طالبان: په ۱۵ ولایتونو کې مو د نشه یي توکو د کاروبار په تور ۵۸ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سهشنبه د (وري ۲۵مه) خبر ورکړی، چې د دوی ځواکونو په ۱۵ولایتونو کې د نشهيي توکو د کاروبار په تور ۵۸کسان نیولي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو کسانو څخه پنځه کیلو چرس، ۲زره دانۍ د نشې ګولۍ او یوه اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.
