• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او امریکا ترمنځ تر مذاکراتو وروسته په اسلام‌اباد کې د ځینو سیمو لارې لاهم تړلې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د امریکا او ایران ترمنځ په اسلام‌اباد کې تر خبرو اترو وروسته هم د یاد ښار ټرافیکو پولیسو یوه خبرتیا خپره کړې، چې د اسلام‌اباد سختې امنیتي سیمې او د هغو شاوخوا ځینې نورې سیمې په بشپړه توګه د خلکو د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې او یوازې دولتي موټرو ته د تګ‌راتګ اجازه ورکول کېږي.

د پولیسو د خپور شوي بیان له مخې؛ د کشمیر څلور لارې څخه تر سرینا څلور لارې او سرینګر لویې لارې پورې سړکونه په بشپړه توګه د تګ‌راتګ لپاره تړلي دي. تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي و، چې د اسلام‌اباد ځینې مهمې سیمې به تر هغه مهاله تړلې وي؛ ترڅو چې د ایران او امریکا پلاوي له پاکستان نه نه‌وي تللي.
بل لور ته د راولپنډۍ ښار سوداګریز مارکېټونه هم د یکشنبې په ورځ د همغږۍ د نشتوالي له امله تړلي پاتې شول. د راولپنډۍ د‌ ځايي سوداګرو په وینا؛ دوی څلور ورځې د خپلو هټیو تړلو ته اړ اېستل شوي، چې له امله په دغه ښار کې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي
۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي

۲

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۳

تاجکستان د افغان کارګرو د جذب لپاره ځانګړې ونډه اعلان کړه

۴

چین واخان دهلیز ته څېرمه د «سینلینګ» په نامه نوی اداري واحد اعلان کړی

۵

د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.

وېکټور اوربان د هنګري په پارلماني ټاکنو کې ماتې وخوړه او پیټر مادیار واک ته ورسېد

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د هنګري ښي اړخي لومړي وزیر وېکټور اوربان د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله. په دې سره، په اروپا کې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین متحد له شپاړس کلونو واکمنۍ وروسته له واک څخه لرې کېږي.

دا ټاکنې چې د رای ورکوونکو له بې‌ساري ګډون سره مل وې، د پیټر مادیار په مشرۍ د «تیسا» ګوند د پرېکنده بریا لامل شوې. اوربان خپله ماتې ومنله او د ټاکنو پایلې یې دردونکې وبللې.

د لومړنیو پایلو پر بنسټ، د ۸۱ سلنه رایو په شمېرلو سره، «تیسا» ګوند تر اوسه د پارلمان له ۱۹۹ څوکیو څخه ۱۳۵ یې ګټلي دي. د اوربان په مشرۍ «فیدز» ګوند په دویم ځای کې راغلی دی.

اوربان د یکشنبې په ورځ د خپل ګوند ټاکنیز مرکز ته لاړ او هلته یې وویل: «د ټاکنو پایلې لا وروستۍ نه‌دي، خو وضعیت روښانه دی. پایله زموږ لپاره دردونکې، خو ښکاره ده.»

د راپورونو له‌مخې، په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۷۹ سلنې ته رسېدلی چې د څلورو کلونو وړاندې ټاکنو پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

پیټر مادیار د اورپا تر ټولو جنجالي څېره له واکه لرې کړه
100%
پیټر مادیار د اورپا تر ټولو جنجالي څېره له واکه لرې کړه

د «تیسا» ګوند بریا کولی شي د اروپایي ټولنې، اوکراین او ان د امریکا او روسیې د سیاستونو لپاره پراخې پایلې ولري. تمه کېږي، چې د هنګري او اروپایي ټولنې ترمنځ د مخالفتونو په پای ته رسېدو سره، اوکراین ته د ۹۰میلیارده یورو پور ورکولو او همدارنګه له هنګري سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو د خلاصون لاره هواره شي.

اوربان په وار وار د اوکراین په اړه د مهمو پرېکړو په ویټو کولو سره د اروپایي ټولنې نظم ګډوډ کړی وو او دا اندېښنې یې راپارولې وې، چې هغه له دننه څخه د اروپایي ټولنې د پاشل کېدو په لټه کې دی.

دا پېښه به په ټوله نړۍ کې د سخت دریځو ښي اړخو خوځښتونو ترمنځ هم انعکاس ولري. دې ډلو، د امریکا په ګډون، اوربان ته د یوې داسې بېلګې په توګه کتل چې څنګه کېدای شي له ملي‌پال پاپولیزم څخه په کلتوري شخړو کې کار واخیستل شي او د دولتي ځواک له لارې مخالفین کمزوري شي.

د «تیسا» ګوند مشر، چې یو وخت د اوربان له وفادارو کسانو څخه وو، ژمنه کړې چې له فساد سره به مبارزه وکړي او د قضاییه قوې او نورو بنسټونو خپلواکي به بېرته احیا کړي.

اوربان چې د ښي اړخو سیاستونو د ملاتړ او له اوکراین څخه د اروپا پر ملاتړ د نیوکو له امله د پوتین او ټرمپ د حکومتونو د پام وړ ګرځېدلی وو، په دې وروستیو کلونو کې د اقتصادي رکود او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله له کورنیو نیوکو سره مخ وو. پیټر مادیار وتوانېد چې دا عامه ناخوښي د ځان په ګټه وکاروي.

په هنګري کې دا سیاسي بدلون نه یوازې د دغه هېواد د کورني قدرت جوړښت بدل کړی، بلکې له اروپایي ټولنې سره به یې پر مناسباتو او ان د روسیې او امریکا پر اړیکو هم اغېز ولري.

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوې ډیلی د چین له لوري پر هغو سیمو د «نوم ایښودنې» هره هڅه ردوي، چې د هند د خاورې برخه ګڼل کېږي.

جیسوال د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د چین دا ډول اقدامات، ناسمې ادعاوې او د بې‌بنسته روایتونو جوړول نه شي کولای چې شته او نه انکار کېدونکي واقعیتونه بدل کړي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د اروناچل پردېش په څېر سیمې د هند نه بېلېدونکې برخې دي او دا وضعیت به په تېر، اوس او راتلونکي کې هم بدلون ونه مومي.

هغه زیاته کړې، چې د چین دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو روانې هڅې کمزورې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له چین غوښتي، چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي او پر ځای یې د خبرو، تفاهم او ثبات لپاره ژمنتیا وښيي.

په هنګري کې پارلماني ټاکنې وشوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د هنګري خلکو د یکشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې، چې کولی شي د لومړي وزیر ویکتور اوربان ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسوي. اوربان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلک ملګری دی.

د هنګري د پارلمان د ۱۹۹ څوکیو لپاره رایه اچونه د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت سهار ۶ بجې پیل شوه او د ماښام تر ۷ بجو پورې به دوام وکړي.

د رویټرز په وینا، د اوربان واکمن فیدز ګوند د پیټر ماګیار په مشرۍ دله نوي مرکزي ښي اړخي تیسا ګوند څخه له ۷ تر ۹ سلنې پورې وروسته دی.

د راپور له مخې، د تیسا عامه ملاتړ له ۳۸ څخه تر ۴۱ سلنې پورې اټکل شوی دی.

پر یوه بازار د نایجریا د پوځ د الوتکو په برید کې د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو ویره ښودل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د نایجیریا د پوځ الوتکو د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوبې ایالت په یوه کلي کې پر بازار برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه د ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو وېره ښودل شوې ده. ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي چې برید د شنبې په شپه د اسلامي وسلوالو ډلو پر ضد د عملیاتو پرمهال شوی.

د نایجیریا هوايي ځواک ویلي چې په جیللي سیمه کې یې د بوکو حرام وسله‌وال وژلي دي، خو په رسمي اعلامیه کې یې د بازار د هدف ګرځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه ځواک د نورو پوښتنو ځواب هم نه دی ورکړی.

د سیمې د شورا یو غړي لوان زنا نور ګیدم ویلي چې دا برید د جیللي په بازار کې شوی او د ده په وینا تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. هغه ویلي چې ټپیان د یوبې او بورنو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، درې نورو اوسېدونکو او د یوې نړیوالې بشري مرستندویه ادارې یوه چارواکي هم د دې پېښې او د لوړو تلفاتو احتمال تایید کړی دی.