• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو اېستل؛ له پاکستان او ایران نه تر ۵زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۲‍۳مه) ‍۷۲۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۴۰۲ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۸۵، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۱، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون زیاته کړې، په همدې ورځ له کابل نه ۲۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۰۱ ته رسېده بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
ورته مهال په جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا په یوه اعلامیه کې پر نړۍوالو مرستندویه ادارو، د بشري حقونو پر بنسټونو او د کډوالو چارو پر سازمانونو نیوکه کړې، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د ظلم په اړه چوپ دي. یادې شورا ویلي، په پاکستان کې افغان کډوال له سپکاوي او ناوړه چلند سره مخ دي. دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي
100%

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وایي، چې وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو د دغه ولایت تاریخي سیمو او ابداتو ته زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د دغه زیانونو اصلي لاملونه سخت بارانونه او په ۲۰۱۳کال کې د تاریخي ودانیو نامعیاري بیارغونه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په غزني ښار کې د بالاحصار کلا د ورښتونو له امله ډېره زیانمنه شوې او د هغې بڼه هم بدله شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ د دغه کلا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۳۰ متره احاطوي دېوال نړېدلی دی.

حمیدالله نثار ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په غزني ښار کې تر شلو ډېرې تاریخي سیمې او ابدات رغول شوي؛ خو لا هم اته نور تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري.

بلخوا د غزني اوسېدونکي له طالبانو غوښتي، چې په دغه ولایت کې دې د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. تر دې وړاندي طالب چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ سړکونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، مدرسې، کورونه او کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱
په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي
100%

د کندهار په عینومېنه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو او پوځي مسوولینو خلکو ته سپارښتنې کړې، چې ښځې دې د ځیرک ټېلیفون په کارولو کې احتياط وکړي او د کورنۍ انځورونه او ویډيوګانې دي نه ثبتوي. دوی ویلي، چې دغه کړنې ستونزې، ګواښونه او د پیسو غوښتنې زیاتې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو، د حج او اوقافو ریاست استازو او پوځي مسوولینو د عینومېنې له یوشمېر مشرانو او ولسي شورا له غړو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې ښځې دې په «بشپړ ډول شرعي حجاب» مراعت کړي.

د عینومېنې د ولسي شورا د غړو په خبره؛ طالبانو په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې خلک دې جوماتونو ته پر وخت حاضر شي او نوي ځوانان دې د وسايطو، موسیقۍ او نورو ناسمو کړنو څخه را وګرځول شي.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو د یادو ادارو استازو سوداګرو، هټۍوالو، د ښادیو او د ودونو د صالونونو مسوولینو ته په ټینګار سپارښتنه کړې، چې د مصنوعي ټکانونو «پټاقیو» کارول په بشپړه توګه بند دي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د طالبانو د عینومېنې د امربالمعروف ریاست یو مسوول د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د ښادیو او سفرونو پر مهال دې هره کورنۍ خپل د ساحې امنیتي مسوولین په جریان کې واچوي؛ ترڅو د کورونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وشي».

طالبانو خلکو ته ویلي، چې یادې سپارښتنې او خبرداری یې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د هدایت له مخې کړې او په جدي توګه به یې عملي کوي. طالبانو په کندهار کې تر بل هر ځای پراخ بندیزونه لګولي او خلک وايي د محدودیتونو دغه لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: د خبریالانو پر روان وضعیت چوپتیا انساني ارزښتونه له‌منځه وړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: د خبریالانو پر روان وضعیت چوپتیا انساني ارزښتونه له‌منځه وړي
100%

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ «راواه» د طالبانو په بند کې د درېیو خبریالانو شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د ازادۍ لپاره د جوړ شوي کمپاین په ملاتړ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې؛ د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه، نیونې، رواني شکنجې، سانسور، جبري کډوالي او له ګاونډیو هېوادونو د هغوی جبري اېستل هغه ستونزې دي چې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

دغه بنسټ زیاتوي، په داسې شرایطو کې چوپتیا او د خبریالانو ستونزې له پامه غورځول د بیان ازادۍ او انساني ارزښتونو ته زیان رسوي. یاد بنسټ له ملي او نړۍوالو ادارو غوښتي، چې په بند کې ټول خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې شي، په ګاونډیو هېوادونو کې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره امنیتي او بشري ملاتړ برابر شي او د خبریالانو د حقونو د سرغړونې عاملین حساب ورکونې ته راکش کړي.

په پای کې دغه بنسټ د بشري حقونو له سازمانونو، مدني ټولنو، ښځینه فعالانو، ځوانانو او رسنیو غوښتي چې د خبریالانو غږ بدرګه کړي، د هغوی ترڅنګ ودرېږي او د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو په بندخونو کې د شکېب احمد نظري، بشير هاتف، حميد فرهادي او يوشمېر نورو خبريالانو د وضعيت په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې وه. یاد سازمان ویلي و، چې د بشير هاتف او شکېب نظري روحي او رواني وضعيت ښه نه‌دی.

یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱
یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي
100%

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سي‌ډبلیو‌اېس‌اې موسسې د بامیان په یکه‌ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې پنځم پړاو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۲,۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر یادو کورنیو ټولټال دوه میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.

له دې سره سم، په یاده سیمه کې بې‌وزلې کورنۍ دغه مرستې بسیا نه‌بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه لري.

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.