ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو کې ۵۲ سلنه زیانمنې ښځې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله له ۹۰زره ډېر کسان اغېزمن شوي، چې له نیمایي څخه زیات یې ښځې او نجونې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله له ۹۰زره ډېر کسان اغېزمن شوي، چې له نیمایي څخه زیات یې ښځې او نجونې دي.
د راپور له مخې، د فبرورۍ له پای راهیسې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۴۷زره ۶۰۴ښځې او نجونې او ۴۲زره ۳۰۳نارینه او هلکان زیانمن شوي دي.
یاده اداره وايي، دغه نښتې، هوايي بریدونه، توپچي ډزې او ډرون بریدونه د افغانستان په لسو ولایتونو، کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا کې پراخ اغېز کړی دی.
راپور زیاتوي، چې د زیانمنو کورنیو شاوخوا ۸سلنه ښځې سرپرستې دي او په ټولیز ډول ۱۱زره ۳۶۸کورنۍ اغېزمنې شوې دي، چې له دې ډلې ۹۳۵کورنۍ د ښځو له خوا رهبري کېږي.
دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې د مرستو په ارزونو کې د ښځینه مرستندویانو ګډون په جنوبي ختیځو سیمو کې یا خو محدود و او یا یې هم هېڅ شتون نه درلود.
راپور زیاتوي، سره له دې چې په ځینو سیمو کې ځايي طالب چارواکو ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه، خو د وسایلو او لوژستیک کمښت، په ځانګړي ډول د ترانسپورتي امکاناتو نشتوالی، د هغوی د لاسرسي خنډ ګرځېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دغه نښتې د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو او ازادیو لګېدلو نورو محدودیتونو سره یو ځای د ښځو وضعیت لا نور خراب کړی دی، په ځانګړي ډول د سفر، کار، عامه ژوند کې ګډون او ټولنیز حضور په برخو کې.