې سزا اورول شوې ده.

طالبانو ویلي چې پر یادو کسانو د مرافعه محکمې او سترې محکمې له تایید وروسته، په رسمي غونډه کې د اړوندو ادارو او حاضرینو په ګډون سزا عملي شوې ده.

ترویج لرونکی

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای
۱

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۲

چین واخان دهلیز ته څېرمه د «سینلینګ» په نامه نوی اداري واحد اعلان کړی

۳

د افغانستان د هوايي حریم له لارې د تلونکو الوتکو پیلوټان الوتنې پخپله همغږې کوي

۴

په هنګري کې پارلماني ټاکنې وشوې

۵

په برلین کې د «ملي مرکې» تر سرلیک لاندې د افغان نجونو د وضعیت په اړه ناسته ترسره شوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د ۷ هېوادونو له دیني عالمانو سره کتلي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او سربیا هېوادونو له دیني عالمانو سره کتلي دي. منصور ویلي، چې په افغانستان کې« اسلامي نظام حاکم دی او ټول ولس ورسره په خوښۍ ولاړ دی».

د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نن دوشنبه، د وري پر ۲۴مه ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د طالبانو د امارت د ټینګښت، د اسلامي هېوادونو د یووالي او په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي د هېواد په ګوټ ګوټ، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې له پامه غورځېدلې دي، پراختیایي پروژې پلي کړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د بهرنیو دیني عالمانو د هویت او د هغوی د خبرو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې د یو شمېر هېوادونو دیني عالمانو په خپلو څرګندونو کې له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او مېرمنو ته د کار اجازه ور کړي.

په تېرو نږدې پنځو کلونو کې طالبانو په ټول افغانستان کې د منځنیو او لوړو زده کړو موسساتو کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

دغې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو ډېر نور حقونه لکه د کار، ازادسفر، لوبو، سیاسي ګډون او د سوله ییزو غونډو د جوړیدو په ګډون د ښځو ډېر نور حقونه هم له هغوی اخېستل شوي دي.

په نورستان کې درې مېرمنې د زیږون پر مهال او ۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په کمو کلي کې ۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي او درې مېرمنې په برګمټال کې د زیږون پرمهال مړې شوې دي.

د نورستان په کامدېش ولسوالي کې ځايي اوسېدونکو نن دوشنبه، د وري پر ۲۴مه وویل، چې مړه شوي ۶ ماشومان د خوارځواکۍ ترڅنګ روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله مړه شوي دي.

یو ځايي اوسیدونکي وویل چې د کامدېش له کمو کلي څخه ۸۰ سلنه خلک وتلي او یوازې اوس مهال ۲۰ سلنه اوسېدونکي پاتې دي.

د برګمټال ولسوالۍ قومي مشرانو وویل، چې ددې ولسوالۍ په مرکزي کلي کې درې مېرمنې د زیږون پرمهال مړې شوې دي.

خو له سیمې بیا ځینې ناتایید شوي راپورنه وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د خوراکي توکو او درملو د نشتوالي له امله د مېرمنو او ماشومانو په شمول تر ۲۰ پورې کسانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دی.

قومي مشران وايي، چې د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یوازې ټیلیفوني شبکې د ولسوالیو په مرکز کې کار کوي او د لرې پرتو کلیو وضعیت لا تر اوسه څرګند نه دی.

تېره ورځ د وري پر ۲۳مه د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ویلي و، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې که د هوا له لارې خوراکي توکي ور ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو نن د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نورستان او له ډیورنډ کرښې پورې د چترال سیمې د قومي مشرانو له ناستې وروسته د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه برګمټال او کامدېش ته غځېدلې لاره پرانېستل شوې ده.

طالبان وايي چې په بادغیس کې د پیغمبرۍ ادعاکوونکی کس یې محکمې ته سپارلی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یې د غیاث الدین په نامه هغه کس محکمې ته سپارلی، چې د پیغمبرۍ ادعا یې کړې ده. غیاث الدین په یوه ویډیو کې ویلي، چې «له خدای سره مې ملاقات شوی». طالبانو ویلي چې نوموړی له روغتیايي ارزونې وروسته محکمې ته سپارل شوی.

د طالبانو اړوندو اکاونټونو د غیاث الدین ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې د پیغمبرۍ ادعا کوي.

نوموړی له څېرې بېوزله او په خبرو کې نالوستی ښکاري او د طالبانو نورو غړو ته د خپلې پیغمبرۍ په اړه دلایل وايي.

هغه د دین په اړه هم ابتدايي معلومات لري. کله چې له نوموړي د جبراییل په اړه پوښتل کیږي، وايي، چې له خلکو روحونه اخلي، خو په اسلام کې په څلورو مقربو پرښتو کې د روح د قبض مسوولیت د عزراییل دنده ګڼل کیږي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو لیکلي، چې یاد کس نالوستی او رواني ناروغ دی، خو طالبانو ویلي، چې نوموړی له روغتیايي اړخه ارزول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.

د طالبانو سفارت یوه پلاوي په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت او په پېښور کې ددې ډلې د کونسلګرۍ یو ګډ پلاوي د اپرېل پر ۱۱مه او ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت له نږدې کتلی دی.

د طالبانو سفارت ویلي، چې پلاوي د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ، په یو ځايي کالج کې جوړ موقتي تمځای، د پېښور له ناصر باغ او مسکین کمپ څخه لیدنه کړې ده.

پلاوي هلته له افغان کډوالو او کارګرو سره مخامخ خبرې کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.

سفارت زیاتوي چې له غو لیدنو وروسته، یاد پلاوي د پاکستان د ملي اسمبلۍ له غړي اقبال اپریدي، امنیتي چارواکو، مرستیال کمیشنر، د نادرا او ایف ای اې له استازو او د کمپونو له مسوولانو سره هم کتلي دي.

د سفارت په وینا، په دغو ناستو کې د افغان کډوالو ستونزې شریکې شوې او د هغو د ژر حل غوښتنه شوې ده.

پلاوي یو شمېر وړاندیزونه هم کړي، چې د ثبت سیستم پراخول، کمپونو ته د ګرځنده ثبت ټیمونو لېږل، د کارکوونکو شمېر زیاتول، د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړول او په لارو کې د پولیسو له لوري د کډوالو د ځورونې مخنیوی پکې شامل دي.

سفارت همداراز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې د خیبر ولسوالۍ د ټرانسپورټرانو، استادانو، زده‌کوونکو او نورو کارګرو ستونزې شریکې شوې دي.

اپریدي یادونه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې ګڼ شمېر پاکستانی پاسپورټ لرونکي کسان خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په لارښوونه په حمزه بابا کمپ کې د ثبت کاونټرونه له ۲۲ څخه ۴۰ ته لوړ شوي دي. سربېره پر دې، په یاد کمپ کې د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړ شوي، د ثبت بهیر کاري وخت غځېدلی او په ناصر باغ کمپ کې د ثبت پروسه بیا پیل شوې ده.

وروستي پرمختګونه دا هم ښيي چې د اپرېل په ۱۳مه د نوښار په اضاخیلو سیمه کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو( یو این ایچ سي ار) دفتر د ارزونې مرکز بېرته فعال شوی او د پاکستان د احصایې یا نادرا ګرځنده ټیمونه هریپور، صوابۍ او کوهاټ سیمو ته استول شوي دي.

د طالبانو سفارت ټینګار کړی چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د وضعیت څارنه او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې تر هغه دوام ومومي، چې ټول کډوال په عزت او خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي.

په خیبر ولسوالۍ کې د ستنېدو لپاره منتظر افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ددغو ستونزو په پایله کې ناروغان شوي او یو شمېر نورو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

په کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د جوړولو، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او سوداګریزو ناستو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان پراخ کرنیز محصولات او غني معدني سرچینې لري او ازبکستان له پرمختللي صنعت څخه برخمن دی، نو دواړه هېوادونه کولای شي اغیزناکې اقتصادي اړیکې ولري.

هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې طالبان په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت، به د داسې ناستو او د افغانستان د خصوصي سکتور له فعالیتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستاني پانګوالو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یادې هوکړې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو، د پنبې د پروسس، په افغانستان کې د سمنټو تولید، د چرګانو د نسل د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

یادې خونې دا هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او وايي، دغه هوکړه لیکونه د صنعت، انرژۍ، کرنې، تولید او سوداګرۍ په سکتورونو کې د ګډ کار او پانګونې لپاره زمینه برابروي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده چې له دغه سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې د دوی د سفر هدف یوازې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو زیاتول نه دي، بلکې دوی چمتو دي د افغانستان د پنبې د پروسس فابریکې جوړولو، د فرنیچر او موبل تولید، د چرمي بوټانو جوړولو، د درملو او طبي وسایلو تولید، ودانیزو توکو او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.

د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ازبکستان پانګه‌والو ته بلنه ورکړه چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو استازو هم د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.