په خوست کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، چې په دغه ولایت کې د وروستيو باراني څپو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي. د هغه په وینا؛ د خوست په مرکز، اسماعیلخېلو-مندوزیو او سپيره ولسوالۍ کې ورښتونو او سېلابونو څلورو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
