• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱

په بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د بلوچستان په ډېره بګټي ولسوالۍ کې د پولیسو په وینا؛ د یادې ولسوالۍ پیر کوه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د امن ځواک د یوه ځايي مشر په کور برید کړی، چې له امله یې یو قبايلي مشر وژل شوی دی.

همداراز په یوې بلې جلا پېښه کې چې د یادې ولسوالۍ په سوي سیمه کې رامنځته شوې، ناپېژاندو وسله‌والو په یو کس ډزې وکړې چې له امله يې ایسکریم پلورونکی وژل شوی دی.
بل لور ته د ډېره مراد جمالي ولسوالۍ پولیس وايي، د غلو په ډزو کې ځايي کس وژل شوی او د ډزو په تبادله کې یو بل بیا ټپي دی. همداراز په جهل مګسي ولسوالۍ کې د‌ ځایي پولیسو په وینا؛ ناپېژاندو وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی دی. په یوه بله پېښه کې چې د نصيراباد ولسوالۍ اړوند فلیجي سیمه کې رامنځته شوې، د دېوال نړېدلو له امله یو کس مړ شوی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د منځني ختیځ کړکېچ د سیاسي حل پر موندلو ټینګار کړی

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د منځني ختیځ کړکېچ د سیاسي حل پر موندلو ټینګار کړی
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ پوځي حل نه لري او باید د خبرو اترو له لارې ورته حل وموندل شي. د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، له څو اوونیو ویجاړۍ او کړاو وروسته دا څرګنده شوې چې د دې شخړې لپاره نظامي حل نشته.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم په اسلام‌اباد کې د پاکستان په کوربه‌توب د امریکا او ایران ترمنځ خبرې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدلې، خو دا خبرې د دواړو خواوو د جدي تعامل څرګندونه کوي او د بیا خبرو اترو پر لور یو مهم او مثبت ګام بلل کېږي.

د هغه په خبره، د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي او یوې هوکړې ته رسېدل په لنډ مهال کې اسانه نه دي، خو سرمنشي ټینګار کړی چې خبرې باید په رغنده ډول دوام ومومي تر څو یوې پایلې ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو همدارنګه د اوربند پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټولې سرغړونې باید سمدستي ودرول شي.

ویاند د منځګړو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې، مننه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغو هڅو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د شخړې ټول اړخونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې د تګ راتګ ازادي رعایت کړي، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي کې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په دې کړکېچ کې بند پاتې دي او هره ورځ له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د سمندري سوداګرۍ ګډوډي نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم اغېزمن کړی، چې له امله یې اقتصادي کمزوري او ناامنۍ زیاتې شوې دي.

همدارنګه د سرې (کود) او اړوندو توکو د رسولو ګډوډي د نړۍ په کچه د میلیونونو زیان‌منو خلکو لپاره د خوړو ناامنۍ لا پسې زیاتوي، او د سون‌توکو، ترانسپورت او عرضې ځنځیر د ستونزو له امله د ژوند لګښتونه لوړ شوي دي.

بل خوا، د سرمنشي ځانګړی استازی ژان ارنو هم په سیمه کې فعال دی او له مهمو اړخونو سره په نږدې اړیکه کې دی، تر څو د یوه هر اړخیز او دوامدار توافق ملاتړ وکړي

د اسټرالیا په پوځ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لویې درستیزې په توګه وټاکل شوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
د اسټرالیا په پوځ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د لویې درستیزې په توګه وټاکل شوه
100%

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ په ۱۲۵ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د پوځ د عمومي قومندانې یا لویې درستیزې په توګه ټاکل شوې ده. د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مالز وویل چې جنرال سوزن کویل دې دندې ته ګمارل شوې.

ټاکل شوې ده چې نوموړې به د جولای له میاشتې څخه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر دغه ګومارنه «یو تاریخي شېبه» وبلله او مېرمن کویل ته یې د بریا هیله څرګنده کړه. هغه وویل: «زه ډاډه یم چې د هغې لاسته راوړنې به ډېرو ښځو ته الهام وبخښي».

جنراله سوزن کویل چې اوس مهال د پوځ د ګډو وړتیاوو د څانګې مشري پر غاړه لري، ټاکل شوې ده چې د جنرال سایمون سټوارټ پر ځای دغه مهم مسوولیت په غاړه واخلي. نوموړې ۵۵ کاله عمر لري او له ۱۹۸۷ کال راهیسې د اسټرالیا له پوځ سره یوځای شوې ده او نږدې څلور لسیزې یې په بېلابېلو پوځي برخو کې خدمت کړی دی.

مېرمن کویل په دې موده کې د قومندانۍ مهم مسوولیتونه په عملیاتي او اداري کچو ترسره کړي او د پوځي عملیاتو، ستراتیژیک پلان جوړونې او سایبري جګړې په برخو کې یې پراخه تجربه ترلاسه کړې ده.

همدارنګه، هغې په څو نړیوالو ماموریتونو کې، له هغې ډلې په افغانستان او د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې، برخه اخیستې او خپلې دندې یې ترسره کړې دي.

ترکيه وايي ناټو دې په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې له ټرمپ سره اړیکې بیا ورغوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۱
ترکيه وايي ناټو دې په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې له ټرمپ سره اړیکې بیا ورغوي
100%

ترکیې د دوشنبې په ورځ وویل چې د ناټو متحدین باید په انقره کې د جولای میاشتې له سرمشریزې ګټه واخلي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دې اړیکې له سره تنظیم کړي او په ایتلاف کې د امریکا د حضور کمېدو ته هم باید چمتو و اوسي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې انقره باور لري ټرمپ به د ناټو په سرمشریزه کې چې د جولای پر اوومه او اتمه نېټه کېږي، ګډون وکړي، ځکه دده په وینا، ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ټرمپ د «شخصي درناوي» له امله به نوموړی غونډې ته احتمالا ورشي.

خو هغه زیاته کړه چې پوهېږي ټرمپ په عمومي ډول دې غونډې ته ډېر لېواله نه دی.

ټرمپ له کلونو راهیسې پر ناټو نیوکې کوي او تېره اونۍ یې خبرداری ورکړ چې واشنګټن به له دغه ایتلافه ووځي، ځکه اروپایي غړو د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره د سمندري ځواکونو له لېږلو ډډه کړې ده.

فیدان له دولتي خبري اژانس اناتولو سره په خبرو کې وویل چې متحدین تر ډېره د ټرمپ نیوکې یوازې سیاسي خبرې بولي، خو اوس د دې احتمال له مخې پلانونه جوړوي چې امریکا ښايي خپل ګډون کم کړي او په همدې اساس خپلې دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي.

د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د پولیسو پر موټر ډزو کې درې پولیس وژل شوي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱
د پاکستان په ګلګت بلتستان کې د پولیسو پر موټر ډزو کې درې پولیس وژل شوي
100%

د پاکستان د ګلګت بلتستان ایالت د دیامر ولسوالۍ اړوند چېلاس سیمه کې وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې کړې دي او درې پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو د پولیسو پر هغه ټیم ډزې وکړې چې د نیول شویو نشه‌یي توکو د له منځه وړلو په عملیاتو بوخت وو.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په برید کې درې تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې د پولیسو یو لوړپوړی افسر هم شامل دی. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي چې سیمې ته د پولیسو زیات ځواک استول شوی او د برید کوونکو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي.

د پاکستاني سرچینو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي او تر اوسه د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دیامر کې د وسله والو مختلفې ډلې فعالې دي، چې یوه پکې د ټي ټي پي د پنجابي طالبانو د پخواني مشر عصمت الله معاویه جنود حفصه ډله ده.

ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۱
ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي دي
100%

ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي، چې دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې د اعدام تر ټولو ستر شمېر بلل شوی. د بشري حقونو دوو سازمانونو په خپل ګډ رپوټ کې خبرداری ورکړی چې که اوسنی کړکېچ وغځیږي او حکومت پر ځای پاتې شي، امکان شته چې اعدام لا ډېر د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي.

د اعدامونو دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د ۹۷۵ کسانو په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې کې ۴۸ ښځې هم شاملې دي چې اعدام شوې دي. رپوټ وايي چې دا شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه ډېر اعدامونه په رسمي رسنیو کې نه خپرېږي او د معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن وي.

د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې هره ورځ په منځني ډول له څلورو څخه تر پنځو کسانو پورې اعدام شوي دي.

دا هم ویل شوي چې دا په ۲۰۰۸ کال کې د اعدامونو د ثبت له پیلولو راهیسې تر ټولو ستر شمېر دی او همدارنګه له ۱۹۸۹ کال وروسته تر ټولو ډېر رپوټ شوي اعدامونه دي.

رپوټ دا اندېښنه هم څرګندوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له اعتراضونو وروسته نیول شوي سلګونه کسان لا هم د مرګ له سزا سره مخ دي.

دغه اعتراضونه د حکومت له ځپونکو اقداماتو سره مخ شول، چې د بشري حقونو د ډلو په وینا، زرګونه کسان پکې ووژل شول او لسګونه زره نور ونیول شول.

د رپوټ له مخې، د اسلامي جمهوریت حکومت هڅه کړې چې د پرله پسې اعدامونو له لارې ویره خپره کړي، څو د نورو اعتراضونو مخه ونیسي او خپل واک وغځوي.

همدارنګه ویل شوي چې حتا د هغو شخړو پر مهال چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې پیل شوې او ایران له بهرنیو هېوادونو سره په جګړه کې ښکېل شوی، بیا هم څو کسان اعدام شوي دي. په دغو کسانو کې هغه افراد هم شامل دي چې د حکومت له مخالفو ډلو سره د تړاو او یا د جاسوسۍ په تورونو محکوم شوي وو.

رپوټ زیاتوي چې د اعدام سزا ډېری وخت د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي او قومي لږکي، په ځانګړي ډول کردان او بلوچان، تر ټولو ډېر هدف ګرځي.

د فرانس پرېس د رپوټ له مخې، دا ډلې چې اکثره د سني مذهب پیروان دي، د هېواد په لوېدیځ او سوېل ختیزو سیمو کې ژوند کوي او له تبعیض او سخت چلند سره مخ دي.