طالبانو د هېواد په څو ولایتونو کې د خاورو او دوړو د توپان خبرداری ورکړی

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې خبرداری ورکړی، چې د روانې وري میاشتې له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د افغانستان په ځینو سیمو کې د خاورو او دوړو د توپان د رامنځته کېدو وړاندوینه شوې ده.
