• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کامدېش او برګمټال تړلې لاره په لنډمهالې توګه پرانېستل شوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱

په نورستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د برګمټال او کامدېش ولسوالیو او د چترال د قومي مشرانو له ناستې وروسته د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ څخه کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لار پرانېستل شوه.

په نورستان کې د طالبانو والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې لار د داوړو لوریو قومي مشرانو په منځګړیتوب پرانیستل شوې ده.

د سیمې اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لاتراوسه برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته موټر نه دي رسېدلي او په لاره دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د لوګر اوسېدونکي: د طالبانو والي د لوګر په مرکز کې دولتي ځمکې د پیسو په بدل کې وېشلې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
د لوګر اوسېدونکي: د طالبانو والي د لوګر په مرکز کې دولتي ځمکې د پیسو په بدل کې وېشلې دي
100%

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو او غږونو کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی، چې د طالبانو والي د ښار جوړونې له رییس سره په همغږۍ د پل علم د بابوس ویالې ترڅنګ څه دپاسه ۲۰۰ نومرې شنه سیمه د استوګنیزو نومرو په نامه د نږدې ۵ تر ۸ زره ډالرو په بدل کې وېشلې ده.

ځایې کسان وایې چې د بابوس ویالې سیمې اړوند یو برخه ځمکه تیر کال ویشل شوې وه او پاتې یې سږ کال تازه طالبانو خپلو ملګرو او انډیوالانو ته چې بر حاله دولتي دندې لري وېشي.

د پل علم د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د ۱۷ لوړپوړو ودانیو د جوړولو امرونه ورکړل شوي او په سیمه کې یې عملي کارونه هم پیل شوي دي.

ځایي سرچینې ددې خبر په پخلي سره وایي چې دغه سیمه مخکې د عامه پارک او شنو ساحو لپاره په پلان کې نیول شوې وه، خو اوس یې د کارونې بڼه بدله شوې ده.

دغو اوسېدونکو د ساحې پخوانۍ نقشې هم له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، چې لیدل کیږي دغه سیمه پکې د شنې سیمې په توګه په نښه شوې ده.

د طالبانو د لوګر ولایت چارواکو تر اوسه د خلکو ددغه شکایت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ننګرهار کې د توکو د بیو د کنټرول لپاره په اتحادیو ژمنلیکونه لاسلیک کړل

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
طالبانو په ننګرهار کې د توکو د بیو د کنټرول لپاره په اتحادیو ژمنلیکونه لاسلیک کړل
100%

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي، چې ‏په دغه ولایت کې د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي لپاره د نانوايانو، هوټلونو، قصابانو او د چرګانو اتحادیو پر مسوولینو یې ژمنلیکونه لاسلیک کړل. په دې وروستیو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له احتکار څخه شکایت کوي.

په ننګرهار د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن دوشنبې، د وري پر ۲۴مه وویل چې د احتکار د مخنوي کمیسیون مسوولینو د بېلابېلو اتحادیو له مسوولانو سره د نرخپاڼو د ترتیب او تطبیق، د توکو د کیفیت ساتنې، د وزن د کنټرول او د بازار د عمومي نظم د ټینګښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ټینګار وشو چې ټول باید له ټاکل شویو اصولو سره سم فعالیت وکړي.

‏په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د صنفي اتحادیو مسوولينو له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بیو د کنټرول، د احتکار مخنیوي او د بازار د نظم ساتنې لپاره به لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سره هم مهاله د افغانانو شکایتونه دا دي، چې ځینې دوکانداران په خوراکي توکو او درملو کې له احتکاره کار اخلي.

د افغانستان په وروستیو طبیعي پېښو کې ۱۸۹ کسان مړه شوي او زرګونه کورنۍ اغېزمنې شوې

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
د افغانستان په وروستیو طبیعي پېښو کې  ۱۸۹ کسان مړه شوي او زرګونه کورنۍ اغېزمنې شوې
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې د وري میاشتې له ۶مې نېټې څخه تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو، زلزلو، د چت نړېدو، تالندې او برېښنا، د غره ښویېدنې او ډبرو ښویېدو له امله ۱۸۹ تنه مړه شوي، ۲۵۳ تنه ټپیان شوي او ۹ تنه لا درکه دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې تر څنګ ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ ډول او ۸۴۶ کورونه په نسبي ډول وران شوي دي.

همداراز ۱۸۵ هټۍ، ۳۷۲ کیلومتره سړکونه، ۲۱۳۷۴ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.

د معلوماتو له مخې، ۱۸۳۰۰ ونې، ۲۴۱۵ د لمریزې برېښنا دړې، ۳۵۲ د اوبو شبکې او څاګان هم ویجاړ شوي او ۱۳۳۳ څاروي تلف شوي دي.

د یادې ادارې ویاند ویلي چې په ټولیز ډول ۹۱۵۱ کورنۍ له دغو پېښو اغېزمنې شوې دي.

هغه زیاتوي چې یادې ادارې د کورنیو او نړیوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ تر یو حده له زیانمنو کورنیو سره مرستې کړې دي، خو د سروې ټیمونه په ډېرو سیمو کې لا هم د زیانونو د ارزونې او سروې په چارو بوخت دي.

د طالبانو د پټرولیم وزیر له ګازي سرچینو د برېښنا د تولید په تړاو له عزیزي ګروپ سره لیدلي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۱
 د طالبانو د پټرولیم وزیر له ګازي سرچینو د برېښنا د تولید په تړاو  له عزیزي ګروپ سره لیدلي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر ملاهدایت الله بدري د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره لیدلي او یاد ګروپ په افغانستان کې د ګازي سرچینو د لا ښه اکتشاف، استخراج او له هغو څخه د برېښنا د تولید پروپوزل ورسره شریک کړی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبه، د وري پر ۲۴مه ویلي چې ددغه وزارت وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لوریو په افغانستان کې له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید پر اهمیت، د انرژۍ برخې د پراختیا پر فرصتونو او همدارنګه د راتلونکو ګډو پلانونو په اړه نظرونه سره شریک کړل.

عزیزي انرژي ګروپ ټینګار کړی، چې که مناسبې اسانتیاوې او همغږي رامنځته شي، نو افغانستان کولای شي له خپلو کورنیو ګازي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي او د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره حل کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې لیکلي، چې د یادو پروژو د عملي کېدو په صورت کې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د انرژۍ د ځان بساینې پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړې.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزیر د یادې کمېټې د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې وزارت چمتو دی څو په یادو برخو کې له عزیزي انرژي ګروپ سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ.، چې د طبیعي سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د انرژۍ د برخې د پرمختګ لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي او ګډې پروژې به د قانوني چوکاټ له مخې پلي شي.

په انځورونو کې د عزیزي انرژي ګروپ په استازیتوب د تېر جمهوریت پرمهال د بهرنیو چارو مرستیال سیاسي مرستیال جاوید لودین او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانی استازی امیرخان یار هم لیدل کېږي.

د تېر کال ۱۴۰۴ د زمري میاشت کې عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړ. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي و چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت دا پروژه به تر راتلونکو پنځو کالو بشپړه شي چې تمرکز به د برېښنا او په ټوله کې د انرژۍ پر تولید وي.

طالبانو په میدان وردګ او زابل کې پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
طالبانو په میدان وردګ او زابل کې پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد او د زابل ولایت په شاجوی ولسوالیو کې پنځه تنه د غلا او «اخلاقي فساد» په تور په ۳۹–۳۹ درو سزا او له دوو تر درې کلونو تنفیذي بند محکوم او سزاوې پرې عملي شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور دوه ـ دوه کاله بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.

بلخوا، په زابل ولایت کې هم د شاه جوی ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته د غلا په تور درې کاله بند او ۳۹ دُرې سزا اورول شوې ده.

طالبانو ویلي چې پر یادو کسانو د مرافعه محکمې او سترې محکمې له تایید وروسته، په رسمي غونډه کې د اړوندو ادارو او حاضرینو په ګډون سزا عملي شوې ده.