• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱

په غزني کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، چې په دې ولايت کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله درې کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، لومړۍ پېښه نن سهار (دوشنبه، د وري ۲۴مه) په اب‌بند ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه مېرمنې مړې شوې او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د طالبانو د غزني امنیې قومندانۍ په وينا، دغه پېښه د يو موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

بل خوا، دويمه پېښه تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره رامنځته شوې، چې له امله يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپي شوی دی.

طالب چارواکي وايي، دا پېښه د يو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او د دغو پېښو اصلي لامل یې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هرات والي په وروستي برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د لاریون مخه ونیوله

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په هرات کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار په دغه ولایت کې پر شیعه وګړو د وروستي مرګوني برید پر ضد د یوې غونډې او لاریون مخه نیولې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو والي د وري پر ۲۴مه د دوشنبې په سهار یو شمېر شیعه عالمان او مشران خپل دفتر ته وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې لاریون لغوه کړي.

لاریون کوونکو پلان درلود، چې د وري پر ۲۵مه د سې شنبې په ورځ خپل لاریون وکړي او د پلان له مخې به د برید د قربانیانو جسدونه د هرات ښار په مرکز کې له صادقیه جومات څخه د سلطان اغا زیارت ته یوسي.

د قربانیانو جنازې به د انجیل ولسوالۍ په ده میري کلي کې د لاریون په بڼه هم ترسره شي.

سرچینې وايي، سنيانو هم غوښتل، چې له شیعه هېوادوالو سره یوځای په لاریون کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې ځینو کسبکرو اعلان وکړ، چې د دوی کار به د سې شنبې په ورځ په دې مناسبت تړلی وي.

خو دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو د والي له مخنیوي وروسته به هم لاریونوال لاریون وکړي او کنه.

د هرات لپاره د طالبانو والي ویلي چې یوازې د تدفین مراسم به د سلطان میر عبدالواحد په زیارت کې ترسره شي چې د "سلطان آغا" په نوم پیژندل کیږي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د اسلام جار له ټینګار سره سره دا لاریون ممکن لهپلان سره سم وشي خو د طالبانو والي خبرداری ورکړی چې د ډلې ځواکونه به یې د لاریون کوونکو امنیت چمتو نه کړي.

یاده پېښه د جمعې په ورځ، د وري پر ۲۱مه وشوه. څلورو وسله والو کسانو ۱۳ شیعه زیارت کوونکي چې د انجیل ولسوالۍ د ده میري کلي کې زیارت ته تللي وو، په ډزو ووژل.

دې پیښې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

تر اوسه پورې، د داعش په ګډون هیڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت داعش منلی و.

د نورستان او چترال قومي مشرانو د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند هوکړه کړې

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه د پاکستان او طالبانو په رضایت شوې . د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواوې به له ناړۍ تر نورستان پورې دایمي اوربند کوي.

د دغې هوکړې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ، د اپریل پر ۱۳مه نېټه شوې، د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونه مکلف ګڼل شوي، چې د له ناړۍ نه تر کامدېش او نورستان پورې پر یو بل ډزې ونه کړي.

هوکړه د ناړۍ، کامدېش او برګمټال ولسوالیو او د چترال د ارنوي تحصیل د ۲۶ قومي مشرانو ترمنځ شوې، چې له دواړو خواوو په مساوي ډول غوره شوي دي.

په هوکړه کې ویل شوي، « د خلکو د ستونزو د هواري او د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د دواړو غاړو قومي مشرانو او دیني عالمانو یوه ګډه اصلاحي جرګه جوړه کړه چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي».

100%

په دې جرګه کې د دواړو لوریو مشرانو خپل نظرونه شریک کړي او له اوږدو بحثونو وروسته یې د پاکستان او طالبانو په اجازه ځینې پرېکړې کړې دي.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تر کامدېش او برګمټال پورې او همدارنګه د ارنوي او چترال په سیمو کې به پاکستاني پوځیان د افغانستان د برګمټال او کامدېش پر طالب نظامیانو برید نه کوي او د افغانستان له لوري به هم د ارنوي او چترال پر نظامیانو برید نه کېږي او جګړه به بنده وي.

د هوکړې په دویم بند کې ویل شوي، چې د دې پرېکړې له مخې به د دواړو خواوو ترمنځ دایمي اوربند نافذ وي، چې د دواړو لوریو په رضایت رامنځته شوی دی.

په درېیم بند کې د تاوتریخوالي پر نه کولو ټینګار شوی او ویل شوي، چې د دواړو خواوو نظامي ځواکونه به د پخوا په څېر په خپلو پوستو کې پاتې کېږي او په خپل منځ کې به له تاوتریخوالي ډډه کوي.

د هوکړې له مخې، هغه خلک چې د جګړو له امله بې‌کوره شوي، کولای شي بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

په پنځم بند کې د لارو پر پرانېستلو هوکړه شوې او ویل شوي، « هغه لارې چې د خلکو پر مخ تړل شوې وې، بېرته به پرانېستل کېږي او هېڅ لوری حق نه لري چې دا لارې وتړي».

د نورستان او لر چترال قومي اصلاحي جرګې ویلي، چې که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، د جرګې پر وړاندې به مسول او ملامت ګڼل کېږي.

په دې هوکړه کې یادونه شوې، چې دغه اوربند په بر دیر او چترال پورې اړوند دی او دغلته به ډزبندي وي.

د لوګر اوسېدونکي: د طالبانو والي د لوګر په مرکز کې دولتي ځمکې د پیسو په بدل کې وېشلې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو او غږونو کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی، چې د طالبانو والي د ښار جوړونې له رییس سره په همغږۍ د پل علم د بابوس ویالې ترڅنګ څه دپاسه ۲۰۰ نومرې شنه سیمه د استوګنیزو نومرو په نامه د نږدې ۵ تر ۸ زره ډالرو په بدل کې وېشلې ده.

ځایې کسان وایې چې د بابوس ویالې سیمې اړوند یو برخه ځمکه تیر کال ویشل شوې وه او پاتې یې سږ کال تازه طالبانو خپلو ملګرو او انډیوالانو ته چې بر حاله دولتي دندې لري وېشي.

د پل علم د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د ۱۷ لوړپوړو ودانیو د جوړولو امرونه ورکړل شوي او په سیمه کې یې عملي کارونه هم پیل شوي دي.

ځایي سرچینې ددې خبر په پخلي سره وایي چې دغه سیمه مخکې د عامه پارک او شنو ساحو لپاره په پلان کې نیول شوې وه، خو اوس یې د کارونې بڼه بدله شوې ده.

دغو اوسېدونکو د ساحې پخوانۍ نقشې هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، چې لیدل کیږي دغه سیمه پکې د شنې سیمې په توګه په نښه شوې ده.

د طالبانو د لوګر ولایت چارواکو تر اوسه د خلکو ددغه شکایت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ننګرهار کې د توکو د بیو د کنټرول لپاره په اتحادیو ژمنلیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي، چې ‏په دغه ولایت کې د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي لپاره د نانوايانو، هوټلونو، قصابانو او د چرګانو اتحادیو پر مسوولینو یې ژمنلیکونه لاسلیک کړل. په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له احتکار څخه شکایت کوي.

په ننګرهار د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن دوشنبې، د وري پر ۲۴مه وویل چې د احتکار د مخنوي کمیسیون مسوولینو د بېلابېلو اتحادیو له مسوولانو سره د نرخپاڼو د ترتیب او تطبیق، د توکو د کیفیت ساتنې، د وزن د کنټرول او د بازار د عمومي نظم د ټینګښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ټینګار وشو چې ټول باید له ټاکل شویو اصولو سره سم فعالیت وکړي.

‏په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د صنفي اتحادیو مسوولينو له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بیو د کنټرول، د احتکار مخنیوي او د بازار د نظم ساتنې لپاره به لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم مهاله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې ځینې دوکانداران په خوراکي توکو او درملو کې له احتکاره کار اخلي.

د افغانستان په وروستیو طبیعي پېښو کې ۱۸۹ کسان مړه شوي او زرګونه کورنۍ اغېزمنې شوې

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د وري میاشتې له ۶مې نېټې څخه تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو، زلزلو، د چت نړېدو، تالندې او برېښنا، د غره ښویېدنې او ډبرو ښویېدو له امله ۱۸۹ تنه مړه شوي، ۲۵۳ تنه ټپیان شوي او ۹ تنه لا درکه دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې تر څنګ ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ ډول او ۸۴۶ کورونه په نسبي ډول وران شوي دي.

همداراز ۱۸۵ هټۍ، ۳۷۲ کیلومتره سړکونه، ۲۱۳۷۴ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.

د معلوماتو له مخې، ۱۸۳۰۰ ونې، ۲۴۱۵ د لمریزې برېښنا دړې، ۳۵۲ د اوبو شبکې او څاګان هم ویجاړ شوي او ۱۳۳۳ څاروي تلف شوي دي.

د یادې ادارې ویاند ویلي چې په ټولیز ډول ۹۱۵۱ کورنۍ له دغو پېښو اغېزمنې شوې دي.

هغه زیاتوي چې یادې ادارې د کورنیو او نړیوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ تر یو حده له زیانمنو کورنیو سره مرستې کړې دي، خو د سروې ټیمونه په ډېرو سیمو کې لا هم د زیانونو د ارزونې او سروې په چارو بوخت دي.