د طالبانو سفارت ویلي، چې پلاوي د لنډي کوتل حمزه بابا کمپ، په یو ځايي کالج کې جوړ موقتي تمځای، د پېښور له ناصر باغ او مسکین کمپ څخه لیدنه کړې ده.
پلاوي هلته له افغان کډوالو او کارګرو سره مخامخ خبرې کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.
سفارت زیاتوي چې له غو لیدنو وروسته، یاد پلاوي د پاکستان د ملي اسمبلۍ له غړي اقبال اپریدي، امنیتي چارواکو، مرستیال کمیشنر، د نادرا او ایف ای اې له استازو او د کمپونو له مسوولانو سره هم کتلي دي.
د سفارت په وینا، په دغو ناستو کې د افغان کډوالو ستونزې شریکې شوې او د هغو د ژر حل غوښتنه شوې ده.
پلاوي یو شمېر وړاندیزونه هم کړي، چې د ثبت سیستم پراخول، کمپونو ته د ګرځنده ثبت ټیمونو لېږل، د کارکوونکو شمېر زیاتول، د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړول او په لارو کې د پولیسو له لوري د کډوالو د ځورونې مخنیوی پکې شامل دي.
سفارت همداراز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې د خیبر ولسوالۍ د ټرانسپورټرانو، استادانو، زدهکوونکو او نورو کارګرو ستونزې شریکې شوې دي.
اپریدي یادونه کړې چې په افغانستان کې بند پاتې ګڼ شمېر پاکستانی پاسپورټ لرونکي کسان خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په لارښوونه په حمزه بابا کمپ کې د ثبت کاونټرونه له ۲۲ څخه ۴۰ ته لوړ شوي دي. سربېره پر دې، په یاد کمپ کې د ښځو لپاره جلا ځایونه جوړ شوي، د ثبت بهیر کاري وخت غځېدلی او په ناصر باغ کمپ کې د ثبت پروسه بیا پیل شوې ده.
وروستي پرمختګونه دا هم ښيي چې د اپرېل په ۱۳مه د نوښار په اضاخیلو سیمه کې دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو( یو این ایچ سي ار) دفتر د ارزونې مرکز بېرته فعال شوی او د پاکستان د احصایې یا نادرا ګرځنده ټیمونه هریپور، صوابۍ او کوهاټ سیمو ته استول شوي دي.
د طالبانو سفارت ټینګار کړی چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د وضعیت څارنه او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې تر هغه دوام ومومي، چې ټول کډوال په عزت او خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
په خیبر ولسوالۍ کې د ستنېدو لپاره منتظر افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ځینې کسان ددغو ستونزو په پایله کې ناروغان شوي او یو شمېر نورو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.