د لاریونونو په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریون کوونکي د «مرګ پر ترهګر» شعارونه ورکوي.
د افغانستان انټرنشنل د اټکلونو له مخې، د ترلاسه شویو انځورونو د څېړنې پر بنسټ، د سې شنبې په ورځ په لاریونونو کې لږ تر لږه اووه زره کسانو ګډون درلود. کېدای شي د لاریون کوونکو شمېر له دې هم زیات وي.
لاریون کوونکو په تعلیمي مرکزونو کې د تکفیري او افراطي افکارو د تدریس د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د شیعه مذهبي مرکزونو د امنیت مسوولیت باوري ولسي ځواکونو ته وسپاري.
دوی همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د مذاهبو ازادۍ ته درناوی وکړي او د وژل شویو کسانو د پېشې په اړه بې پرې پلټنې وشي.
سرچینو ویلي، دغه لاریون په هرات کې د طالبانو د والي نوراحمد اسلام جار له مخالفت سره، سره شوی.
اسلام جار تر دې وړاندې هڅه کړې وه، چې د جنازې پرمهال د خلکو د لاریون مخه ونیسي.
د سرچینو په وینا، د دوشنبې په سهار (د وري ۲۴مه) د طالبانو والي یوشمېر شیعه عالمان او مشران خپل دفتر ته وبلل او له هغوی یې وغوښتل، چې د جنازې مراسم او لاریونونه لغوه کړي.
دغه لاریون له صادقیه ښوونځي څخه د میر عبدالواحد شهید په نوم پېژندل شوي زیارت ته د یادې پېښې د قربانیانو د جسدونو د لېږد په پار تنظیم شوی و.
د لاریون کوونکو په پرېکړهلیک کې راغلي، چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري زیارت په لاره کې ګڼ شمېر امنیتي پوستې وې، خو د جمعې په ورځ کله چې پر ملکي وګړو برید وشو، دغه ټولې امنیتي پوستې ترۍ تم شوې.
په پرېکړه لیک کې لاریون کوونکو د دغو پوستو د نشتوالي د لامل په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې بریدګرو غوښتل پر هر قرباني د یوه ډز په کولو سره د مرګ ژوبلې شمېر ډېر کړي او بیا په ارامه د پېښې له ځایه وتښتي.
د لاریون کوونکو په وینا، د بریدګرو موټرد تېښتې په حالت کې هم نه وو او دوی د تېښتې لپاره بېړه نه درلوده.
د سېشنبې په ورځ د صادقیه مدرسې لهخوا په خپاره شوي پرېکړهلیک کې هم راغلي، چې تر پېښې ۴۵ دقیقې وروسته هم امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې حضور نه درلود.
د جمعې په ماښام د هرات په انجیل ولسوالۍ کې څلورو ناپېژاندو وسلهوالو یوه زیارت ته څېرمه پر شیعه وګړو ډزې وکړې. یوناما منلې، چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي، خو له یادې پېښې د ۴ ورځو په تېرېدو هم تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.