دغه سیمه چې د کندهار ښار په لوېدیځه برخه کې د شپږمې او اوومې ناحیو ترمنځ پرته ده، اوس وخت ناوخت د ملاهبت الله اخندزاده د استوګنې ځای بلل کېږي او هغه دلته اکثره وخت له نورو لوړوپوړو طالب چارواکو سره مجلسونه کوي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د امنیت تر نامه لاندې شاوخوا تر پنځوسو پورې کورونه تخلیه شوي او ډېری یې یا نظامیانو ته ورکړل شوي او یا هم د پخوانیو مالکینو څخه په زور اخیستل شوي دي.
د دوی په خبره؛ پاتې لږ کورونه هم له ورته برخلیک سره مخ دي او خلک په تدریجي ډول د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ کېږي. د سیمې یو اوسېدونکی چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نهدی یاد کړی وایي: «موږ دلته کلونه، کلونه ژوند کړی دی دا زموږ پلرنی ځای دی؛ خو اوس له دې سیمې څخه په زور شړل شوي یو. طالبان وایي، یا مو کورونه په کرایه راکړئ او یا یې پر موږ خرڅ کړئ؛ خو نور به دلته نه اوسېږئ».
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی وایي: «دا ښکاره زور دی، خلک له خپلو مېنو اېستل کېږي او کورونه یې یا په ارزانه اخیستل کېږي او یا هم بې له رضا ترې اخیستل کېږي؛ دا نه امنیت دی او نه قانون، دا صرف د زور واکمني ده».
یو بل کس چې کور یې ترې اخیستل شوی وایي، نه غواړي بل ځای واوسي خو کور يې په زور ترې اخیستل شوی او طالبانو ورته ویلي چې کرایه ورکوي. هغه وویل: « موږ ته نه د بل ځای د اوسېدو اسانتیا شته او نه څوک زموږ غږ اوري؛ نو په بېلابېلو پلمو یې پر موږ فشار راوړی. هره ورځ به تالاشي وه، اخیر مو کور اېله کړ اوس په کرایه اوسېږو.»
خلک وایي، داسې فضا جوړه شوې چې دوی په خپله وېرېږي او مجبوره کېږي کورونه پرېږدي؛ ځکه هره ورځ پوښتنې او تالاشۍ وې، چې دا د دوی لپاره سخته ده. د خلکو په وینا؛ د منډیګک شاوخوا نه یوازې کورونه تخلیه شوي، بلکې ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه هم سخت اغېزمن شوي دي.
همداراز دوه مهم عمومي سړکونه چې پخوا خلکو پرې تګراتګ کاوه، اوس په بشپړه توګه تړل شوي او پرځای یې یو تنګ فرعي سړک جوړ شوی چې د زیاتې ګڼې ګوڼې لامل شوی دی. موټر چلوونکي وایي، د سړکونو تړل کېدو نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ستونزمن کړی؛ بلکې د دوی پر کار او عاید یې هم مستقیم اغېز کړی دی.
یو ټکسي چلوونکی په دې اړه وایي: «پخوا به موږ له همدې لارې په څو دقیقو کې تېرېدو؛ خو اوس باید پر فرعي او اوږده لاره ولاړ شو. دا زموږ وخت هم ضایع کوي او د تېلو مصرف هم زیاتوي».
د منډيګک مانۍ مخ او شاته دوه سړکونه بند شوي او خلک پر فرعي لارو تګ راتګ کوي
د سیمې اوسېدونکي وایي، چې دغه ټول محدودیتونه د چارواکو د امنیت لپاره وضع شوي؛ خو د دوی په وینا، دا کار د عامو خلکو پر حقونو مستقیم اغېز کوي. د سید محمد په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وایي: «امنیت مهم دی دا موږ منو؛ خو دا سمه نهده چې د خلکو ژوند دومره محدود شي. طالبان د خپل امنیت لپاره عامه سړکونه تړي او خلک له خپلو سیمو شړي. دوی په لومړي سر کې ویلي وو، چې بند سړکونه به خلاص کړي؛ خو اوس برعکس حالت دی».
د طالبانو والي اسلام جار له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، دوی کولای شي له ازبکستان نه خوراکي توکي، غوړي، سمېنټ او نور ودانیز توکي وارد او په بدل کې یې د مرمر ډبرې او نور توکي یاد هېواد ته صادر کړي.