نوموړي زیاته کړې، که څه هم په اسلاماباد کې د پاکستان په کوربهتوب د امریکا او ایران ترمنځ خبرې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدلې، خو دا خبرې د دواړو خواوو د جدي تعامل څرګندونه کوي او د بیا خبرو اترو پر لور یو مهم او مثبت ګام بلل کېږي.
د هغه په خبره، د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي او یوې هوکړې ته رسېدل په لنډ مهال کې اسانه نه دي، خو سرمنشي ټینګار کړی چې خبرې باید په رغنده ډول دوام ومومي تر څو یوې پایلې ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو همدارنګه د اوربند پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټولې سرغړونې باید سمدستي ودرول شي.
ویاند د منځګړو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې، مننه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغو هڅو ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د شخړې ټول اړخونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې د تګ راتګ ازادي رعایت کړي، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي کې.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په دې کړکېچ کې بند پاتې دي او هره ورځ له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د سمندري سوداګرۍ ګډوډي نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم اغېزمن کړی، چې له امله یې اقتصادي کمزوري او ناامنۍ زیاتې شوې دي.
همدارنګه د سرې (کود) او اړوندو توکو د رسولو ګډوډي د نړۍ په کچه د میلیونونو زیانمنو خلکو لپاره د خوړو ناامنۍ لا پسې زیاتوي، او د سونتوکو، ترانسپورت او عرضې ځنځیر د ستونزو له امله د ژوند لګښتونه لوړ شوي دي.
بل خوا، د سرمنشي ځانګړی استازی ژان ارنو هم په سیمه کې فعال دی او له مهمو اړخونو سره په نږدې اړیکه کې دی، تر څو د یوه هر اړخیز او دوامدار توافق ملاتړ وکړي