ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې نږدې ۱۴زره کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي

د ملګرو ملتونو استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې نږدې ۱۴زره کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي. یادې ادارې ویلي، دغه وضعیت د پیاوړ زېربناوو جوړولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي؛ څو د طبیعي پېښو له زیانونو سره د خلکو د مقاومت کچه لوړه شي.
