• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۱

په کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي. یادې هوکړې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د جوړولو، د پنبې پروسس، د سمنټو تولید، د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو او سوداګریزو ناستو جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان له خصوصي سکتور سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې افغانستان پراخ کرنیز محصولات او غني معدني سرچینې لري او ازبکستان له پرمختللي صنعت څخه برخمن دی، نو دواړه هېوادونه کولای شي اغیزناکې اقتصادي اړیکې ولري.

هغه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې طالبان په ځانګړي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت، به د داسې ناستو او د افغانستان د خصوصي سکتور له فعالیتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستاني پانګوالو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یادې هوکړې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړولو، د پنبې د پروسس، په افغانستان کې د سمنټو تولید، د چرګانو د نسل د هګیو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د سکرو صادراتو او د موټرو د پرزو په برخو کې شوې دي.

یادې خونې دا هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی او وايي، دغه هوکړه لیکونه د صنعت، انرژۍ، کرنې، تولید او سوداګرۍ په سکتورونو کې د ګډ کار او پانګونې لپاره زمینه برابروي.

د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت بیک عبدالرحمانوف وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي او تمه ده چې له دغه سفر وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم زیاته شي.

هغه زیاته کړه چې د دوی د سفر هدف یوازې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو زیاتول نه دي، بلکې دوی چمتو دي د افغانستان د پنبې د پروسس فابریکې جوړولو، د فرنیچر او موبل تولید، د چرمي بوټانو جوړولو، د درملو او طبي وسایلو تولید، ودانیزو توکو او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې ګډې پانګونې وکړي.

د طالبانو د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ازبکستان پانګه‌والو ته بلنه ورکړه چې په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو استازو هم د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

ترویج لرونکی

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای
۱

نوې ډیلي: د چین ادعاوې واقعیت نه شي بدلولای

۲

چین واخان دهلیز ته څېرمه د «سینلینګ» په نامه نوی اداري واحد اعلان کړی

۳

تاجکستان د افغان کارګرو د جذب لپاره ځانګړې ونډه اعلان کړه

۴

د افغانستان د هوايي حریم له لارې د تلونکو الوتکو پیلوټان الوتنې پخپله همغږې کوي

۵

په هنګري کې پارلماني ټاکنې وشوې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ازبکستان سره د چرګانو د تولید برخه کې د ۲ مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مسوولینو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د لیدنې په څنډه کې له یاد هېواد سره د «همکار پرنده» شرکت او د افغانستان د «یشلر سمرقند» شرکت ترمنځ د دوه مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې؛ دواړه شرکتونه به د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو د تبادلې په برخه کې همکاري کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه هوکړې موخه د چرګانو د تولید د ځنځیر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې تر ډېره بریده ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی؛ خو لاهم د یو ورځنیو چرګوړو او نطفه‌لرونکو هګیو په برخه کې وارداتو ته اړتیا لري. د دوی په وینا؛ دغه ډول تړونونه کولای شي یاده اړتیا کمه کړي.

همدارنګه ویل شوي، چې د بېلابېلو نسلونو د غوښینو او هګۍ‌ ورکوونکو چرګانو لپاره د نطفه‌لرونکو هګیو تولید د چرګانو د صنعت په پراختیا کې مهم رول لري.

وروستیو ورښتونو د غزني ښار تاریخي سیمې زیانمنې کړې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وایي، چې وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو د دغه ولایت تاریخي سیمو او ابداتو ته زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د دغه زیانونو اصلي لاملونه سخت بارانونه او په ۲۰۱۳کال کې د تاریخي ودانیو نامعیاري بیارغونه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په غزني ښار کې د بالاحصار کلا د ورښتونو له امله ډېره زیانمنه شوې او د هغې بڼه هم بدله شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ د دغه کلا لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۳۰ متره احاطوي دېوال نړېدلی دی.

حمیدالله نثار ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په غزني ښار کې تر شلو ډېرې تاریخي سیمې او ابدات رغول شوي؛ خو لا هم اته نور تاریخي ځایونه بیارغونې ته اړتیا لري.

بلخوا د غزني اوسېدونکي له طالبانو غوښتي، چې په دغه ولایت کې دې د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي. تر دې وړاندي طالب چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو د ځاني زيان ترڅنګ سړکونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، مدرسې، کورونه او کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د کندهار په عینومېنه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو او پوځي مسوولینو خلکو ته سپارښتنې کړې، چې ښځې دې د ځیرک ټېلیفون په کارولو کې احتياط وکړي او د کورنۍ انځورونه او ویډيوګانې دي نه ثبتوي. دوی ویلي، چې دغه کړنې ستونزې، ګواښونه او د پیسو غوښتنې زیاتې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو، د حج او اوقافو ریاست استازو او پوځي مسوولینو د عینومېنې له یوشمېر مشرانو او ولسي شورا له غړو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې ښځې دې په «بشپړ ډول شرعي حجاب» مراعت کړي.

د عینومېنې د ولسي شورا د غړو په خبره؛ طالبانو په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې خلک دې جوماتونو ته پر وخت حاضر شي او نوي ځوانان دې د وسايطو، موسیقۍ او نورو ناسمو کړنو څخه را وګرځول شي.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو د یادو ادارو استازو سوداګرو، هټۍوالو، د ښادیو او د ودونو د صالونونو مسوولینو ته په ټینګار سپارښتنه کړې، چې د مصنوعي ټکانونو «پټاقیو» کارول په بشپړه توګه بند دي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د طالبانو د عینومېنې د امربالمعروف ریاست یو مسوول د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د ښادیو او سفرونو پر مهال دې هره کورنۍ خپل د ساحې امنیتي مسوولین په جریان کې واچوي؛ ترڅو د کورونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وشي».

طالبانو خلکو ته ویلي، چې یادې سپارښتنې او خبرداری یې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د هدایت له مخې کړې او په جدي توګه به یې عملي کوي. طالبانو په کندهار کې تر بل هر ځای پراخ بندیزونه لګولي او خلک وايي د محدودیتونو دغه لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: د خبریالانو پر روان وضعیت چوپتیا انساني ارزښتونه له‌منځه وړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ «راواه» د طالبانو په بند کې د درېیو خبریالانو شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د ازادۍ لپاره د جوړ شوي کمپاین په ملاتړ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې؛ د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه، نیونې، رواني شکنجې، سانسور، جبري کډوالي او له ګاونډیو هېوادونو د هغوی جبري اېستل هغه ستونزې دي چې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

دغه بنسټ زیاتوي، په داسې شرایطو کې چوپتیا او د خبریالانو ستونزې له پامه غورځول د بیان ازادۍ او انساني ارزښتونو ته زیان رسوي. یاد بنسټ له ملي او نړۍوالو ادارو غوښتي، چې په بند کې ټول خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې شي، په ګاونډیو هېوادونو کې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره امنیتي او بشري ملاتړ برابر شي او د خبریالانو د حقونو د سرغړونې عاملین حساب ورکونې ته راکش کړي.

په پای کې دغه بنسټ د بشري حقونو له سازمانونو، مدني ټولنو، ښځینه فعالانو، ځوانانو او رسنیو غوښتي چې د خبریالانو غږ بدرګه کړي، د هغوی ترڅنګ ودرېږي او د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو په بندخونو کې د شکېب احمد نظري، بشير هاتف، حميد فرهادي او يوشمېر نورو خبريالانو د وضعيت په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې وه. یاد سازمان ویلي و، چې د بشير هاتف او شکېب نظري روحي او رواني وضعيت ښه نه‌دی.

یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سي‌ډبلیو‌اېس‌اې موسسې د بامیان په یکه‌ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې پنځم پړاو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۲,۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر یادو کورنیو ټولټال دوه میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.

له دې سره سم، په یاده سیمه کې بې‌وزلې کورنۍ دغه مرستې بسیا نه‌بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه لري.