• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې خلکو ته د طالبانو نوې سپارښتنې؛ ښځې دې د کورنۍ انځورونه او ویديوګانې نه ثبتوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د کندهار په عینومېنه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو او پوځي مسوولینو خلکو ته سپارښتنې کړې، چې ښځې دې د ځیرک ټېلیفون په کارولو کې احتياط وکړي او د کورنۍ انځورونه او ویډيوګانې دي نه ثبتوي. دوی ویلي، چې دغه کړنې ستونزې، ګواښونه او د پیسو غوښتنې زیاتې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست کارکوونکو، د حج او اوقافو ریاست استازو او پوځي مسوولینو د عینومېنې له یوشمېر مشرانو او ولسي شورا له غړو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې ښځې دې په «بشپړ ډول شرعي حجاب» مراعت کړي.

د عینومېنې د ولسي شورا د غړو په خبره؛ طالبانو په دې ناسته کې ټينګار کړی، چې خلک دې جوماتونو ته پر وخت حاضر شي او نوي ځوانان دې د وسايطو، موسیقۍ او نورو ناسمو کړنو څخه را وګرځول شي.

دوی زیاته کړې، چې د طالبانو د یادو ادارو استازو سوداګرو، هټۍوالو، د ښادیو او د ودونو د صالونونو مسوولینو ته په ټینګار سپارښتنه کړې، چې د مصنوعي ټکانونو «پټاقیو» کارول په بشپړه توګه بند دي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي.

د طالبانو د عینومېنې د امربالمعروف ریاست یو مسوول د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: «د ښادیو او سفرونو پر مهال دې هره کورنۍ خپل د ساحې امنیتي مسوولین په جریان کې واچوي؛ ترڅو د کورونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وشي».

طالبانو خلکو ته ویلي، چې یادې سپارښتنې او خبرداری یې د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د هدایت له مخې کړې او په جدي توګه به یې عملي کوي. طالبانو په کندهار کې تر بل هر ځای پراخ بندیزونه لګولي او خلک وايي د محدودیتونو دغه لړۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

۵

سرې میاشتې ټولنې په کاپیسا او لوګر کې پر ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ۸ ټنه د قربانۍ غوښه وېشلې

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو ملاتړ بنسټ: د خبریالانو پر روان وضعیت چوپتیا انساني ارزښتونه له‌منځه وړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ «راواه» د طالبانو په بند کې د درېیو خبریالانو شکېب نظري، حمید فرهادي او بشیر هاتف د ازادۍ لپاره د جوړ شوي کمپاین په ملاتړ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خبریالان له جدي ستونزو سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې؛ د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه، نیونې، رواني شکنجې، سانسور، جبري کډوالي او له ګاونډیو هېوادونو د هغوی جبري اېستل هغه ستونزې دي چې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

دغه بنسټ زیاتوي، په داسې شرایطو کې چوپتیا او د خبریالانو ستونزې له پامه غورځول د بیان ازادۍ او انساني ارزښتونو ته زیان رسوي. یاد بنسټ له ملي او نړۍوالو ادارو غوښتي، چې په بند کې ټول خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې شي، په ګاونډیو هېوادونو کې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره امنیتي او بشري ملاتړ برابر شي او د خبریالانو د حقونو د سرغړونې عاملین حساب ورکونې ته راکش کړي.

په پای کې دغه بنسټ د بشري حقونو له سازمانونو، مدني ټولنو، ښځینه فعالانو، ځوانانو او رسنیو غوښتي چې د خبریالانو غږ بدرګه کړي، د هغوی ترڅنګ ودرېږي او د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو په بندخونو کې د شکېب احمد نظري، بشير هاتف، حميد فرهادي او يوشمېر نورو خبريالانو د وضعيت په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې وه. یاد سازمان ویلي و، چې د بشير هاتف او شکېب نظري روحي او رواني وضعيت ښه نه‌دی.

یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سي‌ډبلیو‌اېس‌اې موسسې د بامیان په یکه‌ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې پنځم پړاو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۲,۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، پر یادو کورنیو ټولټال دوه میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.

له دې سره سم، په یاده سیمه کې بې‌وزلې کورنۍ دغه مرستې بسیا نه‌بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه لري.

ایرانی ډيپلوماټ: د میلک بندر باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي محمد رضا نفر ویلي، د میلک سرحدي دروازه باید د بندر عباس او چابهار بندر په کچه پیاوړې شي. میلک په نیمروز کې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز بندر دی.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي د ایران د سیستان او بلوچستان له مسوولینو او د میلک سیمې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د میلک بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده او باید پراختیا ومومي.

هغه زیاته کړې: «د ایران او افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوې مهمې لارې په توګه د میلک پولې فعالیت باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي».

تر دې مخکې ایران اعلان کړی وو، چې په دې پوله کې د نوې ځمکنۍ لارې په پرانېستلو سره به د بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ زیات شي.

د یادونې وړ ده، چې د میلک- زرنج لاره د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان بلوچستان ترمنځ موقعیت لري او افغانستان ته د ایران د تېلو او نورو توکو د صادراتو مهمه دروازه بلل کېږي او همداراز افغان کډوال هم پرې را اړول کېږي.

اوچا: اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د بېړنیو پېښو د مهال لپاره ۷۳،۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي چې د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵کال کې د بیړنیو پیښو او اوږدمهاله بشري اړتیاوو د حل لپاره اټکلي ۷۳،۵ ملیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې اوچا وویل چې دا صندوق په ۲۰۲۵کال کې ۳،۵ملیون خلکو ته رسېدنه کړې، چې په کې بیرته راستنیدونکي او هغه ټولنې شاملې دي چې د زلزلې، وچکالۍ او پراخو بحرانونو څخه اغیزمن شوي دي.

راپور کې ویل شوي چې دې تخصیصونو په ټول افغانستان کې ملیونونو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره لاره هواره کړې، په ځانګړي ډول د هغو خلکو په اړه چې د بې ځایه کیدو، اقلیمي پیښو او طبیعي پیښو څخه ډیر اغیزمن شوي دي.

اوچا وویل چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۲ملیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګري ملتونه د دوی د مرستې لپاره د ۱،۷ملیارد ډالرو غوښتنه کوي.

ضیاالحق امرخېل: د ایرانیانو د بریالیتوب یو مهم راز د ښځو فعاله ونډه ده

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، د راپورونو له‌مخې، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي. د هغه په وینا، د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي، د تېر نظام د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه بولي.

ضیاالحق امرخېل د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د راپورونو پر بنسټ، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي او همداراز هر کال د کانکور له ګډونوالو څخه تر ۶۰ سلنه زیاتې نجونې جوړوي.

امرخېل د ښځو پر زده‌کړو له ټینګار سربېره وايي: «هغه ملتونه به تل د بریا لوړو پوړیو ته رسېږي چې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځو ته هم د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي او د هېواد په ودانولو کې د ونډې او فرصت ډګر ورته برابر کړي».

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

له دې سربېره همدا دوه ورځې مخکې (د جمعې په ورځ) طالبانو له نجونو فارغانو پرته د طب له ۷ زره فارغانو ایګزېټ ازموینه واخیسته او د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي.