• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.

ترویج لرونکی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي
۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي

۲

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۳

تاجکستان د افغان کارګرو د جذب لپاره ځانګړې ونډه اعلان کړه

۴

د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۵

طالبان وايي چې په بادغیس کې د پیغمبرۍ ادعاکوونکی کس یې محکمې ته سپارلی

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: په کار ده چې امریکا او ایران د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د پاکستان په منځکړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، دواړو لوریو خبرې وکړې، خو اوس اړینه ده، چې ټولې خواوې د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړې پاتې شي.

ډار ویلي:«پاکستان خپل رول ادا کړی او په راتلونکو ورځو کې به هم د امریکا او د ایران ترمنځ د ښکېلتیا او خبرو اترو اسانتیا لپاره خپل رول ته دوام ورکړي».

ډار ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سختو او رغنده خبرو اترو د څو پړاوونو په منځګړیتوب کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر مهم رول ولوباوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې نن پای ته ورسېدي او د دواړو هېوادونو پلاوي نن د یکشنبې په ورځ بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکايي پلاوي مشر جي‌ډي وېنس له ایران سره خبرو کې کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی او د ایراني پلاوي مشر باقر قالیباف ویلي، چې امریکا دې د ایران د باور ترلاسه کولو په تړاو پرېکړه وکړي.

په هالنډ کې یو شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو خلاف لاریون کړی

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۱

په هالنډ کې مېشتو یو شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو خلاف لاریون کړی او د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتنه کړې، چې د یاد هېواد د پوځ او حکومت مشران باید محاکمې ته راکش کړي. دغو افغانانو ویلي، پاکستان په دغو بریدونو سره «بشري جنایت» ترسره کړی دی.

د دغه لاریون یوې ګډونوالې سایرې نورزۍ وویل، چې پاکستاني عسکرو په وار وار پر ډیورند کرښه پر ملکي‌ وګړو بریدونه کړي او تېرو میاشتو کې یې سلګونه افغانانو ته په هوایي بمباریو کې هم مرګ ژوبله اړولې ده. هغې وویل: «افغانان هېڅکله اجازه نه‌ورکوي چې زموږ د ولس وینه تویه شي او موږ نړیوالو ته پېغام ورکوو، چې د دغه جنایت پر وړاندې اقدام وکړي».

د پلوشې همزاد په نوم یوې بلې افغانې هم په دغه لاریون کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او د ملکي وګړو په نښه کول یې د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل وباله.

هغې زیاته کړه: «موږ نن ځکه راټول شوي یو چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوو، څو مداخله وکړي او جنګ ختم کړي».

دغو لاریونوالو په خپل پرېکړه لیک کې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د یاد حکومت نور لوړ پوړي چارواکي د «بشري جنایت» په تړاو د عدالت مېز ته راکش کړي او سزاوې ورکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سیاسي، وسله‌وال او سوداګریز کړکېچ روان دی. دواړو لورو پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښتې کړي او پاکستان بیا د کابل په ګډون د هېواد ګڼ ولایتونه بمبار کړي، چې په‌کې یې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر دې وړاندې هم په اروپا امریکا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د لاریونونو په ترڅ کې د پاکستان یاد بریدونه غندلي دي.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی د لنډي کوتل کمپ ته تللی او هلته يې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير او اسانتياوې ارزولې دي. اپریدي ددغه کمپ د لیدلو پرمهال وویل، «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ایالتي حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابروي، څو دا بهير په باعزته او منظم ډول ترسره شي.

اپریدي د انتظارځي اسانتياوې وکتلې او ويې ويل چې دا مهال د پاکستان د احصایې ادارې یا نادرا ۲۲مراجعه ځایونه فعال دي، خو د زياتېدونکي ګڼه ګوڼې له امله دا شمېر بسنه نه کوي. هغه اعلان وکړ چې د نادرا له چارواکو سره به ژر کښېني او د مراجعه ځایونو شمېر به ۴۰ ته لوړ کړي، څو د ثبت بهير چټک او اغیزناک شي.

د هغه په وينا، د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د افغان وګړو د رضاکارانه بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده، چې له امله يې په لنډي کوتل هولډنګ سنټر کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې نورو څلورو انتظارځایونو ته به هم د نادرا اضافي کارکوونکي وګومارل شي، څو فشار کم او چارې په ښه ډول پر مخ يوړل شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا هم څرګنده کړې چې په ایالت کې مېشتو افغان وګړو پر ضد روانې کړنې د مرکزي حکومت پرېکړه ده، او ایالتي حکومت د ملي کچې پرېکړو د پلي کولو مسووليت لري.

اپریدي ټينګار کړی چې «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ مذهبي، ژبني او کلتوري اړيکې شته، چې بايد هر حال کې درناوی يې وشي.

د اپریدي له تګ وروسته افغان کډوالو لاریون وکړ او اعتراض یې درلود، چې دوی په کمپ کې بند پاتې دي.

هره ورځ تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال د چمن له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د وګړو د ثبت ادارې سرچینو د جمعې په ورځ «ده نېشن» ورځپاڼې ته ویلي، چې هره ورځ شاوخوا له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغان کډوال د چمن پنډغالي ته لېږدول کېږي او هلته یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو اسناد بشپړېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا؛ تر اوسه تر ۲ مېلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. دوی ویلي، چې په دغه پنډغالي کې د بېرته ستنېدونکو کورنیو لپاره د لنډمهالې استوګنې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی و، زرګونه افغانان چې کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی، د زیاتېدونکو فشارونو، محدودو پالیسیو، د ژوند د خرابېدونکي وضعیت او په ځینو مواردو کې د جبري اېستلو له امله هره ورځ له پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو اېستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان باید خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغو کسانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي.

د پېښور سترې محکمې درېیم هېواد ته د تګ په تمه د یوې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې په لنډمهالي ډول د پاکستاني پولیسو له لوري د هغې افغان کورنۍ د اېستلو مخه نیولې، چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه ده. د دغې کورنۍ د کډوالۍ قضیه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره تر ارزونې لاندې ده.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، دغه کورنۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پېښور کې درېیم هېواد ته د تګ په موخه شپې او ورځې تېروي.

د دغې کورنۍ وکیل سیف‌الله محب کاکاخېل بیا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د ډېریو افغانانو قضیې په درېیمو هېوادونو کې روانې دي او په وینا یې، که دوی د پاکستاني پولیسو له لوري نیول او اېستل کېږي، په افغانستان کې یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

نوموړي له اېستل کېدو سره د مخ افغان کورنۍ عریضې ته په اشارې ویلي، دمګړۍ په پاکستان کې ډېری مېشتو افغانانو د افغانستان له تېر نظام سره کار کړی او د بېرته اېستل کېدو په صورت کې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د نيولو او د اېستلو بهير چټک کړی، خو د بشري حقونو مدافعین اندېښنه څرګندوي، چې په پاکستان کې مېشت افغانان که بېرته افغانستان ته واستول شي، نو هلته به یې ژوند له جدي خطرونو سره مخ شي.

وکیل کاکاخېل ويلي، محکمې د یادې افغان کورنۍ په عریضه یو موقتي حکم صادر کړی او چارواکي یې تر بل امر پورې د یادې افغان کورنۍ پرضد له اقداماتو څخه منع کړي دي.

هغه زیاته کړې، اوس به دولتي چارواکي په دې اړه خپل ځواب محکمې ته وړاندې کړي او تر هغې وروسته به عملي اقدامات کېږي.