هنګو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین لپاره دندې ته پر روانو پوليسو برید کې یو سرتېری وژل شوی

ناپېژاندو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا ایالت هنګو ولسوالۍ اړوند چپري وزیران ته نږدې پرتې سیمه کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین لپاره دندې ته پر روانو پوليسو ډزې کړې دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ په دغه برید کې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي، د پېښې سره سملاسي د پاکستان امنیتي ځواکونو پر وسلهوالو ځوابي ډزې وکړې او د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه چې لاهم روانه ده. پولیس وايي، د مرستې لپاره نور ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي او چاڼیز عملیات روان دي.
