• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: په پکتیا کې ۸سوه کورنیو سره نغدي او د سرپناوو په برخه کې مرسته وشوه

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د سه‌شنبې په ورځ د وري ۲۵مه خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې له ۸۰سوو کورنیو سره بشري مرستې شوې دي. خبرپاڼه وایي، په دغو مرستو کې نغدې پیسې، د سرپناوو اړوند توکي او د روغتیا اړوند وسایل شامل دي.

د یاد سازمان په وینا، پر ډیورنډ کرښه د جګړې له امله بشري کړکېچ زیات شوی او د خلکو اړتیاوې هم ډېرې شوې دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پنجشیر کې پراختیایي پروژې پلې کړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
طالبانو له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پنجشیر کې پراختیایي پروژې پلې کړي
100%

په پنجشیر کې د‌ طالبانو والي محمد اغا حکیم د یوناما د مرکزي زون د دفتر له رییس تابیتا بوګوا سره په ناسته کې غوښتنه کړې چې نړیوال مرستندویه بنسټونه او موسسات دې په پنجشیر کې پراختیایي پروژې پلې کړي. هغه ویلي، پنجشیر اوس امن دی او پروژې په‌کې باید عملي شي.

د طالبانو والي د یوناما له یاد چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې پنجشیر کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره باید د نړیوالو موسسو په را جلبولو کې ورسره همکاري وکړي. دواړو لوریو همدا راز د نړیوالو مرستو د راجلبولو او پروژو د تطبیق پر لارو چارو هم سره نظریات تبادله کړي دي.

خبرپاڼه کې د یوناما د مرکزون زون د دفتر رییس په حواله لیکل شوي چې د پنجشیر اړتیاوې به له نړیوالې ټولنې او سازمانونو سره شریکې کړي.

طالبان: په ۱۵ ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۵۸ کسان نیولي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۱
طالبان: په ۱۵ ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۵۸ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سه‌شنبه د (وري ۲۵مه) خبر ورکړی، چې د دوی ځواکونو په ۱۵ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تور ۵۸کسان نیولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو کسانو څخه پنځه کیلو چرس، ۲زره دانۍ د نشې ګولۍ او یوه اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.

طالبانو زیاته کړې چې دغه کسان یې په کندهار، پروان، بامیان، سمنګان، سرپل، فاریاب، خوست، کندوز، فراه، هلمند، بلخ، بغلان، لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تور نیولي دي. طالبانو تر دې وړاندې هم څو څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې په همدې تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبرونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه کمه شوې؛ خو برعکس د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او کاروبار څو برابره زیات شوی دی. د راپورونو پر بنسټ، د نشه‌يي توکو په قاچاق او کاروبارونو کې د طالبانو سیمه‌ییز او لوړ پوړي چارواکي پراخ لاسونه لري.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د نشه‌يي توکو قاچاق د طالبانو د جګړې د تمویل یوه مهمه برخه هم ګڼل کېده.

پخوانی افغان خبریال عزیز وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۱
پخوانی افغان خبریال عزیز وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی
100%

د پخواني افغان خبریال عزیز وطنوال خپلوان وايي، چې شاوخوا یو کال کېږي نوموړی طالبانو نیولی او دا مهال د بګرام په زندان کې ساتل کېږي.

د عزیز وطنوال پخوانیو همکارانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې دوی په دې موده کې څو ځله د طالبانو اړوندو ادارو ته ورغلي، خو د نوموړي د خوشې کېدو په تړاو روڼ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نوموړي یو تن خپلوان وویل، «طالبانو ویلي چې له خبریالانو سره حساب شته، کله چې دا حساب پوره شي، بیا به عزیز وطنوال خوشې شي».

د طالبانو د استخباراتو غړو د ۱۴۰۴لمریز کال د چنګاښ په ۲۱مه عزیز وطنوال له خپل کوره بېولی او تر دې دمه د نوموړي د نیولو رسمي دلیل نه دی روښانه شوی.

نږدې خپلوان یې وایي چې د عزیز وطنوال روغتیايي وضعیت او د بند شرایط هم د اندېښنې وړ دي او له طالبانو غواړي، چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي او یا لږ تر لږه د هغه قضیه روښانه کړي.

تر اوسه د طالبانو مسوولانو د عزیز وطنوال د نیولو او زنداني کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ښوونکو شکایت: درې میاشتې کېږي چې د طالبانو ادارې معاشونه نه دي راکړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱
د ښوونکو شکایت: درې میاشتې کېږي چې د طالبانو ادارې معاشونه نه دي راکړي
100%

یو شمېر افغان ښوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې درې میاشتې کیږي طالبانو معاشونه نه دي ورکړي. دوی وایي، د معاشونو ځنډېدو یې ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان یې له لاسه ورکړی.

یوه ښوونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «درې میاشتې کېږي چې معاش نه لرو. د کور کرایه، خوراکي توکي او نور لګښتونه ټول پر موږ بار دي، خو عاید مو صفر دی. دې وضعیت مو ژوند ډېر سخت کړی دی».

نوموړی زیاتوي چې ډېری ښوونکي اوس اړ شوي له پورونو کار واخلي، خو د دوام په صورت کې به دا هم نور امکان ونه لري.

یو بل ښوونکي د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ د زده‌کوونکو د راتلونکې لپاره تدریس ته ژمن یو، خو پرته له معاشه کار کول ناشوني دي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي ګڼ معلمان ښوونځي پرېږدي».

د یادو ښوونکو په وینا، د معاشونو نه ورکول نه یوازې د هغوی اقتصادي وضعیت خراب کړی، بلکې پر رواني روغتیا یې هم منفي اغېز کړی دی. دوی وایي چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو، درملنې او ورځنیو اړتیاوو په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.

د دغو ښوونکو په وینا، څو ځلې یې د طالبانو معارف وزارت ته د معاشونو په اړه شکایت کړی، خو هغوی ورته ویلي چې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول یونېسف او یونسکو، د راپورونو له مخې د افغانستان د ښوونې او روزنې نظام دا مهال له ژور او بې‌ساري بحران سره مخ دی.

د یادو بنسټونو په وینا، میلیونونه ماشومان له ښوونځي پاتې دي، د زده‌کړې کیفیت په بې‌سارې توګه ټیټ شوی او د ښځینه ښوونکو کمښت، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو او د ښوونځیو ناسم بنسټیز حالت د پوهنې نظام له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیانو دامنيتي وضعيت په اړه ګډه ناسته کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیانو دامنيتي وضعيت په اړه ګډه ناسته کړې
100%

د طالبانو د پکتیا رسنیز دفتر وايي، چې د پکتیا، خوست ، پکتيکا، لوګر او غزني ولايتونو واليانو او د امنيې قوماندانانو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ریيس ارکان، نظامي محکمې او د استخباراتو رییسانو د سوېل ختیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت د خوندیتوب په موخه ناسته کړې ده.

د طالبانو د پکتیا والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه ویلي، چې په دې ناسته کې د اسلامي نظام د پياوړتيا، د خلکو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د ادارو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ پر اهميت خبرې شوې دي.

په غونډه کې د تېرو مجلسونو د پريکړو د تطبيق ارزونه شوې او د سويل ختيځ زون ولايتونو امنيتي وضعيت، پراختيايي چارو، اقتصادي او ټولنيز حالت او خلکو ته د خدمتونو د ښه والي په اړه معلومات شريک شوي دي.

همدراز په دې ناسته کې د پراختيايي او اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د همغږۍ زياتوالي، د قاچاق مخنيوي، د نشه‌يي توکو د کر او توليد مخنيوي، د شته امنيتي وضعيت د خونديتوب او غوره حکومتولۍ په اړه هم بحثونه شوي دي.

طالبانو د سوېل ختییزو ولایتونو د امنیتي ننګونو په اړه کوم جزییات نه دي ور کړي.