ایټالیا له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ تړون ځنډوي

د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ د تړون تمدید کېدل وځنډوي. لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي دي، چې دا پرېکړه یې د منځني ختیځ د روانو جګړو له امله کړې ده.

د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ د تړون تمدید کېدل وځنډوي. لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي دي، چې دا پرېکړه یې د منځني ختیځ د روانو جګړو له امله کړې ده.
د میلوني ښي اړخی حکومت په اروپا کې د اسراییل له نږدې متحدینو شمېرل کېږي، خو په وروستیو اونیو کې یې پر لبنان د اسراییل پر بریدونو نیوکه هم کړې ده.
په دغو پېښو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په اډانه کې په لبنان کې د ایټالیايي سرتېرو اغېزمنېدل هم شامل دي.
میلوني د ایټالیا په ویرونا ښار کې ویلي، « د اوسني وضعیت په رڼا کې حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي تړون اتومات تمدیدېدل وځنډوي».
دایټالیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې د دې پرېکړې له پایلو څخه یوه دا ده چې ایټالیا به نور له اسراییل سره په پوځي روزنه کې همکاري ونه کړي.
سرچینې ویلي چې دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې له خوا د بهرنیو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د مرستیال لومړي وزیر په ګډون جوړه شوې غونډه کې شوې ده.

په هرات کې په سلګونو خلکو د شیعه ګانو پر برید لاریون وکړ، د مذهبي او تعلیمي مرکزونو د امنیت، د مذهبونو د پیروانو ازادي او د افراطي او تکفیري افکارو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه. لاریون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د هرات برید د څېړلو او د عاملینو د پېژندلو لپاره پلاوی ولېږي.
د هرات اوسیدونکو د جمعې په ورځ د ډزو د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د وري پر ۲۵مه، د سې شنبې په ورځ یو پریکړه لیک خپور کړ او ویې ویل، چې بریدګرو د برید پرمهال د شیعه وګړو مذهبي مقدساتو او عقایدو ته سپکاوی کړی دی.
په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري زیارت پر لاره ګڼ شمیر امنیتي پوستې وې، خو دا ټول امنیتي تدابیر د جمعې په ورځ د برید پرمهال نه وو.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې وسله والو بریدګرو برید "په ارامۍ او له بیړې پرته" وکړ او له ډزو وروسته له سیمې ووتل.
په پرېکړه لیک کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي او ټینګار شوی چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له پیښې شاوخوا ۴۵ دقیقې وروسته د پیښې ځای ته ونه رسیدل.
په هرات کې لاریون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د ټپیانو او د قربانیانو د کورنیو وضعیت ته پاملرنه وکړي. دوی د مذهبي مرکزونو د خوندي کولو او د امنیتي تدابیرو د زیاتولو لپاره د ولسي ځواکونو په کارولو ټینګار کړی.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې طالبانو د ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د سوداګرو په حضور کې پلورلې دي.
د طالبانو اړوند باختر خبري اژانس لیکلې چې دا ډبرې د نږدې ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، څه باندې ۹ میلیونه افغانۍ د طالبانو بودجې ته سپارل شوې دي.
سره له دې چې دخلکو او شفافیت نړیوالو سازمانونو له لوري پر طالبانو د ناقانونه کانونو د استخراج او د طبیعي زېرمو د غیر شفافې استفادې نیوکې کیږي، اړونده طالب چارواکي وایې چې دا ډول پلور د عوایدو د زیاتوالي او د طبیعي زېرمو د قانوني استفادې په موخه کېږي.
د نورستان او د کونړ ناړۍ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د چترال له قومي مشرانو سره په هوکړه کې طالبانو رول نه درلود او دا هوکړه هم په چترال کې شوې. یاد مشران وايي، پاکستاني پوځیانو د نورستان قومي مشرانو ته ویلي چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.
تېره ورځ د وري پر ۲۴مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواوې به له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کوي.
د نورستان او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا لاره د دوی په غوښتنه او د پاکستاني نظامیانو په همغږۍ او د ځايي خلکو بد انساني وضعیت ته په کتو پرانېستل شوې ده.
د دې هوکړې پرمهال اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې جرګه د پاکستاني ځواکونو په یوه قرارګاه کې شوې ده.
ددې هوکړې د لاسلیک کېدو پرمهال د پاکستاني نظامیانو حضور لیدل کېږي خو د طالبانو کوم استازی حضور نه لري.
د قومي مشرانو په وینا، طالبانو د کونړ د ناړۍ او د نورستان برګمټال او ګامدېش ولسوالیو په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښې خپلې پوستې پرېښي دي او هلته حضور نه لري.
د کونړ ناړۍ او د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشران نیوکه کوي، چې له تېرو دوو میاشتو راهسې لارې تړلې وې خو طالبان ددې پرځای چې له هرې ممکنه لارې لاره پرانیزي، هیڅ اقدام نه دی کړی او د بدیلې لارې د پرانېستلو هڅې یې کړې دي.
یو قومي مشر وویل:« د پاکستاني خوا غوښتنه دا وه، چې په خپلو سیمو کې به د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته ځای نه ورکوئ او که څوک دا کار کوي باید ځايي خلک یې پر وړاندې ودریږي».
په تړون کې لیکل شوي، چې دا تړون د پاکستاني نظامیانو او طالبانو په رضایت شوی دی خو له هوکړې وروسته د طالبانو د نورستان والي ویاند یوازې دومره وویل، چې د دوو ولسوالیو لاره د قومي مشرانو له ناستې وروسته پرانېستل شوې ده.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تر کامدېش او برګمټال پورې او همدارنګه د ارنوي او چترال په سیمو کې به پاکستاني پوځیان د افغانستان د برګمټال او کامدېش پر طالب نظامیانو برید نه کوي او د افغانستان له لوري به هم د ارنوي او چترال پر نظامیانو برید نه کېږي او جګړه به بنده وي.
د وري پر ۲۳مه د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي یو، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي.
دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې که د هوا له لارې خوراکي توکي ور ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.
تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ختلان ولایت په همداني سیمه کې د زاړه اغزن تار پرځای د نویو خنډونو جوړولو چارې پیل کړې دي. دغه خنډونه په درواز او نورو سیمو کې هم پیل شوی.
د تاجکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه سیمه د ناقانونه تېرېدو او د نشهيي توکو د قاچاق وړونکو د فعالیت له امله تر ټولو زیانمنو سیمو ګڼل کېږي.
د تاجکستاني چارواکو په وینا، نوي خنډونه د شوروي دورې د زړو اغزنو تارونو ځای نیسي. ورته کارونه د پولې په نورو برخو کې هم روان دي.
دغه اغزن تار د نورک ښار په یوه ځانګړي فابریکه کې تولیدېږي. د ښاروال ابراهیم میرزوزاده په وینا، دا په تاجکستان کې یوازینۍ فابریکه ده چې د خپلواکۍ له ترلاسه کېدو راهیسې د دولتي پولې د پیاوړتیا لپاره تولید کوي.
په هغو سیمو کې چې وضعیت یې ډېر ترینګلی دی، لکه درواز، پخوا پوله یوازې د پنج سیند پر غاړه پرته وه او نور فزیکي خنډونه نه وو. اوس په دغو سیمو کې هم د اغزن تار د لګولو کارونه پیل شوي دي.
د نورک د فابریکې استازي وايي چې د تقاضا د زیاتېدو له امله د تولید کچه لوړه شوې ده. په دې فابریکه کې شاوخوا ۱۷۰ کسان کار کوي او د چارواکو په وینا، تولید شوي توکي د شوروي دورې له وسایلو سره ډېر توپیر لري او د امنیت له پلوه ډېر لوړ معیار لري.
د تاجکستان او افغانستان د پولې اوږدوالی شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومتره دی. د ازادۍ د راپور له مخې، د پولې لویې برخې تر اوسه د انجینري خنډونو له پلوه نه دي بشپړې شوې.
تاجکستان په دې وورستیو کې څوځله د افغانستان له خاورې د بریدونو خبر ور کړی او په دې اړه یې له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
هند د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا په موخه ۱۳ ټنه د نري رنځ (توبرکلوز) ضد BCG واکسینونه او اړوند وچ توکي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي دي.
د طالبانو د عامې روغتیاوزارت د مسوولینو په وینا، دا مرسته د ماشومانو د واکسیني پروګرام د پراختیا او د نري رنځ د مخنیوي لپاره شوې ده.
یاد واکسینونه او طبي توکي د نړیوال روغتیايي سازمان او د ماشومانو د ملاتړ ادارې په همغږۍ د افغانستان د روغتیایي سیستم د ملاتړ لپاره برابر شوي دي.
اړونده چارواکي وایي چې دا ډول مرستې د ماشومانو د روغتیا د ښه والي او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د نري رنځ د خپرېدو خطر زیات وي.