• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښوونکو شکایت: درې میاشتې کېږي چې د طالبانو ادارې معاشونه نه دي راکړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

یو شمېر افغان ښوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې درې میاشتې کیږي طالبانو معاشونه نه دي ورکړي. دوی وایي، د معاشونو ځنډېدو یې ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان یې له لاسه ورکړی.

یوه ښوونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «درې میاشتې کېږي چې معاش نه لرو. د کور کرایه، خوراکي توکي او نور لګښتونه ټول پر موږ بار دي، خو عاید مو صفر دی. دې وضعیت مو ژوند ډېر سخت کړی دی».

نوموړی زیاتوي چې ډېری ښوونکي اوس اړ شوي له پورونو کار واخلي، خو د دوام په صورت کې به دا هم نور امکان ونه لري.

یو بل ښوونکي د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ د زده‌کوونکو د راتلونکې لپاره تدریس ته ژمن یو، خو پرته له معاشه کار کول ناشوني دي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي ګڼ معلمان ښوونځي پرېږدي».

د یادو ښوونکو په وینا، د معاشونو نه ورکول نه یوازې د هغوی اقتصادي وضعیت خراب کړی، بلکې پر رواني روغتیا یې هم منفي اغېز کړی دی. دوی وایي چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو، درملنې او ورځنیو اړتیاوو په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.

د دغو ښوونکو په وینا، څو ځلې یې د طالبانو معارف وزارت ته د معاشونو په اړه شکایت کړی، خو هغوی ورته ویلي چې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول یونېسف او یونسکو، د راپورونو له مخې د افغانستان د ښوونې او روزنې نظام دا مهال له ژور او بې‌ساري بحران سره مخ دی.

د یادو بنسټونو په وینا، میلیونونه ماشومان له ښوونځي پاتې دي، د زده‌کړې کیفیت په بې‌سارې توګه ټیټ شوی او د ښځینه ښوونکو کمښت، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو او د ښوونځیو ناسم بنسټیز حالت د پوهنې نظام له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیانو دامنيتي وضعيت په اړه ګډه ناسته کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د پکتیا رسنیز دفتر وايي، چې د پکتیا، خوست ، پکتيکا، لوګر او غزني ولايتونو واليانو او د امنيې قوماندانانو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ریيس ارکان، نظامي محکمې او د استخباراتو رییسانو د سوېل ختیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت د خوندیتوب په موخه ناسته کړې ده.

د طالبانو د پکتیا والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه ویلي، چې په دې ناسته کې د اسلامي نظام د پياوړتيا، د خلکو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د ادارو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ پر اهميت خبرې شوې دي.

په غونډه کې د تېرو مجلسونو د پريکړو د تطبيق ارزونه شوې او د سويل ختيځ زون ولايتونو امنيتي وضعيت، پراختيايي چارو، اقتصادي او ټولنيز حالت او خلکو ته د خدمتونو د ښه والي په اړه معلومات شريک شوي دي.

همدراز په دې ناسته کې د پراختيايي او اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د همغږۍ زياتوالي، د قاچاق مخنيوي، د نشه‌يي توکو د کر او توليد مخنيوي، د شته امنيتي وضعيت د خونديتوب او غوره حکومتولۍ په اړه هم بحثونه شوي دي.

طالبانو د سوېل ختییزو ولایتونو د امنیتي ننګونو په اړه کوم جزییات نه دي ور کړي.

په غزني کې وروستیو ورښتونو تاریخي ابداتو ته زیان اړولی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت د بالاحصار شاوخوا ۳۰ متره ساتونکی دېوال ویجاړ شوی دی.

د یاد ریاست رییس، حمدالله نثار ویلي چې ورورستیو سېلابونو د دغه ولایت نورو تاریخي سیمو ته هم زیانونه اړولي دي.

نوموړي له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې چې وروستیو بارانونو هغه تاریخي ودانۍ لا ډېرې زیانمنې کړې دي چې له مخکې یې بیارغونې ته اړتیا درلوده.

هغه د دې اثارو د تخریب یو مهم لامل «د پخواني حکومت پر مهال غیر معیاري او ناسم ترمیمات» بللي دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړو په تاشکند کې په یوه بحث کې برخه واخېسته

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وايي، چې په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره نړیوال انسټیټویټ د مرکزي اسیا او افغانستان ترمنځ ناسته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په اړه جوړه شوې او د یاد انسټیټویټ رییس عبدالحي قانت پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا خبرې تېره ورځ د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز عبدالحی قانت په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره د نړیوال انسټیټیوټ د "منځنۍ اسیا - افغانستان مشورتي ډیالوګ» تر نامه لاندې ګردي مېز کې ګډون کړی دی.

عبدالحی قانت د سیمه ییزې ښکېلتیا لپاره د اقتصاد پر بنسټ عملي چلند پر ارزښت ټینګار کړی.

نوموړي دغه راز په راتلونکي کې د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي د خبرو اترو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې د ناستې ګډونوالو د اړیکو زیاتوالي او د سیمه ییز ثبات او اتصال لپاره د ګډو نوښتونو د رامنځته کېدو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې.

په پاکستان کې میشتو ښځینه فعالانو د افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱

په پاکستان کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو په دغه هېواد کې د نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم جرم نه دی.

دغو فعالانو «د خبریال ازادي د حقیقت ازادي ده» د شعارونو په ورکولو سره ویلي، چې خبریالان د زندان له لارې نه شي غلی کېدای، ځکه د هغوی د قلم غږ د ټولنې د بیدارۍ وسیله ده.

فعالانو ویلي چې که خبریالان بندي وي، نو ټولنه تیاره پاتې کېږي او حقیقت پټ پاتې کېږي. د هغوی په وینا، د رسنیو ازادي پرته له عدالت څخه هیڅ معنا نه لري.

په اسلام اباد کې په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیول شوي او داسې اندېښنې هم شته چې ښايي افغانستان ته واستول شي، چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي.

دغه راز طالبانو هم په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیولي، چې د خبریالانو ټولنو یې په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د طالبانو د کرنې وزارت پلاوي د روسیې له ویسوټسک بندر څخه لیدنه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدرعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي د روسیې له ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر پر مهال د بندر فعالیتونه، لوژسټیکي سیسټمونه او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو میکانیزمونه په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د راکړې ورکړې، د سوداګرۍ د پراختیا او افغانستان ته د روسیې د غنمو د صادراتو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

همدارنګه، طالب پلاوي روسي لوري ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «هېواد د کرنیزو تولیداتو په برخه کې لوړ ظرفیتونه او پراخ صادراتي فرصتونه لري».