• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي راشد خان ته د کرېکټ نړیوالې ټولنې په مشورتي بورډ کې د غړیتوب مبارکي ورکړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې وتلي ستوري راشد خان ته د کرکټ د نړیوالې ټولنې(ډبلېو‌ سي‌اې) په مشورتي بورډ کې د غړیتوب مبارکي ورکړې ده.

حامد کرزي په یوه پیغام کې ویلي، راشد خان ته د دغې مهمې نړیوالې دندې له امله مبارکي وایي او هغه ته یې د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

راشد خان، تازه د کرېکټ د لوبغاړو د نړیوالې ټولنې د مشورتي بورډ غړی ټاکل شوی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ځوانانو تکواندو ملي لوبغاړو نړۍوالې سیالۍ نن پیلیږي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
د افغانستان د ځوانانو تکواندو ملي لوبغاړو نړۍوالې سیالۍ نن پیلیږي
100%

د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد دوه ځوان ملي لوبغاړي به نن د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ځوانانو د نړۍوالو تکواندو سیالیو ۱۵م پړاو کې خپلې سیالۍ پیل کړي. دغه سیالۍ (د وري له ۲۳مې تر ۲۸مې) نېټې پورې ترسره کېږي.

په دغه سیالیو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو د بېلابېلو وزنونو په کټګوریو کې ګډون کړی، چې له افغانستان نه هم څلورو تکواندوکارانو په‌کې برخه اخیستې ده. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ نن دوشنبه (د وري ۲۴مه) مهدي یعقوبي د منفي ۴۵ کیلوګرام وزن کې او سدیس سکندر د منفي ۷۳ کیلوګرامه وزن په کټګوریو کې به له خپلو سیالانو سره مخ شي.

د نړۍوال تکواندو فدراسیون د اعلان له مخې؛ دغه سیالۍ په لسو وزنونو کې له ۴۵ تر ۷۸ کیلوګرامه پورې ترسره کېږي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان استازي:

مهدي یعقوبي – منفي ۴۵ کیلوګرام
علي‌رضا جامي – منفي ۶۸ کیلوګرام
سدیس سکندر – منفي ۷۳ کیلوګرام
محمد عذیر رشید – منفي ۷۸ کیلوګرام

د یاد ټیم مشري د تکواندو فدراسیون رییس نجیب‌الله سکندر پر غاړه لري او عبدالمعروف قاسمي او عبدالغفور بهرام د روزونکو په توګه ورسره مل دي.

100%
100%

راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا «د لوبغاړو مشورتي بورډ» د غړي په توګه وټاکل شو

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا «د لوبغاړو مشورتي بورډ» د غړي په توګه وټاکل شو
100%

د افغانستان د کرکټ نامتو ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوی غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه اعلان کې ویلي، چې د دې بورډ په جوړښت کې بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي چې د نړیوال کرکټ په مهمو پرېکړو کې د لوبغاړو رول او غږ لا پیاوړی شي.

د اعلامیې له مخې، راشد خان د سریلانکا له چاماري اتاپاتو او د ایټالیا له وین مډسن سره یو ځای د دې مشورتي بورډ غړی شوی دی.

همداراز، د نیوزیلنډ لوبغاړي ډاریل میچل او مادي ګرین هم د نوو غړو په توګه ورزیات شوي دي.

دغه بورډ د نړۍ د کرکټ له مشهورو څېرو لکه پت کامینز، جیسن هولډر، هیډر نایټ او ایډن مارکرام څخه جوړ دی، چې د نورو لوبغاړو ترڅنګ د نړیوال کرکټ پر مهمو موضوعاتو سلا مشورې وړاندې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، دا بدلونونه د ملي لوبډلو سره د وروستیو غونډو وروسته او د دې لپاره ترسره شوي چې د دې ورزش په راتلونکي کې د لوبغاړو ونډه نوره هم پیاوړې شي.

یاد مشورتي بورډ چې په ۲۰۱۸کال کې جوړ شوی، چې د دې ادارې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو نظرونه او وړاندیزونه د نړیوالو سیالیو، پلان جوړونې او د لوبغاړو د حقونو په اړه وړاندې کوي.

د افغانستان د ۱۷کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال په کافا جام سیالیو کې درېیمه ماتې وخوړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱
د افغانستان د ۱۷کلنو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال په کافا جام سیالیو کې درېیمه ماتې وخوړه
100%

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ جام سیالیو پر دوام د تاجکستان پر وړاندې د ۳–۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه. دا په یادو سیالیو کې د افغانستان درېیمه ماته وه. افغان لوبډلې تراوسه یوازې یوه لوبه مساوي کړې او د یو امتیاز په لرلو سره د جدول په پای کې ده.

په دغه لوبه کې د تاجکستان لوبډلې چې د جدول په سر کې وه، په لومړۍ نیمایي کې د دوو ګولونو په وهلو سره لوبه په بریا پای ته ورسوله.

په دویمه نیمایي کې د افغانستان لوبغاړو د پام وړ هڅه وکړه او وتوانېدل چې پایله برابره کړي؛ لومړی یې د پنالټي له لارې یو ګول وواهه او بیا یې بل ګول هم وکړ؛ څو لوبه ۲–۲ مساوي کړي. خو وروسته د تاجکستان لوبډلې درېیم ګول هم وواهه. د تاجکستان لوبډلې د افغانستان د دروازه ساتونکي له تېروتنې ګټه واخیسته او د بریا ګول یې ترسره کړ.

100%
100%

کابل کې د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د زرو لوبغاړو په ګډون پيل شوې

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
کابل کې د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د زرو لوبغاړو په ګډون پيل شوې
100%

د رزمي ورزشونو د پسرلني جام سيالۍ د کابل ښار له څه باندې ۱۰۰ کلپونو څخه د نږدې ۱۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون د رزمي ورزشونو فدراسیون په نوښت د بدني روزنې په ۵۰۰ کسیز سالون کې پيل شوې دي. په دې سياليو کې د بېلابېلو رزمي سبکونو لوبغاړي له يو بل سره سيالۍ کوي.

دا سيالۍ په څلورو عمري کټګوريو کې ترسره کېږي، چې ماشومان، تنکي ځوانان، ځوانان او لويان په‌کې شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې دغه سيالۍ د همدې مياشتې تر ۳۰ نېټې پورې دوام وکړي.

مسوولين وايي، دا سيالۍ د رزمي ورزشونو د ودې او پراختيا او همدارنګه د ورزشکارانو د مهارتونو او تجربو د کچې د لوړولو په موخه تنظيم شوې دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې نوی ټاکل شوی مشر روزونکی ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی دی. پایبس د غوراوي کمېټې، نړیوال کرېکټ، کورني کرېکټ او د ظرفیت لوړونې مرکز د مسوولینو ترڅنګ له دواړو لوبډلمشرانو سره هم کتلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو، پلانونو او په ځانګړي ډول د تمریناتي کمپ د پیل او مدیریت په اړه هراړخیزې خبرې اترې شوې دي.

100%

د افغانستان د کرېکټ بورډ د پلان له‌مخې، د ظرفیت لوړونې مرکز تر مستقیمې څارنې لاندې او د نوي مشر روزونکي په حضور کې، د نږدې ۴۰ افغان لوبغاړو لپاره یو میاشتنی تمریناتي کمپ سبا (یکشنبه) پیل او د مې تر ۱۶مې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې موده کې به افغان اتلان د هند پر وړاندې راتلونکې ټېسټ لوبې او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته پوره او هراړخیز چمتووالی ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې کابل ته دا د ریچارډ پایبس لومړنی سفر دی.