د بلوچستان په کویټې ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې درې کسان وژل شوي

د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کویټې اړوند په فیضاباد سیمه کې د سریاب محکمې مخې ته پنځو ناپېژاندو وسلهوالو په یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي. پوليسو ويلي، چې یاده پېښه د خپلمځۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو زیاته کړې، چې دوی د یادې پېښې په اړه څېړنې ګروېږنې پیل کړې دي او په پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیولو هڅې پیل شوې دي. پولیس وایي، چې مړي سملاسي د کویټې دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
