د بلوچستان په عبدالله کلا کې د دوو قومونو ترمنځ په نښته کې یو افغان وژل شوی

د بلوچستان ایالت د عبدالله کلا ولسوالۍ اړوند په ګلستان سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ نښته شوې. د یادې ولسوالۍ مرستيال کمېشنر منور حسین مګسي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه ويلي، دواړه خواوو په دغه نښته کې درنې وسلې کارولې چې له امله یې يو افغان لاروی وژل شوی.
