طالبان: کډوالو ته د زدهکړو او کار په برخه کې د یو مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د راستانه شویو کډوالو او بېځایه شویو لپاره د زدهکړې او کاري زمینې برابرولو په موخه یې له دوو مرستندویه موسسو سره د نږدې یو مېلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې دي.
